د وزيرستان په هکله موثق خبرونه؛ غمخور غواړي!

هو شمالی وزیرستان کې د پاکستان پوځ پوځي عملیات پیل کړې دي هلته د عامو خلکو قتل عام پيل شوی دی، بڼو ته رارسیدلی مهاجرین د څښلو اوبو ته هم په قطارونو کې درول کیږي او بیا یو یو ګیلاس اوبه د پنجابی پوځ تر نظارت لاندې ورکول کیږي چې هملته يې ځای په ځای وڅښي له ځان سره د وړلو حق يې هم نلری ، دا یو ډول شکنجه او ربړونه ده د پوځیانو لخوا د دباؤ اچولو په خاطر خلک ناحقه په کوتکو وهل کیږي د شپې لخوا ځیني کسان د تحقیق په نوم وړل کیږي د عسکری قطعاتو په مراکزو کې پرې د سزا طریقه ور زده کوي ، د امارت خوارج هم ور وستل کیږي چې دغه حالت په سترګو وګوري، تر اوسه څلویښت کسانو ژوند له لاسه ورکړئ مړه جسدونه يې سختې ګرمي کې خاورو ته سپارل کیږی اکثرو ته يې د غسل ورکولو لپاره اوبه هم نه وي. نن یو جسد راوړل شو چې  د لوې لارې په سر له یو پوځي ټرک غورزول شوی و،د سیمې خلکو غسل ورکړ په بدن يې سختې شکنجې ښکاریدې او خصيې هم په کشکولو ترینه ایستلې وې .
ولې د امارت خوارج ورته راوستل کیږي ؟
اول: هغوي ته ورښیئ چې څنګه شکنجه افغانانو ته ورکړئ .
دوهم : دوی ته خبرداری ورکول کیږي که له امر مو سرغړونه وکړه ستاسو او ستاسو د برمته شوو کورنیو حال به هم همداسې وي ، مونږ چې پخپلو رحم نکړو پر تاسو به يې څه وکړو.
ایا دا رشتیا ده چې پاکستان د طالبانو په ضد عملیات پیل کړئ ؟
هو : دا رشتیا ده خو یوازې د پاکستانی طالبانو په ضد يې عملیات پیل کړي هغوي ډیر په بیرحمانه ډول قتلوي او د افغانستان د امارت طالبان يې ځایونه ورپه ګوته کوي نو د تحریک طالبان پاکستان سټه يې وویسته، ددې عملیاتو د شروع کیدو تر شا څو رازونه موجود دي .
اول : پاکستان ته د امریکا لخوا ابف ۱۵ او ایف ۱۶ الوتکې پدې شرط ورکړل شوې چې شمالی او جنوبی وزیرستان کې به عملیات کوي او نیول شوې طالبان به مونږ ته سپارل کیږی نو پاکستان د شرط قبول کړ خو د خپلې حرامچکۍ له مخې يې لومړی ټول افغانی طالبان ، ازبک جګړه مار، له سیمې وویستل او افغانستان او نورو خوندی ځایونو ته يې ولیږل شول .
د پاکستان د امنیت خوندی کولو لپاره يې د تحریک پاکستان په ضد عملیات پیل کړل چې د کراچی هواي دګر يې ولړزاؤ .
دریم : افغانستان ته ښیئ چې پاکستان څخه طالبان نه درلیږل کیږي دا د تاسو خپله مسله ده .
څلورم: د افغانی طالبانو د سرغړونې پهوخت کې ددوی پټنځايونو ختمول چې د تشناب کاغذ غوندې يې وکاروي او بیا خصيې ترینه وباسي ، وګورئ د امارت چټ طالبان ولې د استاد یاسر په وژنه پټه خوله دی ؟ نران يې بولم که رسمآ يې پاکستان ته ګوته ونیوله .
پنځم: د پښتنو ، بلوچو،مسیدو، وزیرو قبایلی سیستم له بیخه ختمول او په ايجنسیو کې د پنجاب حکمراني قایمول .
شپږم : له امریکا امتیاز تر لاسه کول .
د ملاعمر طالبان او ازبک جګړه مار چیرته ولیږل شول : د پاړاچنار د پیواړ له خوړ سره د کوچنی هوايي ډګر نه ۵ کیلومتره واټن کې د ملیشې چونړیو،خړ ډنډ ،ځاځیو، میدان وردک ، غزنی ، د لوګر شجاونډ،ازره ، حصارک،روجان تنګی ،کتاره،د پکتیکا او خوست سرحدی سیمو،شینوارو، نیازیانو،بټی کوټکې دیره کړل شول ، د هلمند په څیر نوې جګړیزه جبهه به ډیر ژر حصارک ولسوالۍ کې خلاصه شي او اکمالات او د تیښتۍ لار او ګودر به يې د ازره منګلو دره او ځاځیو غرنی سیمې وي .
هغه تجارتی مالونه چې افغانستان ته وړل کیږی همدا اوس د پیښور اسلامیه کالج تر څنګ د پلوڅی طرف ته تلونکی سړک باندی ښیئ خوا کې ستر دیوال تر شا د آی اس آی لخوا د امارت لپاره په جوړ شوي پاټک کې محصول کیږي او پیسې يې ۵۰٪ امارت ته ورکول کیږی او نورې ددوي امیر صیب(پاکستان) اخلي .
جعلی شپانه: ډیرو خلکو ته يې میږي او رمي خریداری کړی ترڅو د کوچیانو تر نوم لاندې آی اس آي ته جاسوسی وکړي دغه لړی له تیرو دوه کلونو پیل شوې خو اوس عام خلک پرې خبر شول ، ددغو شپنو د کار سیمه د ننګرهار ، لوګر،میدان وردک،غزنی ،خوست ،لغمان، او د کابل ولایت ساحه ده ممکن د ټول هیواد په سطحه وی ، د لغمان والی يې هم د امین جان په نوم کوچی ده ، دغې استخباراتی پدیدې زمونږ د هیواد کوچیان هم زیانمن کړل همدغه شپانه د ورځۍ جاسوسی او معلومات راجمع کوي او شپی له مخې طالبان شي .
جعلی تجاران : ځینې کسانو ته يې د ټول هیواد به سطحه هر ښار کې دوکانونه، دواخانې او نور کار او بار تنظیم کړئ چې آصلآ د امارت او آي اس آي د فترونه او د وژونکو توکو د ساتنې او انتقال ډیپوګان او وسیله ده ، دغه وسایل اکثرا په بیلټی کړیو تجارتی اموالو کې افغانستان ته لیږدول کیږي او ددوي لخوا جوړو شوو دوکانونو ته تسلمیږی.
وســــــــــــــــلام
د هیـــــــــــــــــــــواد درد مي ارام ته نه پــــــــــــــــــریږدي