زما شاعره ياره چيرته يې ته ؟
کله نا کله دې کلام را ليږه
دې مساپر او درديدلې زړه ته
دخوږې مينې دې سلام را ليږه
****
زړه مې سينه کې يوه غريو نيولی
له مانه ستا مستې سندرې غواړي
ترخو خبرو دردولی ډير دی
د مينې مينې دې خبرې غواړي
*****
ډيره موده وشوه شاعر جانانه
د مينې شعر مې ستا لوستلی نه دی
په پاڼه ، پاڼه پسې و ګرځيدم
هيځ مې په پاڼه کې ليدلی نه دی
****
اوس دې د مينې کيسې نه اورمه
مينه دې ښکل ، که مينه دار شوه درته ؟
تا چې تشبيه يې د سپوږمۍ سره کړه
همغه سپينه سپينه دار شوه درته
****
که پرهرونه دې ټکور شول د زړه ؟
اوس چې فرياد دې له ځيګره نه ځي
که شنه ډالر دې په مرۍ ناست شوي ؟
چې د حق غږ درنه ممبره نه ځي
****
دغه نا خوالې سرښندنه غواړي
نوې ساه واخله بيا قلم پورته کړه
دې غورځيدلې ربړيدلی يار ته
منګول ورتيره کړه صنم پورته کړه
****
چا دې کړه ماته د زړګي تڼاکه
که چا خير در نکړ ملنګ جانانه
د چا بڼو دې بيا ځيګر ويشتی دی ؟
وروستي