افغان ټاکنې او بهرنۍ لاسوهنې

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې نه یوازې سیستماتیکې او مسلکي درغلي وشوې ، بلکې ځینی مهمو اشخاصو ته د لا نورې درغلۍ په خاطر د میلیونونو ډالرو او مقام وړاندیزونه هم شوی و. خو هغه وخت موضوع ځکه کړکیچنه نه شوه چې دوهم پړاو ټاکنې حتمي وي. ډاکتر عبدالله او ملګري یې په دي عقیده و چې د لومړې پړاو نتیجه یې ثابته ده او د ډاکتر زلمی رسول، ګل اغا شیرزي، استاد سیاف، محمود کرزي او ځیني نورو یوځای کیدل به ورته د ضرورت نه زیاتی رایې راوړي. خو نتیجه د ډیرو لاملونو په وجه دده د توقع خلاف شوه. په دويم دور ټاکنو کې له دوو برخليکونو سره مخ و یا داچې افغانستان پرمختګ ته رايه ورکړي او يا داچې ۱۹۹۰لسېزې حالات پر ځان ومني نو همدا لامل شو چې ولس د کورنۍ جګړې ته د بيا ور ګرځيدو له ويرې په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړو او د لومړي پړاو په پرتله په دوهم پړاو کې د رايه ورکوونکو شميره هم له اته ميلونو څخه لوړه شه.
ولس په ټاکنو کې د پراخه ګډون له لارې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ته ماتې ورکړې او داسې فکر کيدلو چې  په لومړي ځل به په  افغانستان کې د سیاسي واک د انتقال بهير په سوله ييز ډول و ليږدول شي. خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم او په ځانګړې ډول د شمال ټلوالې يو شمیر مهم قومندانان فکر کوي چې دا واک په اصل کې له کرزي څخه نوي ولسمشر ته نه ليږدول کيږي بلکې دا واک له  شمال ټلوالې څخه راتلونکې ولسمشر ته ليږدول کيږي. دولسمشر کرزي حکومت کې شمال ټلوالې ډير کليدي رول درلود او اوس نه غواړي چې دوي دا واک د بن کنفرانس برعکس پرتله له کوم امتياز څخه نوي ولسمشر ته وليږدوي. دوي وايي چې په بن کنفرانس کې يي هم پښتون ولسمشر ته واک د انتقال په بدل کې پراخه امتيازات ترلاسه کړي و چې اوس يي هم تمه لري.  نو ځکه يې د تقلب په بهانه د انکار او پروسې د تحریم دریځ غوره کړ. ډاکټر عبدالله عبدالله ټیم په دې خاطر چې د ټاکنو پروسه کې دسېمې نور هيوادونه هم شريک کړي او خپل ملاتړ ته يي وهڅوي په زوره د ټاکنو لانجه  امريکا او په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وړاندې کړه. عبدالله عبدالله پوهېدلو چې په دې سره به روسيه، ايران او هندوستان په خپلو دريځونو کې بدلون راولي او د دوي ملاتړ به وکړي چې کټ مټ همداسې وشول.
 دوئ د تل په شان نه د خلکو ارادې ته درناوې کوي نه قانون، نه قانوني مراجع منې او نه په تعهداتو ولاړ خلک دي، هره ورځ نوي شرطونه وړاندی کوي. د غه حالت په افغانستان کې خلک د ژورو اقتصادي او روحي ستونزو سره مخامخ کړي او د بلې خوا یې د ۱۹۹۰ می لسیزې په شان یوځل بیا د افغانستان ګاونډیانو او نورو ځواکونو ته د لاسوهنې  شرایط برابروي.
 
ايران د افغانستان په چارو کې د بن له کنفرانس رانیولې تر نن ورځې پورې ډير مهم لوبغاړی و، افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي په خپل کتاب کې اشاره کوي چې همدا ايران و چې امريکا سره يي د طالبانو د رژیم له نسکوريدلو وروسته په کابل کې د سياسي واک په انتقال کې مرسته وکړي. ايران د بن د کنفرانس په حاشېه کې د امريکا غوښتنې د  شمال ټلوالې مشرانو تر غوږو رسولې او هغوي يي هڅول چې امریکا پريږدي چې د شمال ټلوالې پرته په واک کې بل څوک راولي چې کليدي رول به شمال ټلوالې سره وي. تهران په نورو سياسي لوبو کې هم د امريکا سره په افغانستان کې ډيره مرسته کړې.
خو داځل حالات بدل شوې، دلته د شمال ټلوالې مشران هم امريکا ګواښي او هم د ټاکنو پروسه او د بن کنفرانس په شان د افغانستان په راتلونکې کې کليدي رول غواړي، چې په دې برخه کې دوی د ايران لخوا هڅول کيږي. ايران به په افغانستان کې د حالاتو د بحراني کيدلو څخه څو ګټې وکړې، لومړی د افغانستان په کړکېچ کې به ورته د يو حل لاري په سترګه وکتل شي. دويم داچې دوی به هڅه وکړي چې د امريکا او شمال ټلوالې ترمنځ د منځګړتوب د رول د لوبولو په بهانه د تير په شان له امريکا څخه مرستې ترلاسه کړي. دريم داچې دوی به وکولای شي چې شمال ټلواله او په ځانګړې ډول محقق واک کې شريک کړی.
ايران هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکې سرنوشت کې د پام وړ ځای ولري او همدارنګه د سېمې د نورو هيوادونو په پرتله چې ياخو افغانستان سره ښې اړېکې نه لري لکه پاکستان او يا خو يي په افغانستان کې سیاسي څېره لکه د چېن ډيره کمزورې ده پوره ګټه پورته کړي.
په ټاکنو کې اوږدمهاله کړکېچ او د شمال ټلوالې ګواښونه کولای شي چې پر امريکا فشارزيات کړي چې د شمال ټلوالې د سمبالولو او مهار کولو لپاره له ايران څخه مرستې ته لاس وغځوي. نو په ټاکنو کې د ايران لاسوهنه د دې لامل شوې چې دغه ملي او نسبتا شفافه پروسه پر يوې معما بدله شي او د افغانانو پر رايو معاملې ته لار هواره شي.
وروسته له هغې چې د جمعيت کانديد عبدالله عبدالله په دوهم دور ټاکنو کې ماته وخوړله، هندوستان هم وارخطا شو او هڅې يي پېل کړې چې د افغانستان ټاکنې بايد د جوړجاړي له لارې حل شي. هندوستان لپاره جوړجاړی په واک کې د شمال ټلوالې مهم قومندانان شريکېدل دي چې له دې لارې  به هند و کولای شي چې د شورای نظار په وسیله د پاکستان سره د راتلونکي افغان حکومت د اړیکو د عادي کیدو، طالبانو سره د خبرو او په افغانستان کې د چین د اقتصادي نفوذ د زیاتیدو مخه ونیسی.
 پاکستان برعکس په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي او دلته د یوه غښتلي ملي حکومت د مخنیوي په لټه کې دی. دوي هڅه کوي چې په کابل کې يو کمزوری واکمن وي او ياخو دوی سره نږدې اړېکې ولري او يا خو د ولسمشر کرزي برعکس د هندوستان سره تودې اړېکې ونه لري.  عربي نړۍ په تیره سعودي عربستان په افغانستان کې د عبدالله عبدالله له حکومت ډار لري چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم بريا به د ايران د نفوذ پراخيدو سبب شي او همدارنګه به په افغانستان کې د امريکا او ايران لاپسې نږدې کړي.
 روسیه او چې د لومړي سره د افغانستان په ټاکنو کې بې پرې و خو د عبدالله عبدالله د غوښتنې پر اساس چې له ملګرو ملتونو يي منځګړتوب و غوښت د افغانستان د ټاکنو په اړه په تشویش کې کړل او د جان کيري وروستي سفر نور هم وهڅول چې په دغه پروسه کې پرېکنده رول ولوبوي او د شمال ټلوالې ملاتړ وکړي. د افغانستان ګاونډیان او نورو قوتونه دلته متضادې ګټې لري او ددوۍ د ګټو ټکر افغانستان ته نه جبران کیدونکي زیانونه رسوي. شورای نظار او د جنګسالارانو ډلو پخوا هم یادو قوتونو ته د اجیرو ملیشو دنده ترسره کړې او اوس بیا هم ددغه شان نقش لوبولو په درشل کې دي.
د نظار شورا پر وړاندی چې هرڅومره  نرم دریځ غوره شي دوي په هماغه اندازه سپین سترګي کیږي. مخکې له دې چې د اعصابو روان جنګ خلک نا امیده کړي او ډاکتر غني د خپلو پلویانو ملاتړ د لاسه ورکړي غني باید د عامه افکارو مدیریت ته پاملرنه وکړي  او خپل سیال ته باید په څرګنده ځواب ورکړي. د افغانستان خلک باید د شورای نظار تهدیدنو نه و نه ډار شي. ځکه  په هر ډول بی ثباتئ کې د ټولو نه زیات زیان جنګسالارانو ته رسي.ځکه چې  قتلونه هم دوي کړی، د دولتی او شخصي ځمکو غاصبین هم دوی دي، کابل بانګ او نورې دولتی تصدۍ هم دوۍ لوټلي، بلند منزلونه هم د دوۍ دي.بې وزله او بی وسیلې خلک څه نه لري چې د لاسه یې ورکړي.
همدغه شان زموږ ګاونډیان او نور بهرني دوستان هم باید موږ پریږدي چې خپلې ستونزی پخپله حل کړو. زموږ په ثبات کې د سیمی اقتصادي او سیاسي ګټې نغښتي دي او بی ثباتي د هرچا ګټو ته تاوان رسوي. افغانان په دی ښه پوهیږي چې د ټولو لری او نږدي ګاونډیانو سره ښې اړیکې ساتل د افغانستان په خیر دي او هڅه یې داده چې د ټولو سره ښه او د متقابل احترام په بنیاد اړیکې وساتي.