دښمن بیا درته مورچل نیسي ، افغانه سرشته د کوم یرغل نیسي ، افغانه نن یی بیا درته په لارکی کمین جوړدی بیا دی لاره لکه غل نیسي ، افغانه پخواني ورانکاران بیا په ورانۍ راغلل بیا د بل ناورین تکل نیسي ، افغانه بیا د مرګ قاصد د مرګ سوغات راوړی بیا دی مرګ ته بی اجل نیسي ، افغانه رقیب ھم د دښمنۍ نخری شروع کړی بیا دی ګوره یرغمل نیسی ، افغانه اوس رقیب درته څو خپل په پیسو آخلي بیا دی لاس او پښی په خپل نیسي ، افغانه د ورانکار په ضد قیام وکړه، بیدارشه که نه بیا دی کور په بل نیسي، افغانه الحاج الھام الدین قیام والدورف/جرمنی ۲۷/۰۶/۲۰۱۴
وروستي