دپښتنو ستر او ګران مشر محمود خان اڅکزي ته ګيله

 
محمودخان اڅکزي په پاکستان کښي دپښتنو هغه مشردي چي تنها په پاکستان کي نه بلکه په افغانستان کي هم ورته دمشر په سترګه کتل کيږي
لکه څرنګه چي دايوه معلومه خبره اوحقيقت دي چي د پاکستان فوج اواستخباراتي ادارې همېشه دافغانستان په کورنيو چاروکي ترخپله وسه مداخله کړې  اوددې وطن دتخريب لپاره يې هيڅ راز وس نه دي دريغولي
نو  کله چي روسانو پرافغانستان تيري وکړ په هغه وخت کي افغانان هجرت ته مجبورسوه چي ډيري افغانان پاکستان ته مهاجر سول او دپاکستان د اولس لخوا ورته تود هرکلي وويل سو،
اوس هم ډيري افغانان هلته ميشت دي په دې لړۍ کي کله نا کله دپاکستاني نظاميانو لخوا دافغانانو دځورولو پيښي رامينځ ته کيږي له يو طرفه د ډيورنډ لين دواړه غاړي پښتانه يو وجود بلل کيږي اوله بل اړخه ډيري افغانان هلته ميشت دي ددوئ په مينځ کي تګ او راتګ هتمي اوضروري بلل سوي دي
د تجارت په موخه زموږ ډيري افغان تجاران همدي هيوادته تګ او راتګ کوي خو زموږ ډيره برخه د تجارت همدلته تړلي ده ځکه چي له يوه لوري دغه هيواد ګاونډي او له بل لوري له تجاري اړخه نيږدي دي
زموږناروغان بيا هغه څه دي چي ددرملني په موخه ډيري يي د پاکستان بلوچستان او کراچي ښارونو ته زيات ځي چي کله ناکله له همدي لاري هم دوي زياتي پيسي ترلاسه کوي
خو رابه سو اصلي خبري ته دپښتونخوا عوامي نېشنل پارټۍ مشرمحمودخان اڅکزي دافغانستان پرحالاتوهمېشه دردېدلي اوهغه حقايق يي په ښکاره ډول ويلي چي دافغانانو ورڅخه تمه کېدل
تل يې دپاکستان دحکومت ناوړه مداخلې غندلي اودهغوئ په وړاندي يې دمسوليته ډکي خبري کړې دي
که په پنجاب کي افغانان وځورول سي ګيله نه کوو اوکه په پښتونخواکي افغانان ځورول کيږي دابيا دافسوس خبره ده او زه دا په ډاګه وايم څومره چي افغانان په جنوبي پښتونخوا اوخېبر پښتونخواکي ځورول کيږي دومره په پنجاپ کي نه هم ځورول کيږي
په دا ورستيوکي په جنوبي پښتونخواکي دعوامي نېشنل پارټۍ حکومت جوړسو حتا دکوټي ګورنر (والي )دمحمودخان ورور وټاکل سو، موږ داسي فکرکاوه چي دافغانانولپاره به ډيري اسانتياوي رامينځته سي.
زما ښه ياد دي چي  دپرويزمشرف په دوره کي عوامي نېشنل پارټۍ په واک کي نه وه ما دښاغلي محمود خان اچکزي سره د کوټي په ښار کي وليدل دافغانانو دځورولو بحث مو تر منځ وسو، ده راته پدې اړه وويل چي تاسو وځانته مهاجر مه واياست داستاسوخپل کور دئ اوبيايې وويل زه پدې سخت افسوس کوم چي پربليلي باندي هره ورځ افغانان دپاسپورټ يا شناخته کارټ په نامه دپوليسو لخوا ځورول کيږي.
هغه وخت موږ ګيله هم نه کول ځکه چي دوي په واک کي هم نه وه دادي په دا ورستيو کي ددوئ(محمودخان اڅګزايي) حکومت راغي اوس ترپخوا په جنوبي پښتونخوا کي د افغانانوځورونه څوچنده زياته سوې حتا داسي هم سوي دي چي نارينه يې دښځينوو نه جلا کړي ښځي يې رخصت کړي اونارينه يي زندان ته اچولي دي چي ته پاسپورټ ياشناخته کارټ نه لرې او ډير ځلي ناروغان چي د علاج لپاره تلل دروغتون پرځاي زندان ته ليږدول سوي دي
نو زموږګرانه مشره پرتا موږ زړه لرواوتاته هره خبره سپينه کوواو ګيله هم درڅخه کوو هيله ده چي په آينده کي دغه ډول پېښي رامينځ ته نه سي.
ستادهغي خبري ياد مي درتازه کي چي تاويل افغانان ځورول کيږي او پنجابيان يي کوي خو اوس ستا غوندي پښتانه ددي پښتنو سپکاوي او ځورول کوي هيله ده خپله خبره ياده کړي او دا پښتانه له دي درده وژغوري
په درنښت
سردارمحمدهمدرد