
سرچینه: The New York Review of Books
لیکوال: احمد رشید
ژباړه: مجیبالرحمن ساپی
څو ورځې وړاندې لهدې، چې داعش (د عراق او شام اسلامي دولت) د عراق شمال پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، لوېدیځو سیاستوالو او شنوونکو د دغې ډلې کړنو په تړاو، چې د ځواکمنې جهادپالنې په نامه یادېږي خبرداری ورکړ. ځینو دغو سیاستوالو او شنوونکو داعش له القاعده سره په تړاو وباله. لهدغو نظریاتو څخه یو یې هم سم نهدی.
داعش د بغداد پر لور د خپل چټک پرمختګ په پایله کې د عراق او سوریې پولې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، د وسلو او چاودېدونکو توکو زېرمو ته یې لاسرسی پیدا کړی، په نړۍواله کچه د تېلو د بیې لوړېدو لامل شوی، د عربي نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې قومي او پرګنیزې شخړې زیاتې کړي او شته اسلامي بسټپالنې ته په کتو سره د مسلمانو ځوانانو ترمنځ پر د پام وړ سرچینې بدل شوی دی.
د جون په شلمه، چې د روژې مبارکې ورځې له لومړۍ نېټې سره برابره وه داعش اعلان وکړ، چې غواړي بیاځلي اسلامي خلافت ژوندی کړي، دا هغه څه دي، چې له زیاتې مودې را پدېخوا جهادي ډلې یې د تر سره کېدو په لټه کې دي. د داعش لهدې ټولو بریاو سربېره شونې ده تر هغه کچې، چې یاده ډله غیرعادي یادېږي و دې نه اوسي. همداراز داسې ایسي، چې دغه ډله دې نړۍوال جهاد ته لېوالتیا ونهلري. تر ډېره بریده هغه څه، چې دغه ډله یې په عراق او سوریه کې تر سره کوي په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو د واکمنۍ مهال له کړنو سره ورتهوالی لري. تر دېدمه داعش د طالبانو په څېر هڅه کړې زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. دغې ډلې د القاعده په څېر د نړۍوال جهاد اعلان نهدی کړی یا هم په نیویارک او لندن کې یې د بم ایښودو فتوا نهده صادره کړې. که څه هم داعش توانېدلی، چې شاوخوا درې زره سرتېري استخدام کړي، څو د دغې ډلې لپاره وجنګېږي؛ خو د دغې ډلې د جګړې اصلي محور د خپلو وروڼو مسلمانانو په ځانګړي توګه د شیعهګانو پر وړاندې دی؛ هغه شیعهګان، چې داعش یې د له منځه وړلو او عاموژنې لپاره د پراخو عملیاتو تر سره کېدو غوښتنه کړېده. دقیقا لکه څنګه، چې وسلهوالو طالبانو د آسیا په سوېل او مرکزي آسیا کې د اسلام کرښې بدلې کړې، داعش هم هڅه کوي همدا کار په منځني ختیځ کې تر سره کړي. داعش همداراز د منځني ختیځ په مرکزي سیمو کې د پراخو سیمو تر کنټرول لاندې راوستو په هڅه کې دی.
د وسلهوالو طالبانو او داعش د روزونکو څو ورتهوالي شته دي. د داعش د جنګي ځواکونو شمېر احتمالا له لسزرو روزل شویو کسانو څخه کم دی، پهداسې حال کې، چې د وسلهوالو طالبانو شمېر حتا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت پر مهال، چې ۱۵۰ زره بهرنیو ځواکونو ته رسېده او د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۳۰۰زرو تنو ته رسېده، له ۲۵زرو څخه زیات نهشو. د داعش بریاوې د طالبانو په څېر دي. دواړه ډلې د غوره پوځي وړتیاوو، چې غوره قومانده او کنټرول، ښه استخبارات، لوژستیکي ملاتړ، زدکړې، خوځښت او بالاخره چټکتیا رانغاړي، څخه برخمنې دي. داعش هم د وسلهوالو طالبانو د ظهور په څېر له کلونو چمتووالي او په عراق او سوریه کې د سرتېرو له استخدام وروسته د څو اونیو په اوږدو کې یې موصل او عراق نور مهم ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل. په ۱۹۹۴ کال کې طالبانو هم د یوه چټک برید په پایله کې د څو میاشتو په لړ کې د افغانستان ټولې سوېلي او ختیځې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې. د دواړو ډلو تګلاره مخامخ جګړه او شپني بریدونه دي. همداراز دواړه ډلې چمتو دي، څو اوږدمهاله لوبه وکړي. په ۱۹۹۶ کال کې وروسته له هغه، چې د طالبانو لهخوا کابل د دوو کلونو لپاره له سوېل لوري له هر ډول بریا پرته کلابند کړ، په ختیځ کې یې له داسې خوځښت څخه استفاده وکړه، چې بالاخره حکومت یې ترلاسه کړ. د دغو ډلو یو نوښت، چې اغېزمن هم دی دا دی، چې په څو هېوادونو او د دغو هېوادونو د کرښو په اوږدو کې جګړه تر سره کوي او لهدې لارې تدارکاتي او لوژستیکي مرکزونه جوړوي. دوی همداراز د دغې کار په پایله کې د نویو کسانو په جذبولو کې بریالي دي، چې پر وړاندې یې ملي ځواب او دریځ له ماتې سره مخ کېږي. هر کله چې د مخالفینو پر وړاندې د جګړې مسله مخته راځي افغان او پاکستاني طالبان، افغانستان او پاکستان یوشان ګڼي؛ پهداسې حال کې، چې داعش د هغو تکتیکونو څخه په ګټې اخیستنې، چې اوسمهال یې په سوریه کې کاروي د عراق ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راولي. دقیقا لکه څنګه، چې وتوانېدل افغان طالبان وتوانېدل په پاکستان پټنځایونه جوړ کړي؛ اوسمهال داعش دا توان لري د سوریې او عراق له خاورې څخه استفاده وکړي او پهدې کار سره پایښت یې آسانه او ماتې یې ستونزمنه برېښي. دواړه ډلې د نړۍوال جهاد پراختیا پرځای سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ خو د دوی جګړهپالنه او بنسټپاله اسلامپالنه د دې لامل کېږي، څو د خپل کنټرول لاندې سیمو ادارې لپاره په بشپړه توګه چمتووالی ولري. د طالبانو په څېر د داعش سیاسي لیدلوری له دودیز اسلام، بنسټپالو او ترهګریزو ډلو له لیدلوري سره توپیر لري. د اسلام بدوي او افراطي نسخه، چې اوسمهال د داعش لهخوا د رقعه په څېر تر خپل کنټرول لاندې ښارونو کې یې پلي کوي د سیمې خلک یې له وحشت سره مخ کړي او د حکومتونو او پوځونو روحیه یې کمزورې کوي. خو په تېر کې طالبانو څرګنده کړه، چې د حکومتولۍ داشان تګلاره نهشي کولای په اوږدمهال کې یوه تلپاتې سیاسي کرښنده (پلان) رامنځته کړي.
د وسلهوالو طالبانو له واکمنۍ څخه پنځه کال وروسته په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې افغانان په پراخه توګه کډوالۍ ته مخه کوله او لهدې امله، چې خلک د خوړو له نشتوالي سره مخ وو اړ ول، څو د تېښتې لاره غوره کړي. همدا حالت د داعش لپاره هم پېښېدونکي دي، چې له همدې امله داعش له پوهو او د لوړو زدکړو درلودونکو مسلمانانو څخه غوښتنه کوي، څو لهدغې ډلې سره یو ځای شي او د خلافت په بیا رامنځته کېدو کې دې مرسته وکړي. همدا اوس د عراق له شمال څخه د مسیحیانو، شیعهګانو، کردانو او ترکمنانو په ګډون په سلګونه زره تنه، کردستان ته پناه وړې، څو ونه ځورول شي.
په خواشینۍ سره نه د مسلمانانو اصلي مشرانو او نه هم د دوی لوېدیځو متحدینو د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې له جګړې څخه څه زده نهکړل. په اسلامي نړۍ کې هېڅ داسې پرمختللی پوځ موجود نهدی، چې د داعش پر وړاندې دې مبارزه وکړي یا حتا د چمتووالی یا خوځښت داسې کچې ته دې لاسرسی ولري، چې په وروستیو اونیو کې داعش له ځانه ښودلي دي.
حتا داسې نه ایسي د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي ځواکونه، چې له وسلهوالو طالبانو سره جنګېدلي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې یې بهرنیو سرتېرو ته روزنه ورکړې، د داعش په څېر وسلهوالو ډلو پر وړاندې دې ودرېږي.
خو پوځي وړتیا اصلي موضوع نهده. د لوېدیځو هېوادونو ستره ناکامي دا ده، د دې پر ځای، چې د نویو سیمهییزو متحدینو پیدا کولو په لټه کې و اوسي او مسلمان مشران په قضیه کې داخل کړي، څو دوی خپله دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، اوس هم هڅه کوي د پوځی اقداماتو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو لهلارې د اسلامي حکومتونو له منځه تللو څخه مخنیوی وکړي. تر دېدمه د نړۍ کړکېچ ته د اوباما ښکاره ځواب دا و، چې شاوخوا درېسوه سرتېري یې عراق ته استولي او د امریکا ځانګړو ځواکونو لپاره ۵ میلیارډي صندوق جوړوي، څو لهدې لارې وشي کولای د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د نورو هېوادونو ځواکونه وروزي. لهدې سره دا اسلامي نړۍ ده، چې د مشرۍ نشتوالی پهکې څرګند دی؛ د کارنده سیاستوالو، جنرالانو او مذهبي مشرانو نه موجودیت په ټولو اسلامي هېوادونو کې څرګند دی. اسلامي نړۍ د دې پر ځای، چې داعش او نورې بنسټپالې ډلې وغندي او پر وړاندې یې اقدام وکړي، ټول هېوادونه چوپ پاتې دي او کړنې یې له ناتوانۍ او نهیلۍ سره ملې دي. په ټوله سیمه لکه نوري المالکي په عراق، د خلیج څنډې او ګڼشمېر افریقايي هېوادونه مستبد، فاسد، کمزوري او بېکفایته دي. په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې مدني ټولنې په کافي اندازه ځواکمنې نهدي، څو د افراطي بنسټپالنې پر وړاندې د یوه ستر اقدام غوښتونکي شي. هر هېواد د دې پر ځای، چې اسلام د یوه غوره او ټولشموله دین په توګه، چې د یوه مډرن ټولنیز تړون وړاندې کولو توان لري، مخته کړي، بهرنیان په چلوټو تورنوي. هغه مجرمین، چې ډېری مهال تورنېږي امریکایان دي، چې د اسراییل، اروپا او امریکا لهخوا څارل کېږي. تر ټولو خطرناک دا دی، چې د عراق او پاکستان په ګډون ځينې اسلامي هېوادونه دغه لږکي د دولتونو د ناکامۍ لامل ګڼي او له همدې امله کله، چې د طالبانو او داعش په څېر بنسټپاله ډلې پرې برید کوي له هغوی څخه دفاع نه کېږي. سني افراطي ډلې، چې نن ورځ په افریقا او اسیا کې ملکي کسان وژني، ټول یې له اسلام څخه د ژور متعصب تفسیر پر بنسټ جنګېږي او د یوه داسې بېرحمانه او ناعادلانه سیستم په لټه کې دي، چې ښځې او د اسلام د نورو څانګو لارویان په ځانګړي توګه شیعهګان تر برید لاندې راولي. د شیعهګانو پر وړاندې د داعش بریدونه له ټولو هغو کړنو څخه لوړ دي، چې طالبانو د شیعهګانو پر وړاندې تر سره کول. داعش په اسلام کې د هر ډول تفرقې له منځه وړلو په هڅه کې خپله له تر ټولو ناوړه تفرقې او بېلوالي څخه استازیتوب کوي. که داعش لکه څنګه یې، چې ادعا کړې د کربلا او نجف په ښارونو کې د شیعهګانو سپېڅلي ځایونه تر برید لاندې راولي اسلام به پهداسې یوې پرګنیزې شخړې او جګړې کې ښکېل شي، چې کابو کول یې ناشونې برېښي. که دغه اقدامات پلي شي باور دا دی، چې د شیعهګانو او سنیانو ترمنځ د اوږدې مودې لپاره جګړه دوام ولري. همدا اوس د داعش ډلې پر وړاندې غبرګون په موخه په عراق کې ګڼې شیعه جنګیالۍ ډلې رامنځته شوي دي. اوسمهال د امریکا او ملګرو هېوادونو دنده دا ده، څو د ایران او عربستان ترمنځ اوسنۍ دښمنۍ ته د پای ټکی کېږدي او د اوسني کړکېچ حل په موخه د اسلام په چوکاټ کې همکاري وکړي. یاد دواړه هېوادونه په عراق کې د بنسټپالنې رامنځته کېدو په برخه کې زیاته ونډه لري. ایران په ۱۹۷۹ کال د انقلاب له بریا وروسته په پاکستان، افغانستان او لبنان کې ګڼې شیعه وسلهوالې ډلې روزلي دي. سعودي عربستان له ۱۹۷۰ کال څخه را پدېخوا په ګڼو اسلامي هېوادونو کې سني بنسټپالې ډلې رامنځته کړي او د خپلو پراخو مالي سرچینو لهلارې یې د دغو ډلو تمویل پر غاړه اخیستی دی. د شیعه هرې مخالفې ډلې او هغې ډلې، چې د سني ایډیالوژۍ څخه استازیتوب کوي او په سعودي عربستان کې وهابي ډلې ته لېوالتیا لري په کافي اندازه د سعودي عربستان لهخوا تمویل شوي او ملاتړ یې شوی دی. فرق نه کوي، چې دغه ډله په پاکستان، افغانستان، افریقا یا منځني ختیځ کې وي.
د اسلامي کنفرانس سازمان او عربي ټولنه باید له پرګنېپالنې څخه د هېوادونو ملاتړ او د ایران او سعودي عربستان نږدېوالي په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. اسلامي هېوادونه باید بنسټپاله ډلو ته د لېوالتیا سیاست پر ځای ټول یو ځای د ترهګرۍ نه منلو سیاست غوره کړي. لهدې پرته اسلامي دولتونه به دړې وړې شي، د تېلو نړۍوال کړکېچ به رامنځته شي او افراطي بنسټپالان به کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.