د  همګرايانو له لوري خپرېدونکي جعلي اسناد د  افغانانو هويت ته سپکاوی دی

همدا تېره ورځ د افغانستان رسنۍ د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم په هغه بې خونده غږيزو کليپونو مصروفې وې چې ياد ټيم يې ادعا لرله چې دا ګواکي د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دارالانشا د مشر ښاغلي ضياالحق امرخېل غږ دی چې له خپلو يارانو ته لارښوونه کوي چې ډاکتر اشرف غني ته رايې واچوئ. د  افغانستان ځينې رسنۍ هم په ياد کليپ داسې ګرمې وې ته به وايې که ښه لوی هډوکی يې موندلی. مشهور پښتو متل دی چې وايي "سپی چې هډوکی خوري د راتلونکي فکر يې ورسره نه وي."
د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم له لوري د ښاغلي امرخېل په نامه د يوه غږيز کليپ خپرول ښاغلي امرخېل ته د زيان رسولو په مانا نه دی. بلکې په دې کار سره دوی په افغان زړور ملت پورې مسخرې کړې دي. آيا افغان ملت او د  هغوی له لوری جوړ شوی افغان اوسنی حکومت همدومره بې باوره او بې ارزښته دی چې دوی يې په داسې غږيزو کليپونو نړۍ ته ورپېژني. آيا افغان ولس دومره احمق ګڼي چې په داسې کليپونو به باور کوي.
د کليپ تخنيکي ځانګړنې او نقد:
هغه کليپ چې د ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاين د مسوولينو له لوري رسنيو ته سپارل شوی يوازې يو کليپ نه دی، بلکې څو تليفوني مکالمې دي چې يوه کليپ په توګه جوړې شوې دي.
د بېلا بېلو تليفوني مکالمو کيفيت په يوه ډول دی. که تاسو څه موده پخوا هغه تليفوني مکالمې چې د افغانستان د ملي امنيت رياست ښاغلي وحيد مژده ته منسوبې نومولې وې واورئ، نو په خپله به وپوهېږئ چې تليفوني مکالمې څومره شفافې او رڼې وې د دواړو لوريو غږونه په ښه توګه پېژندل کېدل. چې وروسته بيا پړه کس په خپله هم تاييد کړه چې دا غږ دده دی. په هغو مکالمو کې د ټولو مکالمو کيفيت خورا ښه و.
په اوسنيو مکالمو کې چې د عبدالله عبدالله د ټيم له لوري جوړې شوې دي، ټولې مکالمې نږدې يو ډول کيفيت لري. زه ددې مقالې ليکوونکی چې دا مکالمې د کمپيوټر په مرسته په هيډفون په خورا کره توګه اورم په خبرو يې سم نه پوهېږم ځکه د مکالمې کيفيت خورا ټيټ دی. و به منو چې د يوې مکالمې کيفيت ټيټ دی ښايي هغه مهال به تليفوني شبکه خرابه وه. پوښتنه دا ده چې ولې د ټولو مکالمو کيفيت او د تليفوني شبکو خرابي په يوه ډول ده؟ په مکالمو کې هغه غږ چې ښاغلي امرخېل ته منسوب دی په بېلا بېلو مکالمو کې د غږونو د تلفظ له مخې د هغه قوم لهجې ته په پام چې ښاغلی ضياالحق امرخېل ورته منسوب دی توپير لري.
ښاغلی امرخېل په خپله لهجه کې د/ښ/ غږ په هماغه اصلي بڼه تلفظ کوي. په داسې حال کې چې دلته په يوه مکالمه کې هغه غږ چې همګرايان يې امرخېل ته منسوب بولي د /ښ/ غږ په /ش/ تلفظ کېږي. چې له تخنيکي پلوه په يوه عادي حالت کې هېڅوک نه شي کولی خپله لهجه بدله کړي خصوصاً په داسې حالاتو کې چې کوم تهديد او وېره هم موجوده نه وي.
ښاغلی امرخېل په خپله اصلي لهجه کې د /چ/ غږ په /څ/ تلفظ کوي. په داسې حال کې د همګرايانو له لوري په جوړه شوې مکالمه کې هغه غږ چې امرخېل ته منسوب دی په اصلي حالت يانې/چ/ تلفظ کېږي. دې ته ورته نورې ډېرې غږيزې ځانګړنې په دې مکالمو کې شته چې د ښاغلي امرخېل له اصلي غږ سره توپير لري.
په هغه مکالمه کې چې همګرايان يې د امرخېل او په فارياب کې د ټاکنو کمېسون د کوم مسوول ترمنځ ګڼي، مکالمه په نيمايي کې په تېروتنې د هغه چا له لوري چې په کمپيوټر کې يې دا مکالمې جوړې کړې دي ايډيټ شوې ده که نه هېڅ مکالمه هم داسې بې خدای پامانۍ نه خلاصېږي خو دا چې جوړونکی له کافي تجربې برخمن نه دی ځکه داسې تېروتنې ترې شوې دي. قضاوت تاسو وکړئ کوم ثبوت شته چې تاييد کړي دا د ښاغلي امرخېل غږ دی؟
له تخنيکي پلوه داسې مکالمې په جعلي او ناسمه توګه څنګه جوړېږي؟ ددې پوښتنې ځواب آسانه دی. د ويډيو او غږ د ايډيټ لپاره ټول پرمختللي پروګرامونه دا وړتيا لري چې د يو چا د غږ په څېر کټ مټ بل هغسې جوړ شي. له دې پرته داسې کسان شته چې د ځينو خلکو غږونه کټ مټ په هماغه ډول چې دي، کاپي کړي. په همدې کابل کې داسې ځوانان شته چې د ولسمشر کرزي او نورو ټولو افغان لوړ پوړيو چارواکيو غږونه کاپي کوي څوک به يې توپير هم ونه شي کولی چې دا دچا غږ دی.
د مکالمې کيفيت په قصدي توګه په کمپيوټر کې خراب شوی. ځکه دوی پوهېږي چې که مکالمه خورا شفافه وي نو بيا هر څوک په آسانۍ پوهېږي چې دا کليپ په جعلي توګه جوړ شوی. ددې لپاره چې د ټاکنو پروسه ورباندې بدنامه کړي او خلکو ته شک پيدا کړي په قصدي توګه د ټولو مکالمو غږ خراب کړی شوی دی.
که د همګرايانو ستونزه له ښاغلي امرخېل سره وه نو يوازې د امرخېل غږ به يې ثبت کاوه. په خپرو شويو کليپونو کې يو يې له امرخېل سره هېڅ رابطه نه لري چې هغه د آدم خان سيرت په نوم د يو چا مکالمه ده. هغه نه د ټاکنو کمېسون غړی دی او نه هم کومه رسمي دنده لري.
له تليفوني مکالمو څرګندېږي چې ياد کليپ د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د ټاکنو له ورځې خورا وړاندې ثبت شوی دی. که همګرايانو دا کليپ هماغه مهال ثبت کړی وای نو بيا يې ولې دا کليپ په هماغه وخت کې نه خپراوه. چې د ټول پېښېدونکي تقلب مخه نيول شوې وای. ددې خبرې يوازينی دليل دادی چې کليپ جعلي دی. ځکه د ټاکنو تر ورځې دوی په دې باور و چې ټاکنې د دوی په ګټه دي. خو کله يې چې وليدل چې ټاکنې ددوی په ګټه نه دي، دا کليپ يې توليد کړ. خو دې ته يې پام نه و چې مکالمې په ماضي کې جوړې کړي که په حال کې. د مکالمو په ګرامر کې تېر وتل.
که دا غږيز کليپ رښتيا وي!؟
د داسې اسنادو په خپرولو کې مهمه خبره د اسنادو د لاسته راوړلو منبع ده. دا مواد له کومه پيدا شوي دي؟د  افغانستان د اساسي قانون د ۳۷ مې مادې له مخې د هر فرد مراسلات او مخابراتي اړيکي پټ او محرم دي که هغه په ليکلې بڼه وي او يا د تليفون او تلګراف له لارې. هېڅوک د يو چا د فردي اړيکو د "استراق سمع" حق نه لري.
د افغانستان د ملي امنيت اداره او د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکيو پر ضد د مبارزې معينيت دا حق لري چې د افرادو تليفوني اړيکي د محکمې د حکم د لرلو په صورت کې وڅاري البته يوازې له يوې شمکنې شمېرې سره د فرد اړيکه څارلی شي.
د قانوني چوکاټونو په رڼا کې د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم له لوري د داسې يو غږ خپرول چې دوی يې اصلي ګڼي څه مانا لري. آيا دوی د افغانستان د ملي امنيت آرشيف ته لاره موندلې ده؟ که دوی د ملي امنيت آرشيف يا د تليفوني مکالمو د څارنې مرکز ته لاره موندلې وي دوی به د ملي ارزښتاناکو مسايلو په اړه څومره اسنادو ته لاسرسي لرلې وي؟ ملي او ارزښتمن اسناد به د چا او کومو سازمانونو ګوتو ته لوېدلي وي؟ که د ملي امنيت ادارې له لارې دا کار ترسره شوی وي. نو د  ډاکتر صيب اشرف غني هغه خبره ۱۰۰٪ رښتيا و خته چې ويل يې: د افغانستان امنيتي ادارې او ارګانونه ملي نه دي د سېستم پر ځای افرادو او ډلګيو ته ژمن دي.
د افغانستان ملي امنيت ادارې ته د خپل ارزښت د بېرته ترلاسه کولو لپاره پکار دي چې اوس د خپاره شوي کليپ په اړه د همګرايۍ ټيم له مشر عبدالله عبدالله وپوښتي چې دا کليپ چې د اسنادو په توګه يې کارولی له کومه کړی او بيا يې څنګه د ټولو قوانينو پر خلاف رسنيو ته سپارلی دی؟
د افغانستان د عدلي سېستم برخه:
د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د افرادو ټول ارتباطات او اړيکي د محکمې د حکم له صادرېدو وروسته پلټل کېږي. د اصلاحاتو او همپالنې ټيم پرته له دې چې د محکمې حکم ولري پر خپل سر د افرادو محرمې مکالمې څاري. د قانون له حکمونو سره سم ډاکتر عبدالله عبدالله چې د ټيم په رهبرۍ کار کوي مجرم دی او بايد د قوانينو په رڼا کې ولمسشرۍ ته له نوماندۍ ايسته کړی شي. د ټولو نړيوالو قوانينو له مخې مشهود جرم بايد په هماغه لحظه ونيول شي او هېڅوک يې د له منځه وړلو يا بښلو صلاحيت نه لري. ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله په مشهود جرم مجرم دی، دی حق نه لري چې ولسمشرۍ ته نوماند پاتې شي. او د قانون له حکمونو سره سم بايد محاکمه شي.
د کليپ د رښتيا يا غلط ثابتېدلو په صورت کې ښاغلی ضياالحق امرخېل حق لري چې د دوی پر خلاف حقوقي دعوا پرانيزي. که کليپ رښتيا وي د اساسي قانون په رڼا کې هېڅوک هم دده د اړيکو د څارلو حق نه لري. که کليپ ناسم وي بيا هم کولی شي د خپل حيثيت د  دفاع په موخه د دوی پر خلاف حقوقي دعوا وړاندې کړي.
له محور څخه په مننه