د ولسمشرۍ ماڼۍ ته جوخت په پښتونستان واټ کې د همپالنې د ډلګۍ تعصبي لاريون.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ته جوخت په پښتونستان واټ کې د همپالنې د ډلګۍ لېوانو د شورای نظار د غړو په مشرۍ چې هسته یې د کارمل له مکتبه فارغ شویو ستمېانو جوړوله د جومې په ورځ له ټولو هغو مزدورکارو سره سره چې د پنځه سوو افغانیو په بدل کې له مزار، سمنګانو او شمالي نه راټول کړای شوي وو د دوی په اصطلاح د خپل ګوسفندي ولس او نظام په مقابل کې یو یونیمزر کسیز لاریون وکړ. دا شمېره په هیڅ ډول له یونیمزر کسانو نه زیاته نه وه. له دوی نه به ګمان کوم دریمه برخه هغه کسان وو چې د ولسمشرۍ دناکام نوم اند عبدالله عبدالله پلویان وو. په دې لاریون کې د کابل مېشتو اصلا څرک نه لیدل کېده او د ټلوالپلوه رسنیو د دعوا سره په تضاد کې چې ګواکي د عید ګاه جومات ته څېرمه او په پښتونستان واټ کې چې دوی په خپله تبه ورته په ډېر سپینسترګی د میدان فواره نوم ورکړی په لسهاوو زره لاریون کوونکي راټول شوي وو، اصلا ټولټال له یونیمزر کسانو نه زېات نه وو او د عیدګاه جومات ته څېرمه خو اصلا پشه نه لیدل کېده.
ټلوالپلوه رسنیو خپله فلمبرداري په دومره مهارت سره اعیاره کړي وه چې هر چا به دا باور کړی وو چې د لاریون د حاضرینو شمېره له یونیمزر نه ډېره زېاته ده. تر ټولو بده دا چې د هیڅ یوې بېطرفي رسنۍ استازي هلته نه په ښکاره او نه په پټه موجود وو چې حقایق یې روښانه کړي وای. وېرې د منطق ټول دهلیزونه بلاک کړي وو او د دې سبب شوي وه چې حتئ د تاند غوندي معتبره وییپاڼه هم په خپله ناخبرۍ کې وکاږي چې د لاریونکونکو شمېر د لسوزرو شاوخوا وو.
دا لاریون له سیرینا هوټل نه بېا تر پښتونستان واټ پوري غزېدلی وو او د سرینا هوټل نه بېا تر استقلال لېسې ورهاخوا هغه تش بسونه کتار شوي وو چې ټلوالې له مزار، سمنګانو او شمالي نه د کابل لاریون ته مزدورکار پکې راووستي وو. په خپله په لاریون کې دې ته په پام سره چې د ټلوالخېلو مشرانو(صالح او اوریا) د ولسمشرۍ بریالي نوماند ډاکتر اشرف غني ته حتئ د مور او خور په ښکنځلو اکتفا ونه کړه او هغه هم د داسي کس له خولې لکه امرالله صالح نو مونږ به څنګه دې لاریونمشرو ته متمدنه لاریونمشران ووایو.
د نظم بېا یوازینی نښه دا وه چې لاریون ته راغلي غیر کسان یې تلاشي کول، په موټرو کې د اوبو بوتلي ویشل کېدې او د ورانکارۍ نه مخنیوی شوی وو غیر له یوې پېښې چې د پښتونستان واټ لوحه یې ماته کړي وه. د امرالله صالح لخوا د شین غورځنګ تېرو غونډو ته په پام سره د دې تمه کېده  چې دا لاریون باید ډېر منظم وای خو برخلاف دا لاریون ډېر پاشلی وو او هر ګوټ یې خپل ډول واهه او بېل نه زده اتڼ یې ورته کاوو خو سربېره پر دي هم ټلوالپلویو رسنیو په دومره مهارت سره فلمبرداري کړي وه چې مېږی فیل ښکارېده، پوښتنه دا ده چې ولې تاند غوندي ویبپاڼې او ډېرو نورو نوموتو رسنیو او د تحول او تداوم د ټیم پلویانو وار د مخه د حقایقو راسپړلو ته تیاریاني نه وې نیولي او په مستند ډول یې د هر څه فلمبرداري نه وه کړي او اصلا په لاریون کې په ښکاره یا په پټه موجود نه وو؟
آیا دوی نه شوای کولای چې د آریانا د سینما په سر خپل کسان پټ وګماري او د هر څه فلمبرداري وکړي؟  ځواب د لمر په شان روښانه دی. مونږ له خپل غفلت نه تل په تپل شویو، سوژه شویو په اصطلاح حقایقو اوړو او په خپله د خپل ولس پر ضد د سوژه شویو حقایقو ډول غږوو. بلخوا زمونږ شهرتطلبه رسنۍ استازي چې شپه او ورځ د پخخختونخخوا ډول غږوي او مشر یې د خپلې رسنۍ د ودې او فرهنګي کار په ځای د تنها صاحب په اصطلاح د شنه په څېر شنه پټه په سر تړلي د سېاست باجه غږوي، ولې په دې لاریون کې په ښکاره یا په پټه موجود نه وو؟
لږ سر ګریوان ته کوز کړئ او ځان وپوښتئ چئ څوک یاست او په خپل غفلت او دې وېره کې چې څوک مو ناخبر ونه بولي د وطن د ناصالحو اولادونو ډول غږوئ، دا ولې؟؟؟
دا مضمون زما د ورور د سترګولید په بنسټ لیکل شوی دی.
مجیب