دافغانستان دموجوده بحران او انتخاباتو په هكله :

 
  
     جمهوريت او ديموكراسي
 
١) جمهوريت ديوه مملكت هغه أساس دی، چي سلطنت ندی او د هر تبعه حق دی چي حكمران شي ، استقلال ولري اوپه خپله په  خپل خان حاكم واوسي ، يعني دخپلو حقوقو ساتنه وکړي. دا طرز عمل دبشرپه تاريخ كشي حضرت عمر فاروق ( رض ) منځ ته راوړی.
حق خود إراديت نده بلكه حاكم او رعيت د اصولو پا بند وي. تبعيض بأيد نه وي ، او استبداد پكشي وجود نلري . وظيفه ، وظيفه شناس ته وركول كيږي . حقيقتا اكثريت او اقليت نه مني . " شخصيت عالي مقام عالي " وراثت نده ليكن مشروطه مقام ي د صفت په خاطر په نصيب ده .
 
٢) ديموكراسي خود إراديت ده، اكثريت د اتباعو د غوشتو نمايندګي كوي . يعني اكثريت او أقليت أساس اوبنسټ ده أود اقليت د حقوقو د مسوليت ضامين حاكم د اكثريت ده .(حكومت تشكيل له خلقو، لپاره د خلقواو په خلقو ).
دبشر په تاريخ كشي دلمړي خل لپاره دامريكا دريس جمهور ابراهم لينكن لخوا پيشنهاد شو. چو ن غلام و , ماسټر شو او قدرت ته ورسيده . تبعيض او زجر ﺊ ليدلي و مساوات د ارادو ﺊ د عوامو درايي حق وباله.
 که جمهوريت دی او که ديموکراسي ، دواړه د بشر د بيهبود اساس دي .
د ديموکراسي لپاره دجمهیريت نظام ضروري نده ، مثال يېهغه سلطي دي  چي ديموکراسي پكشي شته ليکن جمهوري نظام نلري . 
( بعضي موريخين وأي، ديموكراسي په أتن او جمهوريت په  روم كشي راغلي).
١) په ديمو كراسي كشي درايه اچولو بنسټ او اساس فقط او فقط برد او باخت ده. دا په خپله ديوه جمهوري نظام د كوشتي بازي ډکر ده جي لو بغاړي نه بلكه تماشاچيان ﺊ طي كوي كوم جي ﺊ بازي ته خوش رضا نندارچيان را غوشتي دي، او حق د فيصلي ي ورکړيده. البته فول نيول د رفړي كار ده.  (دټاکنو خپلواكاکميسيون )
 
٢) بايللي كس دانشي ويلي  چي زه ي نه منم ( ګل مرجان ي نه مني ) چون رفړي موجود ده او صلاحيت لري چي سور كارت شكاره كړي . يعني صلاحيت دار له خپل اقتداره دفاع وکړي . كه نه هغه په خپله د كل مرجان د درغلي قاصر ده.
 
٣) د ديموكراسي معني دا نده چي انتخابات د په هرحالت كشي په يوه مملكت كشي صورت ونيسي په ميليونو مصرف دفقير ملت د وشي , د سر بازي د ولګوي ، ګوټي دي پرې شي اما رايه شماري د په امريكا يا انكلستان كشي وشي ځكه چي ګل مرجان ي نه مني. او يا يوڅو ورځي مهلت راکړي چي كاكا (جان كيري) تشريف راوړي. يعني د كاكا تنها يوه نا مشروح رأيه دميلونو برابره ده .او يا به بيا دشورش او بغاوت فيصله هم ګل مرجان وکړي . داسي و لسمشر به بيا هيواد ته کوم ارمغان ورکړي ؟
له بده مرغه هيخ يو تن نشته چي ګل مرجان ته وواﺊ چي كه تنها يوه رايه د كاكا ، تر ميليونو رايو ارزشتناكه وي اويا فيصله د ستا ي نو بيادانتخاباتو  ضرورت څه وه .( د كاكا رائه او دګل مرجان فيصله كفايت كاوه )
اياداجنجال او دغريب ولس په خپل  سر بازي ديمو كراسي ده ؟
 
٤) إتلافي حكومت په هغه مهال كشيمنځ ته راتلاي شي چي  رايه وركونكو پريكره قاطع نه وي کړي . چو ن په داسي حالت كشي ديموكراسي جواز وركوي چي  نور ملت د ملي بودجي بيجا مصرف توأن نلري او مملكت په يوه مبهم حالت كشي جبرى نشي نيولاي ، فلهذا إتلاف وکړي .
 
٥) بايللي كس كل مرجان دا نشي ويلاي چي " يا به زما لار وي او يا دا پورته لار". چو ن ميكانيزم  وجود لري. بايد هغه عملي شي او كه ونه منل شي په هغه كس د بغاوت حكم د كميسون دپيشنهاد په أساس دولت او موجوده شورا (شوري) بايد وکړي چون موجوده شورا فعاله ده د فرمان د صادر ولو صلاحيت لرونكي ده ، هنوز لغوه شوي نده . د كاكا تر فيصلي دپارليمان د فيصلي پريكره داكثريت او اقليت په أساس وكتل شي.
 
٦) كه چيرته  د مشاركت نظام برپا كيږي او د رايو وركول ارزشت  نلري نوپه داسي صورت كشي مشاركت ، يوجمهوري كيفيت اختياروي، فلهذاد ديموكراسي حرف ( د رايه دهند كي اساس ) بايد قانونا لغوه شي . په دي صورت كشي مشاركت دنفوس شماري دمعيار په سطح بايد منځ ته راشي او د دولت تول اركانونه د نفوسو د شمير په اساس تعين شي ( يعني تفرقه ، نژاد, لسان غيره و غيره ) نو بيا  كله هم انتخابات بايد صورت و نه نيسي او داپروسه دهميشه لپاره نا حق او باطل وبلل شي.
 
٧) اما ! په پاي كشي كل مرجان او د ده د درغلي تيم ته بايد دا واضيح شي، چي كه چيرته " پرامن انقلاب ترپشو د لاندي کړي ، خونريز انقلاب ته لمن وهي او بيا به ي تور پيكي نکړي "
 
ډاکټر نجيب خټي