نيټه: 19/4/2009
کوزه پختونخوا
په ډیره خواشينۍ سره می خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او پروفيسر پريشان خټک د زړه د ناروغي له امله د فاني نړي ته پای ټکی کيښود.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاده پروفيسر پريشان خټک د پښتونخواه د سيمي دپښتو ادبیاتو وتلی شخصیت وه او د اسلامیا کوليج د پښتو اکاډيمي مشری کړی ده، د پښتو د ژبي ادبياتو ته ډیر زیات خدمت کړی دی
زه عبدالحق عمری دارواښاد پروفيسر پريشان خټک کورنی ته صبر جمیل غواړم .اود پښتو ژبی يوه لويه فرهنګي ضايعه بولم ، د دوي درنۍ کورني، مينه والو او فرهنګپالو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوم . او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي یم .
په درنښت
عبدالحق عمری
( افغان ژورنالست)