
د انسانیت ترټولو غوره فلسفه دا ده، چې انسان دانسانیت په مفهوم پوه شي.څرنګه چې د انسانیت اصل انساني سلوک دی، خو ډیر انسانان شته چې انساني سلوک نه پیژني.انسانیت او انسان دوستي د انسان لپاره د یوې سکې دوه مخونه دي؛ که چیرې څوک ځانته انسان وایی نو انسانیت او انسان دوستي هم باید ولري، خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې ډیرانسانان د دې الهي پیرزوینې څخه بې برخې دي؛ د دوی انساني فکرونه په شیطاني اوحیواني مفکورو اوښتي دي.
کله چې انسان دانسان دظلم او ستم ښکار شي نو انسانیت په ټوله مانا سره د منځه ځي؛ که څه هم څیره او بڼه به یې دانسان وي، خو دانسانیت داصلي مفهوم څخه به لیرې وي.نو انسانیت دې ته وایی چې انسان انسان شي او حیواني خویونه پریږدي، ځکه چې انسان اشرف المخلوق پیدا شوی، کرامت او شرافت ورکړل شوی؛ نوکله چې انسان خپل مقام وپیژنده او انساني کرامت ته په درنښت قایل شو، نوبیا پرټول مخلوق غوره شو او انسانیت یی وموند.
هو!انسان باید خپل هدف او مقام وپیژني او بې هدفه ژوند د انسانیت تقاضا نده؛ څښتن تعالی هم انسان د انسانیت لپاره پیدا کړی او د انسانیت غوښتنه د څښتن تعالی بنده ګي ده او بس.