
يواز خپله منم د بل چا نه، ځکه زه په حقه يم او پر نړيواله ټولنه سربېره ټولې کورنۍ او بهرنۍ ادارې بې بنسټه او بې باوره دي، زما په حق کې زياتی کوي او حق مې تروړي. دا د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله باور دی.
که په افغانستان کې له هرچا وپوښتې، نو له تېرو دريو مياشتو يې کار په ټپه ولاړ دی، د هټيوال بازار سوړ دی، د موټر چلونکي موټر يوازې د تېلو پيسې نشي نغدولای او کارګران ورځ تر مازديګره په چوکونو ولاړ وي، څوک نشته، چې کارته يې بوځي، هرڅه په ټپه ولاړ دي، د ساعت عقربه له خپل ځايه نه خوځيږي، خو د ملت له ارادې سره ځينې کړۍ زياتی کوي او هرڅه د ځان لپاره غواړي.
يوازې په تېرو څلورو مياشتو کې د افغانستان د صنعت او توليد په برخه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی، د ګمرکونو عوايد څلور سلنه راټيټ شوي او واردات شپږ سلنه کم شوي دي.
تر هغه چې په کور کې يوڅوک ښه اړ نشي، نه څه اخلي او نه څه پلوري، دا ځکه چې په سياسي اوضاع خلکو باور له لاسه ورکړی او ټولې چارې په يو ډول متزلزل حالت کې دي.
په ښارونو کې له دې امله ډېروخت هټۍ او مارکېټونه تړلي وي، چې هسې نه چور وشي، هسې نه نا پامه لاريونونه را ووځي او وږي او له غرونو را ښکته شوي، د خلکو په مالونو او شتو بلوسه ونه کړي.
د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ډله د سياسي حالت د بحرانيوالي او همدا ډول د نويو پېښو د رامنځته کېدو خبرې او ګواښونه کوي. د هغه ټيم پلويان، چې خپله ناکامۍ يې له وړاندې ليدله، هغوی شعارونه ورکوي، چې په شا به رانشي او هر ګام به د ارګ په لور ور اخلي.
د وري مياشتې په ۱۶مه چې ټاکنې تر سره شوې، هيلې وغوړېدې او تمې داوې، چې حالات به کنټرول شي او واک به په ښه ډول سره وسپارل شي.
د ټاکنو دويم پړاو ته غځېدو بيا هم تر يوه بريده هيله بښونکې وې، د غبرګولي په ۲۴مه چې دويم ځلي ټاکنې تر سره شوې او تر لومړي پړاو پکې زياتو افغانانو ونډه واخيسته، نو تر دې هم ورته تمې زياتې شوې، ځکه په دې پړاو کې سيالي د دوو مخکښو او له لومړي پړاو راتېرو شويو نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ وه. په دې ځل ټاکنيزو کميسيونونو هم د پوره چمتوالي خبره کوله او په ريښتيا هم ددې ځل لپاره يې چمتوالی يو څه وو. د ټاکنو د تر سره کېدو په ورځ چې کله په څلورو بجو رای ورکولو بهير پایته ورسېد او لومړنۍ شمېرنې په محلونو کې تر سره شوې، د شپې اته بجې د ډاکتر عبدالله عبدالله ټيم خپله بريا اعلان کړه او ويې ويل، چې موږ ښه روان يو او بريا زموږ ده. د ټاکنيزو کميسيونونو د چارو ستاينه يې وکړه، چې تر ډېره يې ښه کار کړی، خو د دوو دريو ورځو په تېرېدو سره د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټيم حالت په بدلېدو شو. ده له رويټرز اژانس سره په مرکه کې مخکې له دې چې پايلې اعلان شي او يا يې د ټاکنو کميسيون له رسنيو او ولس سره شريکې کړي، وويل، چې سيال يې ډاکتر اشرف غني احمدزی ترې يوميليون رايې مخکې دی. له دې کار سره د ډاکتر عبدالله عبدالله په سياسي روحيه کې بدلون راغی او په تور ترپلو يې پيل وکړ، بهانې جوړول يې پيل کړل او ان تر دې چې د ولس رايې ته يې بې احترامي وکړه او په خپلو خبرو کې يې څوڅو ځله ولس وغانده، هغه په دې چې ولې يې ده ته رايه نه ده ورکړې؟!
عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو تر دویم پړاو وروسته د ټاکنو له کمیسیونونو سره خپلې اړیکي وشلول او روښانه یې کړه،چې تر هغه وخت پورې به ډ ټاکنو بهير ته ورګډ نشي، چې غوښتنې يې نه وي منل شوې او له هغه سره يې خپل ټول څارونکي له ټاکنو کميسيونونو ور وبلل.
د ده پلويانو په کابل ښار سربېره په يوشمېر نورو ولايتونو کې هم په واټولو کې خېمې ودرولې او تحصن يې لاس پورې کړ. ددې ترڅنګ يې لاريونونو ته کش ورکړ، محدو شمېر کسان او پلوي به يې په سړکونو خوشې کړل، مانورې به يې کولې او خلک به يې ځورول او وېرول. دا چې په دې وروستيو کې يې پلويان کم شوي او خلک يې له ناوړه چلند نه ستومانه شوي، نو اړ شوي، چې د چوکونو له سره کارګران د خپلو لاريونونو لپاره بوځي او ورځ مزدوري ورکړي.
په کندوز ولايت کې يې پلويانو ټاکنيز کميسيونونه وګواښل او هغه يې وتړل، خو د فشارونو له امله ووېرېده، چې بېرته يې پرانيزي.
د ښاغلي عبدالله په غوښتنو کې د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء د رييس ضياالحق امرخېل لرې کول، د هغو ولايتونو په تړاو معلومات حاصلول وو، چې د تېر په پرتله زياته رايه پکې کارېدلې وه او همدا ډول د ښاغلي عبدالله عبدالله ټيم ادعا کوله، چې داځل تر اوه ميليونه کمو خلکو رايه کارولې ده، چې بايد په اړه يې معلومات ورکړل شي.
له اوږدو ناندريو وروسته د ټاکنو کميسيون د دارالانشا مشر له خپلې دندې ددې لپاره استعفا ورکړه، چې ګويا د ټاکنو ملي بهير زيانمن نشي او همدا ډول د ټاکنو کميسيون چارواکو وويل، چې د عبدالله عبدالله ځينې غوښتنې منل شوې او ښاغلی بايد د ټاکنو بهير ته ورګډ شي.
دې ټولو ته په کتو سره د اصلاحات او همپالنې ټيم غوښتنې ورځ تر بلې پراخه کېږي ورځ تر بلې يې په سياسي دريځ کې بدلون راځي. په لومړي سر کې د دې ډلې درې څلور غوښتنې وې، چې د ټاکنو کميسيون ويلي، پوره شوې، خو اوس وايي، چې د انتخاباتو له کمیسیونه یې ۱۳ غوښتنې کړې وې، چې ځواب نه دی ورته ویل شوی، نو له همدې امله يې ټاکنیزې ډلې اعلان کړی دی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو د هغوی ټولې غوښتنې رد کړې دي او له دې وروسته نور د کمیسیونونو پرېکړې دوی ته قانونیت او مشروعیتنه لري.
د ډاکتر عبدالله عبدالله ټيم له سره په دې باورمند وو، چې بريالی کېدای نشي، خو دوی په واک کې د ورګډېدو لپاره هڅې کولې او د يوې برخې واک تر لاسه کولو لپاره يې هڅې روانې کړې وې.
د واک د وېش او د ونډې د اخستلو ترڅنګ ډاکتر عبدالله عبدالله دې ته هم ناست دی، چې شوي لګښتونه تر لاسه کړي او پټه خوله کيني، خو داځل داسې راپورونه دي، چې د عبدالله عبدالله د چوپتيا لپاره بيه لوړه ده، د ۱۰۰ ، يو نيم سل ميليونه ډالرو په شاوخواکې دغه خبره روانه ده، چې افغان حکومت هم ورته غاړه نشي اېښودلای، ځکه چې د ټول انتخاباتي بهير لګښت تر اتيا ميليونو ډالرو پورې رسېدلی، خو د عبدالله عبدالله د چوپتيا لګښت به تر ۱۰۰ يونيم سل ميليونو رسيږي، نو دا په کوم سبب او ولې.
اصلي خبره داده، چې د ټاکنو چارې د نړيوالو په مخکې تر سره شي، ملګري ملتونه او څارونکي يې بايد دا بهير وڅاري او رسنۍ بايد ددې بهير د څار لپاره خپل بې پرېتوب وساتي او لنډه داچې نوماندان بايد دا څه ومني او او له کوم ځنډ برته په ټاکلې موده لومړنۍ او وروستۍ پايلې اعلان شي او په خپل وخت سره واک وسپال شي. تر څو دغه حالت، چې اغېز يې نېغ په نېغه په ولس او د افغانستان په راتلونکي پرېوځي يوه د حل لار پيدا کړي.
دا لیکنه دمحور ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې خپره شوې ده .
مننه