
هېڅکله يې ماتي نه منله ، خو بيا هم ځان ورته مات ښکارېده. ځان ته يې د تسلۍ حق هم نه ورکولو، ځکه چی د بدن ټول غړي ورته روغ ښکارېدل، دا ځل يې ډېره سخته ضربه خوړلې وه، خو د تل په څېر يې پر شونډو موسکاخوره وه .
ډېر ښه عادت يې دا و، چې هر وخت به يې په نورو خوښۍ لورولې،خو دا ځل ورته د نورو خوښۍ بلا شوي وې.
او اوس د ژوند په ډېر عجيب پړاو کښی ګير و، شاته د مخ ګرځولو يې له عمره عادت نه و، او مخکی تګ ورته د زړه د وينو څڅولو خبره وه ، مګر بيا يې هم له زغمه په ډکه لهجه د امېد ټپې پرخپلو شونډو زمزمه کولې...
خدای به دې زلفې په لاس راکي
ما ته د کلي ماشومان دوعا کوينه
هلمند پردېس داوکراين جمهوريت
د ادېسه ښار