
څوجرمني ګولونو دبرازيلي انجنو ژړا دنړۍ هر ګوټ ته ورسوله، په هرتلویزون؛هره ورځپاڼه او هره ويب پاڼه دبرازيلی انجنو دسرو اونمجنو سترګو انځورونه خپاره شول،خوپرغزه داسرايلو د درنوبمونوپه باران کې دسلګونوفلسطيني میندو،خويندواوپلرونو ژړا دهيچا لپاره هم دليدو او اوريدو نه ده،لکه همدغه وګړي چې همدې ژړاته پیداوي اوهمدغه يې په نړيواله پريکړه برخليک ټآکلی شوی وي،نن مي چې پرانترنيت هرځاي په هره ويبپاڼه له ژړا ډکې سترګې ليدلې، پدي تلوسه مي کليک ورکاوه چې ښايي دغزي دبمبارکوم راپوربه وي،خوهرځای دهمدغوقیمتي سترګوقيمتي ژړا وه،چې لامل يې دفوټبال په نړيواله سیالۍ کې يوڅو جرمني ګولونو و،نه يې ورور په بمبارکې په وينو سور ليدلی و،نه يې دخاوند،زوي اوياپلارمړي دنړيدليو ودانيو ترخاورو اوخزلو لاندي موندلی و!
همدغه دلويديځ اوختيځ دبرخليک ترمينځ توپيردي اود دواړو ژړاګانو دقیمت او ارزښت ترمينځ همدومره واټن دی.
دروژې مياشت ده،دمسلمانانو دعبادت اومرحمت موسم دی،خوهرځای په مسلمانانودنړۍ خورو او انسان دشمنو بلاګانو خولې خلاصې دي،يوځای دامریکا اوناټو دخوښۍ لپاره اودډالري مرستوپه بدل کې دوزيرستان ماشومان اوتورسرې دهجرت په ديارپسي لالهانده ګرځي،په سرولمرونوکي دسر سيوری لټوي اوهغه پنحابيان اوسندیان چې پرون يې ورته خان صاحب خان صاحب ويل، نن همدغه خان دخپلې ونې ترسيوري لاندي هم نه پریږدي ،دسنداوپنجاب لارې يې ورباندي تړلي دي، وای دابه بيازموږکلتور راخراب کړي (بیابه ددوی له شرمه هم په اوداسه کې ګرځو)
بلخواد۳اسرايلي ځوانانو دوژنې قيمت دومره لوړدی،چې پوره يوملت ته پرې سزا ورکول کيږي،دروژه ماتي اوپشلمي پرځاي دغزي دمسلمانو پرغولو دوینو فواري رواني دي،هغوي دخپلومړوله تکفين اوتجهيزه ژړاته هم وخت نلري،هسي هم مغرورې نړۍ ته دفلسطینيانو ژړا کوم قيمت او ارزښت نلري،بلکې اوس ورسره دنورې نړۍ په څير مسلمان واکمن هم عادي شوي دي،عربي خليجي شیخان چې ځيني يې ښايي روژې ساتي اوډیريې دا وخت دفرانسې اونورو اروپايې هيوادونوپر ساحلونو له روژه خوړلو نه خوند اخلي، دغزې پر روانو وينو باک هم نه راوړي، بلکې دا ورته يوه عادي سلسله ښکاري،نوڅوک به اوس دغزي دمظلومو اوښکو اوفريادونو انځور وباسي،څوک به دیتيمو اوزخمي ماشومانوچيغې واوري!؟
آه ..هيڅوک هم نشته!
تيرکال همدغه ورځې دمصريانودحشر ورځې وی، چې لاترواسه روانې دي؛
د"رابعة العدويه" ميدان له لکونومصريانو ډک و،بره پرې چورلکې ګرځيدي،اوترميدان شاوخوا زغروالې شوبلې دمرګونو اوګذارونوپه نيت ځای پرځای شوې وې، په لارو کوڅوکې دپولیسو اوپوځي قطعاتولخوا پرخلګوهدفي پیرونه کیدل اوهره شيبه يوه جنازه په اوښکواوفريادونو بدرګه کيدله،اسرايلو اوامريکاپرې خوښي څرګندوله،عربي شیخانو ددغو مظلومانو قاتل ته دانعام په دود ميلياردونه ډالر مرستې اعلانولې،دغومسلمانانو نه کوم اسرایلي عسکر وژلي و،نه يې وسله پورته کړې وه اونه يې په زور واکمنی غوښته،بلکې دهمدغه هيواد دقانون په چوکاټ کې يې ديوه قانونی دولت دبقا لپاره سوليزاحتجاج کاوه،خوڅه ورسره وشول؟
دروژې په ورستۍ عشره کې درابعة العدويه ميدان ته اور واچول شو،دلس زرو شاوخواځوانان،پیغلې،ماشومان اوبوډاګان قتل اوزخمیان شول،پاتې يې څوک ژوندي لادرکه شول اوپرچا زندانونه ډک شول،پتمنې مسلماني ميرمني دعسکري قطعاتولخوابې پته شوې،پرسلګونومسلمانومشرانو داعدام پريکړه وشوه،خونړۍ همداسي بي تفاوته پاتي شوه ،نه کوم دبشردوستي دعوه کوونکي هیواد پرمصری ديکتاتور دټولوژني تورپوري کړ؛نه دهاګ په محکمه کې مطلوب وګرځيد اونه پرې اقتصادي بنديز ولګيد،ها داورپايي ټولنې استازې "کاشترین" هم بياچا ونه لیده!
که مصري اسلامپالو په مخامخ جګړه کې همدومره کشران اومشران قرباني کړي وای نونن به يې مصرکه ټول نه وای نيم خوبه يې په واک کې واي،نړيوال دښمنان يې اوس هم نه پريږدي،هغه وخت به يې هم مخالفت ورسره کولای!اوهغه دچا خبره ده دخپلواکي اوحاکميت يوه شيبه ژوند دغلامۍ ترسله کاله ژوندبهتردی.
نن دمصرپه زندانوکې دمسلمانانوتورسرو اوښکې اوفرياد انځورول يوجرم دی،چې له امله يې د"الجزيره" عربي ژبي تلویزون خبریالان په کلونوبند محکوم شول،هغوي هم اوس پوهيږي چې زموږ اوښکې او ژړا جرم دی،قيمت يې سزا ده،دغه ډول اوښکې اوفرياد دلويديځ په تعريف شوې بشر دوستي کې ځای نلري،زموږ دبې پلاره ،بې موره اوبې وروره خویندو ژړا اوفرياد، دبرازيلي انجنو دنمجنوسترګوقيمت نلري،چې لامل يې يوازي په لوبه کې ددوي دطبعيت خلاف کار و
همدا دلويديځو اوختيځو اوښکو دقیمت او ارزښت ترمینځ ښه توپیرپه ډاګه کوي.
(خپلواک جرس)