
له افغان سندرغاړی رفيع حنيف سره مرکه
روهي: تر هر څه مخکې د روهي وېب پاڼې ګرانو لوستونکو ته خپل ځان وروپيژنیء ؟
حنيف :زما نوم رفيع او تخلص می حنيف دی د افغانستان کابل ولایت کښې په يو ه مسلمانه کورنۍ کښې زيږدلی یم او اوس په کوزه پختونخوا کښی اوسېږم .
روهي :د خپلو زده کړو په هکله معلومات راکړیء ؟
حنیف : ما تر يوولسم ټولګي پوری زده کړې کړې دي او همدارنګه د کابل دمسلکي موزيک په لېسه کې مې هم تر څلورمه پورې زده کړ ه کړې ده ،د تعليم نه پوره کولو وجه د کابل بد او غمجن حالت و.
روهی : له څومره وخت راهيسې مو،موسیقۍ ته مخه کړې ده؟
حنيف :زما عمر يولس کاله و، چې موسیقۍ ته مې مخه کړه او همدا د موسیقۍ مینې او شوق زه يو سندرغاړی جوړکړم ،
روهي :تراوسه پورې مو څومره کيسټې مو بازار ته راوتلې دي ؟
حنیف : بازار ته خو مې زیاتې کيسټې راوتلې دي ،د بهر ملکونو کېسټونه هم شته او همدارنګه د ټلویزون کلیپونه می زيات دي ،زه ما اولنۍ تلویزونی سندره (زیم زیم ) وه .
روهي : کوم بهرني ملک ته مو سفر کړی دی او په کومو مهمو پرګرامونو کښې مو برخه اخستې ؟
حنیف : ما اولنی سفر په 2001 کال کښی لندن ته کړی ،او همدارنکه جرمنی ،ايټالیا ،فرانسه ،او اتریش کښی می څلور کاله تیر کړی دي ،او په دغو بهرنيوملکونو کښی می کنسرتونه ورکړي دي ،زما مهم پروګرامونه زیات دي خو په اتریش کښی يو فيستیوال و ، او له دريو ملکونو سندرغاړو ګډون په کې کړی وو ،ترکيه ، ايټالیا او له افغانستان نه ما ګډون درلود او زما ورور ذبیح جان و،هغه طبله غږوله ،ما درېيم مقام ترلاسه کړ هغه ځکه چی ماسره طبله وه او د بهرنيانو تر مينځ د افغاني موسیقۍ نور سامان الات نه ول بیا هم ښه مسابقه وه ،
روهي : تاسو څومره د خپل هنر نه راضی یاست ؟
حنیف : الحمدالله زه د خپل هنر نه زیات راضی یم ،چی ما نه هیوادول خوشحاله دی ه زه هم په خپل هنر باندی فخر کوم ،
روهي: تاسو چی کومی سندری ویلی دی په دغو سندرو کښی مو خبل شعرونه شته ؟
حنیف : زه خپل شعر نه لرم خو کمپوز می شته ،زما زیاتی سندری د وطن دوست شاعیری ده ،
روهی : تاسو د خپل اواز نه څومره راضی یاست ؟
حنیف : (خندا خندا )زه د خپل اواز تعریف او صفت نشم کولای زما د اواز تعریف به تاسو کوی او زما هیوادول به یی کوی ،د بده خبره ده چی د خپل اواز تعریف وکم ،
روهی : که تاسو وایی چی يو هنرمند په کومو خاصیتونو باندی ښه هنرمند جوړیدی شی ؟
حنیف :يو هنرمند باید هنری اخلاق ولری ، باید د خلکو سره ښه روایااو خلاق وکی،یو هنر که اخلاق هنری ونلری نو سندرغاړی نشی جوړیدی ،
روهی :د افغانستان کوم سندرغاړی نه متاثره یاست ،او استاز مو څوک دی ،
حنیف : زما ټول سندرغاړی خوښیږی ټول سندرغاړی زما د زړه سر دی ،زما استاز زما ورور داود حنیف دی ،
روهی : تاسو ښه خاطیره کومه ده او بده خاطیره کومه ده ؟
حنیف : زما ښه خاطره تاسو یاست ځکه تاسود لاری ځای نه راغلی یاست د ماته ښه خاطره ده او بده خاطره د الله نه راښی ،
روهی : تاسو واده کړی دی ؟
حنیف : زه ما د واده 14 کاله کيږی خو تروسه کوم ماشوم نلرم خو د الله نه غوښتوونکی یم او دالله دربار لوی دی ،
روهی : ټوکی به کوو.(زما واده ته به راشی )
حنیف : ولی نه ټول ملکری په راشی اتڼ به هم وکوو.
روهی : مننه کوم .د روهی ویب پاڼی لوستوونکو ته او خپلو هیوادوالو ته څه بیغام لری ؟
حنیف :زما بیغام ټولو ته ښه وخت او افغاستان کښی امنیت دی الله د زمونږ وطنوال روغ او جوړ لری او خپل کارونو کښی تل کامیاب وسیږی ،تاسو نه مننه کوم چی ماسره مو مرکه وکړه بیا هم مننه کوم .
روهی : له تاسو هم مننه کوم . ما ته مو د مرکی وخت راکړ (مننه کوم)