له کرزي وروسته

د سپتمبر د پیښې وروسته حامد کرزی د امریکا په ملاتړ افغانستان ته په داسې حال کې راغی چې هېواد د سترو ستونزو سره لاس و ګریوان و، افغانستان د نړۍ په دې ستره کره کې د انزوا ښکار شوی وو او افغان ملت د هویت د سترې تشې څخه رنځېد. کرزي د خپل راتګ سره سم ژمنه وکړه چې افغانستان ته به د نړۍ په کچه نوی رنګ ورکوي او روان ناورین به له منځه وړي.  په کورنیو جګړو کې د ولسمشر کرزي ناښکېلتیا دا  امکان پیاوړی کولو چې  په افغانستان کې به  د څو لسیزو وروسته د واحد او پیاوړي نظام د رامنځته کېلو هېلې خړوبې شي، د ولسمشر کرزي نړیوال ملاتړ ددې ژمنتیا کوله چې افغانستان به له کلونو وروسته د انزوا څخه راوځي او د نړۍ سره به ونښلي. ښاغلی کرزی عامو افغانانو ته دهیلو یوازینۍ مرجع وه  مګر په دې هر څه سربېره، ټولو افغانانو ولسمشر کرزي ته هرکلی و نه کړــ د شمال ټلوالې یو شمېر کړۍ د واک تندې پسې راخیستي او د خړوبولو لپاره یې په تېرو څو کلونو کې د ښاغلي کرزي په دوره او اداره  کې د خپل سیاسي امنیت د تامین او واک د پراخولو  لپاره د ولمسشر اداره کور دننه او بهر د سترو ستونزو او ننګونو سره مخ کړې ده.
په 2005 ز کې اتلس کلن هټیوال عظیم الله خاکسار د کندهار په ولایت کې د ولسمشر کرزي د بچ کېدو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړي ویل چې، ما په لمړي ځل هغه مهال د رادیو له لارې د ولسمشر کرزي نوم واورید چې په کابل کې وم او د کابل ښار مرمیو او بمونو ویجاړ کړی و، د ولمسشر نوم یو ډول ځلا او د نویو فرصتونو ژمنه له ځان سره لري.  له یوې لسیزې څخه ډیره موده راباندې داسې کسانو واک وچلاو چې نومونه او تخلصونه یې خورا درانه و. تر ټولو ورستی هغه یې د اسلامي امارت ملا عمر و، د نوموړي څېره او اواز د هغه تر راپرځېدو پورې خلکو ته نه و مالوم. مګر ددې ټولو برعکس د ښاغلي کرزي نوم کوم مختاړی یا وروستاړی نلري چې دا  د ولسمشر د خاکسارۍ څرګندوي کوي.
د ولسمشر کرزي د ادارې یو پخواني چارواکي امرالله صالح له انده، ښاغلی کرزی کرشمه لرونکی شخصیت دی او خورا ستر استعداد لري. د ملي امنیت پخوانی رئیس وایې چې ښاغلی کرزی خورا خاکساره کرکټر لري د هغه په وینا کله چې ښاغلی کرزی واک ته ورسید نو د هېواد د هغه مهال د وضعیت سره سم یې اړوند اقدامات تر سره کړل، د خلکو د محرومیو، نهیلیو او ستړیاو د لرې کولو لپاره یې مبارزه پیل کړه.
دولس کاله پس په داسې مهال کرزی، افغان حکومت راتلونکي ولسمشر ته سپاري چې هغه هیلې چې افغان ولسمشر ته یې هرکلی کړی و په یو لړ خورا پیچلو حساسیتونو بدلې شوې دي ــ امریکایې چارواکو د افغان جګړې په پیل کې د یو باوري شخص په سترګه کتل مګر اوس د هغوی په اند، کرزی یو خودکفا، سرتمبه او مغرور ولسمشر ګڼل کیږي. کرزی داسې مهال واک پریږدي چې افغانانو ته یې یو شمېر مخالفتونه په پاته کېدو دي، د ولسمشر کرزي د مشرتابه پر مهال افغانان د اساسي قانون لرونکي شول مګر د مشرتابه په راس کې واقع کسان یې منلو او پلي کولو ته لېواله نه و، څه کم څلور سوه زره ملي پوځ تشکیل شو مګر تر اوسه یې د دښمن تعریف نشته. ځیني رښتوني پرمختګونه هم شويدي، پنځه میلیون افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شول، اته میلیون کوچنیان په ښوونځیو کې داخل شول همدراز د متوقع ژوند کچه شل کاله لوړه شوه او د کوچنیانو  مړینه څلویښت سلنه ټیټه شوه. مګر په هېواد کې د فساد کچه دومره لوړه ده چې په دې ټولو پرمختګونو یې سړې اوبه توی کړې دي.
سږ پسرلی ما د عظیم الله مشر ورور حکمت الله ولید او ترې مې وپوښتل چې آیا د عظیم الله سرښندنې کوم رنګ راوړ؟ هغه راته وویل: ځینې وخت فکر کوم چې مونږ هر څه لرو ــ کور، ځمکه، هټۍ... یو شی چې کم دی هغه زما ورور دی نوموړي د خپل مرګ څخه شپږ ورځې مخکې کوژده کړې وه مګر ځینې وخت خپله لوڼه ګورم چې د ښوونځي په څلورم ټولګي کې ده نو د ځان سره فکر کوم که عظیم الله ژوندی وو نو ښایي چې داسې حالت ممکن نه وای او په دې سربیره کیدای شي چې د هېواد وضعیت نور هم بحراني او خراب شوی وای.
ښاغلی کرزی په خپل حکومت کې د ټولو غاړو په ګډون عقیده لري ــ ارګ دننه نوموړی د ټولو غاړو ــ لویدیځ پلویو وزیرانو، پخوانیو کمونیستانو ، قومي مشرانو او د طالبانو ګدولې سره خپلې ناستې په دوامداره توګه کوي. د جمعې په ورځ کله نا کله یو شمېر قومي مشران، علما، د طالبانو د واکمنۍ پخواني غړي او لویدیځ پلوي وزیران په ارګ د ښاغلي کرزي میلمانه وي،د میلمستا پر مهال د پراخه اړیکو پالونکی ولسمشر د مختلفو نظریو لرونکو میلمنو ترمنځ د فضا د نورمالتیا په خاطر، سیاست، دین، کیسې او ټوکې سره ګډوي. ما هم یو ځل په دې غونډه کې ګډون کړی و، ولسمشر د لمانځه څخه د غرمنۍ خوړولو ته په لار و چې سترګې یې د کابل پولیسو قومندان او او د کورنیو چارو وزارت معین باندې ولګیدې؛ د لنډې دمې لپاره ودرید او غږ یې کړ: ای قومندانانو ! ای قومندانانو! تېره شپه د مولوي قیام الدین کور غلو وهلی دی او تاسې تر اوسه خبر نه یاست. که څه هم د ولسمشر لهجه ځورونکې وه مګر د ولسمشر موخه بل څه وه؛ هغه غوښتل حکومتي چارواکي په دې پوه کړي چې نوموړی له دوی پرته نورې غیر رسمې سرچینې هم لري چې د مختلفو مسئلو په اړه نوموړي ته مالومات ورکوي، له دې وروسته قیام الدین کشاف او د کابل د پولیسو قومندان یو بل ته د تیلیفون شمېرې ورکړې.
د غونډې نه مخکې زه له ولسمشر سره د هغه په دفتر کې کښېناستم او ورسره مې د راتلونکې مشرتابه په اړه خبرې وکړې. دنوموړي په میز باندې د خپلو درې کوچنیانو انځورونه ایښي و، شاته په المارۍ کې یې د نورو کتابونو سربیره د جنګ او سولې څلور جلده کتاب هم ایښی و چې له روسي ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوی. ولسمشر کرزي ځان ته هغه کسان خورا نږدې کړي دي چې باور پرې کوي. هغه په دې اند دی چې که د واکمنۍ مهال نور وغځوي نو امریکایان به یې ژوند له ګواښ سره مخ کړي. د کتنې پر مهال ښاغلی کرزی په افغانستان کې د واک د لیږد په اړه خورا ارام او ډاډه و. زه  د راتلونکو دوه ورځو لپاره د ښاغلي کرزي سره وم، نوموړی په افغانستان کې د امریکایي چارواکو کړنو ځورولی  او غصه کړی دی.
ځینې وخت به ښاغلی کرزی احساساتي شو او دا به یې په ډاګه کړه چې د نوموړي په تېره دولس کلنه دوره کې چې په افغانستان کې کوم غلط کارونه شوي دي، تر شا یې د امریکایانو لاس دی. د نوموړي په اند، امریکایان په افغانستان کې د دسیسو په مټ کارونه کوي. د 2009 راهیسې په افغانستان کې د امریکا خاص استازي ( هالبروک) هڅه کوله  چې ولسمشر کرزی له واکه لرې کړي.
 د لویدیځو رسنیو ټول پام د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیز تړون موضوع باندې راڅرخیږي چې له مخې به یې امریکایان په افغانستان کې د روان کال نه وروسته هم پاته وي،کرزي ددې تړون د لاسلیک څخه انکار وکړ. د کرزي دا انکار هسې تمثیلي بڼه لري. کرزی هڅه کوي داسې مهال له ارګه خپل ټغر ټولوي چې ځان خلکو ته د بهرنیانو ګوډاګی ثابت نه کړي، ددې کار لپاره له ډیر پخوا راهیسې امریکایانو ته د دښمن په سترګه کتل.
کرزی وایي: لویدیځ چارواکي غواړي چې زما د مشرتابه دنورو چارواکو سره زما د اختلاف لامل شي او په دې ډول ما ګوښی او کمزوری کړي او بیا مې د خپلو ګټو لپاره وکاروي. زما موخې د هغوی(امریکایانو) له موخو سره توپير لري. ولسمشر زیاتوي چې په افغانستان کې ناکراري د لویديځوالو له لورې زور اخلي نوموړی زیاتوي چې د جګړې ریښې په افغانستان کې نشته دی له دې امله جګړه په ناسم ځای کې روانه ده.
زما د کتنې پر مهال ولسمشر د خپلې دورې څخه خوښ و. نوموړی د افغانستان لپاره لید لوری لري؛ په افغانستان کې د دیموکراسۍ تقویه کول، د بشر د حقوقو درناوی او د بیان ازادي یې سترې برخې دي. د هغه په اند، تر ټولو وروستیو ټولټاکنو دا وښودله چې دا هر څه مونږ تر لاسه کړي. ولسمشر زیاتوي چې د ملت جوړونې په برخه کې مې هم هغه څه تر لاسه کړل چې غوښتل مې، افغانستان یو ځل بیا د ټولو افغانانو کور شو په دې خاوره کې د هرې نظریې خاوند په ازاده توګه ژوند کولای شي.
د یوې ارزونې له مخې سړی کولای شی ووایې چې په ملي کچه ولسمشر کرزی یو څه خپلو هیلو ته رسیدلی دی، د نوموړی په دوره کې د بیان ازادي خورا پرمختللې وه مګر کوم شی چې ډير ننګونکی دی هغه د هیواد ټولیز وضعیت دی ــ هېواد اوس هم د تېر په څېر ناکام ګڼل کیږي.
ښاغلی کرزی د ولسمشرۍ څخه مخکې د نویمو کلونو په لمړیو کې د بهرنیو چارو وزارت معین و نوموړي هغه مهال په پاکستان کې د لویدیځوالو په یو شمېر سفارتونو کې ځان ته خپل نوم جوړ کړی و په 2001ز کې چې یو شمېر مشران د افغانستان دانتقالي عدالت د مشر د ټاکنې په موخه د جرمني په بن کې راټول شول نو لمړی انتخاب عبدالستار سیرت و مګر پخواني ولسمشر ظاهر شاه، عبدالستار سیرت دې ته اړ کړ چې له مشرتابه تېر شي. ددې پوښتنې په ځواب کې چې څوک به بدیل وي؟ظاهر شا وویل: کرزی.
کرزی له دې امله وټاکل شو چې نوموړی  د کندهار اوسیدونکی دی او هغه مهال یې د لویدیځ سره اړیکې هم ښې وې تر ټولو مهمه هغه له وړاندې په ساحه کې فعال و. د راپورونو له مخې کرزې ته داسې مهال د بن د تېر شوي جریان خبر راورسید چې نوموړی د امریکایي بم غورځیدنې له امله په وینو ککړ و. دا  هر څه یو خوا، د تېر مهال او اوسنی کرزی سره خورا ستر توپير لري ــ په سویل کې د کرزي د ملاتړ لپاره د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه واستول شوه، ددې قطعې یو کس چې پخوا یې کرزی لیدلی ور څخه پوښتنه کیږي چې آیا کرزی بد سړی دی؟ نوموړی ځواب ورکوي چې رښتیا ووایم،نه.  د سیاسي جریاناتو او پیښو په اړه د کرزي فکر د خپل پلار د مرګ سره نور هم پراخه شو د ښاغلي کرزي پلار د ظاهر د واکمنۍ پر مهال د پارلمان غړی و. په دې سربیره نوموړي په سیاسي علومو کې د هند څخه رسمې زده کړې کړي دي. په 1988ز کې ښاغلي کرزي، د مونوګراف په بڼه د ظاهر شا د سوله ییزې دورې شننه کړې، کرزی په دې موضوع تم شوی چې شا څنګه د خپل حکومت د دوام  او ثبات لپاره د قومونو بشپړ ملاتړ او اعتبار تر لاسه کړ. نوموړی په یو ځای کې کاږي: هر ولسمشر چې د افغانستان قومونو سره یې اړیکې سستې شوې، تر ډیره په واک کې نشي پاته کیدای.
کرزی په 2001ز کې د امریکایي پيسو او ور تپل شویو چارواکو په بدرګه ( چې کرزي نه پیژندل) کابل ته راورسیدل. مهمې دندې امریکا سره د همکارۍ په بدل کې پخوانیو جنګسالارانو تر ولکې لاندې راوستې. د بن په غونډه کې کرزی د افغانستان قانوني ولسمشر ټاکل شوی و مګر کرزی په لمړیو کې په دې و نه توانید چې د نورو وارد شویو او تپل شویو چارواکو سره په حکومتي ساحه کې د ځان توپير وکړي.  له دې امله نوموړي دهغه مهال افغان حکومت خپل نه ګڼلو او د بې اعتبارۍ کچه یې خورا زیاته وه. د کابینې له دیرشو غړیو څخه یې اوولس د شمال ټلوالې پخواني قومندانان و او دوی ټولو په محلي کچه خپل ځواک غځولی و. یوه ورځ ښاغلي کرزي په ارګ کې د امریکایي جنرال جان ابیزید څخه پوښتنه وکړه چې امریکا ولې د هغه جنګسالارانوحمایت کوي چې حکومت ته ستونزې زیږوي؟ جنرال ورغبرګه کړه چې هغوی زمونږ له کسانو څخه دي لکه څنګه چې ته زمونږ څخه یې. کرزی له دې امله د خپلې شبکې جوړولو په هڅه کې شو ددې کار لپاره نوموړي، قومونو، کلیو او وسپین ږیرو ته مخه کړه. د ولسمشر کرزي د مشرتابه پر مهال د ارګ دروازې همیش د خلاصې وې ـــ  د ولسمشر په نه شتون کې د نوموړي چارواکو له دوی سره سلا مشورې کولې، مالومات به ترې تر لاسه کول او او دوی به یې قانع کول چې ولسمشر او افغان حکومت ستاسو د لویې لارې ملګري دي. دڅارګرې ادارې پخوانی مشر امرالله صالح وایې: په دې ناستو او غونډو کې تر پایه کښېناستل خورا ګران کار و ــ د ارګ له خونو څخه به د خولو بوی راوتلو داسې کسان به راتلل چې په اونيو به یې ځان نه و پریمنځلی.  په تکتیکي ډول د ښاغلي کرزي دا تګلاره خورا ګټوره وه؛ ما نوموړي سره په دې کې مرسته کوله چې خپل اصلي سیالان شنډ کړي. له  دې سیالانو څخه یې ډیری پخواني جنګسالاران و ددوی کمزوي کول د ولسمشر د لمړیو کلونو له بریاو څخه شمیرل کیږي. له بل پلوه د ولسمشر دا ډول ستراتیژي د یو نوي دیموکرات دولت چې ریښې یې  په پیاوړو ادارو کې ځای نیسي، په ټکر کې وه.
 د هلمند پخوانی والی ګلاب منګل وایې: ما د طالبانو له منګولو څخه اووه ولسوالۍ ازاده کړې او توغ مې پکې شخ کړ، ولسمشر راته یو ځل هم و نه ویل چې افرین او یا نور څه کول په کار دي؟ دا د حکومتي ادارو سره د ولسمشر کرزي د نا لېوالتیا څرګندوي کوي.
د افغانستان په څېر مرکزي ډوله سیستم کې والیان د ولسمشر له لورې ټاکل کیږي او په ولایتونو کې د ولسمشر استازیتوب کوي. ګلاب منګل په تیرو نهو کلونو کې د درې ولایتونو والي پاته شوی. مګر کرزی خپلو والیانو ته د شک په سترګه ګوری په ځانګړي ډول هغه  چې د لویدیځ ملاتړ ورسره وي ګلاب منګل زیاتوي چې ولسمشر دا هرڅه د زور او ځواک د توازن لپاره کوي. منګل وایې، نوموړی هیڅ چارواکی نه پریږدي چې ډیر زور پیدا کړي. څومره به چې زمونږ بریا زیاتیده، په هماغه اندازه به د ولسمشر شک زیاتید. څومره به چې مونږ په هیواد کې د حکومت نفوذ پراخولو په هماغه اندازه به ناکراره و. منګل زیاتوي چې کرزی د یو قومي مشر په څېر اداره چلوي.
منګل وایي: یوه ورځ مې له ولسمشره وغوښتل د هغه پولیس قومندان له ملاتړه لاس واخله چې په سیمه کې د مخدره توکو قاچاق کوي او عام وګړي تنګوي، مګر ولسمشر ما ته وویل چې د نوموړي قومندان ملاتړ په لنډ مهال کې د حکومت په ګټه دی. منګل زیاتوي، ماته فرصت په لاس راغلی و چې د نوموړي پولیس قومندان په ځای نور مسلکي پولیس وګورمام مګر ولسمشر و نه منله.
منګل وړاندې زیاتوي د هلمند پنځه ولسوالۍ د طالبانو تر کنترو لاندې وې د موسی کلا ولسوالۍ هم د باغیانو لاسته پریوتې وه او د ځانمرګو برید کونکو په مرکز اوښتې وه، کرزي د یوې هڅې په ترڅ کې یو ځایي طالب ملا سلام علیزی تمویل کړ چې د طالبانو په ضد پاڅون وکړي، نوموړی یې بیا وروسته د همدې ولسوالۍ ولسوال کړ. د منګل په وینا، که څه دا ښه نظر و مګر ملا سلام شکمن کس و. د څارګرې ادارې پخوانی مشر امرالله صالح وایې ملا سلام غوښتل چې په همدې ولسوالۍ کې د حکومت په مالي مرسته خپله وړه پاچاهي جوړه کړي.
 ملا سلام به والي ګلاب منګل له پامه غورځاوه او مستقیما به یې کرزي سره په ستلایت خبرې کولې د ملا سلام ډيری کسان له دې امله د طالبانو له لورې بندیان شول چې د خپلې نظریې اوښتي دي، ملا سلام له دې امله له کرزي غوښتي و چې سل تنه ځان ساتونکي ورکړي مګر په قانون کې د پولیسو له چوکاټه بهر د ملیشو ساتل ځای نلري.ملا سلام دوه ځله کابل ته راغلی و او کرزي ورته دکابینې غونډه رابللې ده.ملاسلام د کرزي په مخ کې ټول وزیران د بهرني لاسپوڅو په نوم یاد کړل. د یوې غونډي په ترڅ کې یو وزیر وویل چې ملا سلام یو بل وزیر ته په خندونکې لهجه  وویل ـــ  مېښې
په دې کړکېچنو حالاتو کې دا مالومه نه وه چې څوک د هلمند والي دی.ولسمشر کرزي، ګلاب منګل ته د شک په سترګه لیدل او هغه يې په هلمند کې د برتانویانو د ګټو پالونکی باله. ولسمشر د ګلاب منګل سربیره د ملا سلام او شیر محمد اخندزاده سره هم نږدې اړیکې ساتلې؛ اخندزاده د هلمند پخوانی والي و او د انګریزانو د فشار له کبله کرزي له ولایته لرې کړ. مګر ولسمشر ته اخندزاده ګټه کوله ــ نوموړی په هلمند کې د سترې اوو ځواکمنې کورنۍ څخه دی. ولسمشر به چې کله هلمند ته سفر کولو نو اخندزاه به یې څنګ ته ناست و، په یوه وینا کې ولسمشر کرزي، اخندزاده د ګلاب منګل په پرتله پنځه ویشت ځله مهم وباله له دې امله د محلي خلکو له نظره اخندزاده د هلمند رښتونی والي دی.
کرزی له دې امله د بښلو نه دی چې د نارسمې اړیکو پاللو ته یې ستره پاملرنه کړې وه نوموړي به تر ټولو وروسته د په حکومتي ادارو تکیه کیښوده. اصل حقیقت دا و چې افغان حکومت کمزروی و  او ددې جوګه نه و چې د هېواد ولسمشر ته دې د رښتوني مالوماتو په راټولولو کې اغیزمن رول ولري؛ ولسمشر کرزی په ډاګه وایي چې د خلکو سره د پراخه اړیکې زما د سترو لاسته را وړنو څخه  دي.
مګر ددې هر څه د پاسه، په محلي کچه د کرزي ډیری یاران د اعتبار وړ نه و دوی پټې اجنډاوې لرلې. څو کلنې بېخونده جګړې به هېواد کې یو  داسې پاړکی زیږولی و چې د قومي مشرانو په مخکې یې کوم مشروعیت نه لرلو دا ډله کسان همیشته په وسلو سمبال و.دوی د ورځ چارۍ له امله د کرزي غږ ته تاویدل هغه ورته سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابره کړه دا ډله کسان په اصل کې د ستر جنګسالارانو په پرتله په اړونده سیمو کې د محدود نفوذ څښتنان دي په بله مانا دوی د جنګسالارانو دویمه ډله ده چې د هېواد لپاره خورا ناغوښتل شوې پایلې زیږولای شي. د ښاغلي کرزي د ادارې یو شمېر سلاکاران په دې اند دي که ولسمشر رسمې ادارې تاسیس کړي نو  د هېواد د کلیو ډيری اوسیدونکي به  د ادارو رسمي سیستم ته ژمن پاته  شي.
ولس سره د ولسمشر کرزي دا اړیکې کیدای شي افغان ملت په ستره بیه تمام شي ـــ ولسمشر، د اړیکو پراخول خپله ستره لاسته ور وړنه بولي مګر خپل پردی، تور او سپین یې سره بېل نه کړل. ولسمشر له داسې جال څخه ولسې خلک وایستل چې د چاڼ ځواک یې نه درلود. له همدې امله خو د طالبانو خواخوږو د ولسي اړیکو له مکتبه نا وړه ګټه پورته کړه او داسې حالاتو ته یې لار پرانیستله چې ډيری وخت به یې ولسمشر د کړکېچ په تړاو دوکه کولو. طالب خواخوږو ته د اړیکو دې حساس تار خورا ګټه وکړه. د یو ناکراره ختیځ ولایت والي یو ځل ماته وویل: د نظامي عملیاتو په هکله چې څوک شکایت کوي اتیا سلنه یې طالب خواخوږي دي. کرزي دخپلو والیانو سره د شکایت کونکو د هویت په اړه هیڅ مشوره نه کوله. د والي په اند، کرزي د خپل حکومت په څنګ کې یو خطرناک موازي ځواک جوړ کړی او همدې موازي ځواک کرزی هڅولی چې د امریکایانو له لورې د شپې لخوا عملیات بند کړي او حتی یو شمېر خطرناک بندیان خوشې کړي.
ولسمشر کرزی په افغانستان کې په جګړه باندې هیڅ عقیده نلري  یو لامل یې دادی چې کرزي ماسره د خبرو پر مهال ځان یو سوله غوښتونکی ولسمشر وباله  دا ادع هغه وخت د سوال لاندې راځي چې نوموړی د یو شمېر افراطي مشرانو ملاتړ کوي.دوهم لامل چې په دې وروستیو کې یې په اړه ولسمشر د رسنیو ډیرې خبرې کړي دي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو رول او لوبه ده.
ولسمشر ماته وویل طالبانو له جګړې پرته افغانستان پریښی و د نوي نظام په لمړیو ورځو کې زه په ټول هېواد حاکم نه وم او نه راسره د حکومت دارۍ پیاوړی وسایل و دوی (امریکایانو) په لمړي سر کې بیدریغه ظلم او تاوتریخوالی رامنځته کړ چې له امله یې طالبانو بېرته وسله راواخیسته چې له دې فرصته پاکستان هم پوره ګټه پورته کړه. ولسمشر کرزي د خبرو پر مهال امریکایانو سره د خپلو اختلافاتو په اړه خورا جدي و نوموړي وویل زه په افغانستان کې داسې څه نه ګورم چې له امله دې یې افغانان د جګړې کوربه وي. ولسمشر په افغانستان کې د بهرنیانو په کړنو شکمن دی او ددوی له لورې غځول شوې جګړه هسې یوه دسیسه بولي.
په تېرو څو کلونو کې په منځنۍ کچه د ورځې لس افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکوي ولسمشر د دواړو ــ افغان ځواکونو او طالبانو په مړینه په وخت اوښکې تویوي. د روان کال په لمړیو کې د کونړ په ولایت کې د یوویشت افغان وژل شویو سرتیرو جسدونه دکابل پوځي روغتون ته وروړل شوي و، نوموړي په همدې پلمه بهر ته کوم سفر لغوه کړ. له ولسمشر ته ما د هغه افغانانونظر وړاندې کړ چې وایې افغان ولسمشر د خپلو ځواکونو په اړه لږ اندیښمن دی، نوموړي د خپل دریځ څخه دفاع وکړه. نوموړي زیاته کړه، ما د خپلو سرتیرو دفاع کړې ده، دا ټول د لویدځو رسنیو پروپاګند دی چې زما په ضد یې کوي. ولسمشر وایې افغان ځواکونه  ددې خاورې بچي دي او دهمدې خاورې لپاره سرښندنه کوي مګر له بده مرغه په داسې جګړه کې خپل ژوند بایلي چې زمونږه نه ده.
یو وخت په حکومتي کړیو کې ولسمشر د کابل ښاروال یادیده مګر د خپل مشرتابه په وروستیو کلونو کې د نوموړي دنفوذ ساحه یو څه پراخه شوه ـــ نوموړی هڅه کوي چې طالبان  د جګړې له ډګره راکش کړي او همدراز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ناسمې پریکړې غندي. نوموړي د سولې په اړه ډیرې هڅې وکړې مګر تر اوسه یې کوم خاص رنګ نه دی راوړی. دې کې شک نشته چې د طالبانو په اړه د نوموړي تګلارې د طالبانو په لیکو کې درز پیدا کړی دی. مګر نوموړی له دې امله تر سختو نیوکو لاندې دی چې د سرسخته دښمن په ضد خپل ځواکونه د جګړې څخه منعه کوي. د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا وایې د کرزي مهارت دومره و چې د هر فکر وګړي یې په افغان حکومت کې سره راټول کړل مګر د جګړې څخه تازه راوتلي هېواد لپاره یوازې همدومره کافي نه ده. د سپنتا په څېر نور کسان چې کرزي سره یې له نږدې کار کړی وایې چې نوموړي د داسې حکومتي ماډل په اړه فکر نه دی کړی چې افغانان يې تر لاسه کولو لپاره کار وکړي.
افغان ولسمشر راتلونکي کس ته داسې افغانستان پریږدي چې ډیر خلک پکې د کوربه توب احساس کوي،
ځوان نسل پکې زده کړې تر لاسه کړې دي او د نړۍ سره نښتي  د بیان ازادۍ پکې بیساری پرمختګ کړی. تلونکی ولسمشر د افغانستان راتلونکي ته هیله من دی. نوموړی که څه هم د ځینو په وینا نیمګړتیاوې لري مګر تر خپل وسه یې هڅه وکړه چې د وینې تویدو مخه ډب کړي. په دې سربیره جنګسالاران یې هم په نسبي ډول کمزوري کړل چې له امله به یې د جنګسالارانو راتلونکی برخلیک هم نامالوم وي مګر تر اوسه دوی په عامو خلکو یو څه نفوذ لري. دوی اوس هم د سترو قراردادونو څخه ګټه تر لاسه کوي په افغانستان کې ددوی اقتصادي ګټې یوازینی فکتور دی چې دیموکراتیک نظام ته یې د منښتې سرونه ټیټ کړي دي.
داکتر سپنتا په پای کې زیاتوي زه فکر نه کوم چې د کرزي پرته دې بل څوک د افغانستان په څېر شړیدلی هېواد وچلوي.راتلونکی ولسمشر به داسې مهال ارګ ته ننوځي چې افغان ادارې او بنسټونه لا تر اوسه پورې کمزوري دي. سیمه ییز زورواکي چې کرزي د خپلو پراخه اړیکو په مټ یو څه غلي کړي و، د راتلونکی ولسمشر لپاره به یوه ننګونه وي.