زه د حالاتو نه په تنګ راغلم
دخپل تدبير سره په جنګ راغلم
ماويل چې ښکل به کړم روښانه لاره
په سرنوشت کی د پتنګ راغلم
زه د خپل ملک د پادشاهی په هيله
خو په حساب کی د ملنګ راغلم
ما سره ښکلی ارمانونه زړه کې
خو نامراده ترې په څنګ راغلم
هغه حساب چې مې د ژوند درلوده
زه په مسير کې د نيرنګ راغلم
ماويل چې زه به خپل منزل ته رسم
په حقيقت کې په بل رنګ راغلم
د پاکو هيلو ، ارمانونو ښار نه
زه افغاني ترې ګېله من راغلم
--------------------------------
سميع الدين افغاني
١٨ - ٣ - ٢٠٠٨
مهاجرت