غزل

بخــــته ستا د لاســــه بې ارزښتـــــه يـــم ارزان يمــه
ځـــکه خـــو د ورانو اوربـــلو په څير پريشـان يمــــه
تا کـــه مــې ارمــــان قتــل کـړ هير دې کـــړه ولاړلې
زه دې لا همـــغه ليــــونى غــــوندې جـــــانــان يمــــه
دومـــره د ژوند ارزښت دى دا مـې فلســــفه د ژوند
زه د اوښکــــو څـــاڅـــى يم راغـلى تــر ګريوان يمــه
مــا يــې پرهـــر تا باندې زرې ،زرې ځـان وويـــــشه
ستــــا په تـــورو زلفو وريــــدلى يــــم بــاران يمــــه
ما ته خو له خـپله ځانه ګران يې ګرانه ګـران يې ته
ووايــــه چې څـــومره درته ګران يمه چې ګران يمـه
څنـــګه به زه ستـــــــا د خپــــلولـــو لار پيدا کړمــــه
زه چې د ځان خـپل نه يم او خـپله ورک له ځان يمه
ستـــا د نظـــر ستــن پسې زمـــا د هــيلو تار ګرځـي
چـــرته يـــې جــــانانه د ريښې ګـــريوال په شان يمه
خپـله مـــې د خپل ارمـان قاتيل ته زړه ورکړى دى
څـــومره ليونى يــــم انديښمن څــــومره نادان يمــــه