د انتخاباتو اتل، ملي اتل

هره ميړانه(حماسه) يو اتل لري، ځنې ميړانې د ټول ولس زيږنده وي، لکه لنډۍ چې د يو شاعر پرځاى د ټول ولس او د ټولو نسلونو د زړه د احساساتو ښکارندوى وي. خو د  انتخاباتو ميړانه که د ټول ولس ميړانه ده، د جواس خان په نوم يو داسي اتل يې هم راوپيژانده  چې ترڅو ولسواکي وي د ده نوم به ياد وي او سرلوړى وي.
د حمل د ١٦ مې انتخابات د افغان ملت د زړورتيا يوه ميړانه وه، د ټولو ګواښونو او ټولو ننګونو سره سره بيا هم خلک راووتل او خپل راتلونکى پخپل لاس د ټاکلو لپاره يې خپله رايه واچوله، خو د جوزا د ٢٤مې نيټې انتخابات بيا د افغان ملت د وحدت او سياسي شعور ميړانه وه.
د رياست جمهوري څوکۍ اوس ډاکټر اشرف غني يې ګټي او که ډاکټر عبدالله عبدالله يې تښتوي او که د مصلحت لاقانونيت دواړه د ملت په اوږو سپروي، خو ملت خپله ميړانه وښوده، د ملت ميړانې ډير هغه تر اسمانه لوړ بدرنګ او بدمخي د افغانانو  انځورونه چې د افغان دښمنانو په ناولي لاسونو د قومي او ژبني تصعب په رنګونو کښلي وو، مات او دړې وړې کړل.
په ولسي جرګې کې ناستې د افغان له درده يوې ناخبرې ميرمنې وويل د جنوب ميرمنې متمدنې نه دي، خو د جنوب ميرمنو په هغه جنون او عشق د هيواد ترټولو ستر مدني حرکت کې ګډون وکړچې ټوله نړۍ يې ګوته په غاښ کړه.
افغان متمدن نه دى!
افغانان ترهګر دى!
افغانان په ولسواکي باور نه لري!
افغانان يواځې د ټوپک په ژبه پوهيږي!
دا ټول د افغانانو په وينو ککړد افغان هغه  بدرنګ، کريهه او ډارونکي انځورونه وو چې د افغان دښمنانو نړۍ ته د نندارې لپاره وړاندې کړي وو.
د جوزا په ٢٦مه افغانانو په انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون او خپل لوړ سياسي او ملي شعور دا انځورونه وران کړل، او د افغان ښکلي اوزړه راښکونکى انځور نندارې ته  وړاندې کړ، سوله خوښوونکى افغان، د روغې جوړې افغان، او د وطن او ملت په ننګ ولاړ افغان. افغانانو ښوده چې افغانان د سترو بدلونونو وړتيا لري، د يو لاس کيدو وړتيا لري، د تاريخ پيښو ته د نوي لور ورکولو او تاريخ جوړولو وړتيالري.
جواس خان هم همداسي يو ميړنۍ افغان دى، لوستى ندى خو ترډيرو لوستو يې سياسي او ملي شعور لوړ دى. د خوست ولايت د يوې لرې پرتې سميې (ورژلې) اوسيدونکى دى د جمعې په مبارکې ورځ جواس خان د خپل ټول قوم سره يوځاى د خپل قوم د مشر عبدالغفار سره پريکړه وکړه چې ټول قوم به سبا ته انتخاباتو کې ګډون کوي، دقوم پريکړې د قوم ننګ بلل کيږي، او جواس خان دا ننګ داسې وپاله چې د ټول افغان شمله يې اوچته کړه، کومه ميړانه چې جواس خان وکړه، هغسې ميړانه ده چې د تاريخ د سترو جګړو او سترو پيښو لور بدلوي.
په  همدې شپه د جواس خان تنکۍ لور چې ايله يې د عمر اته کاله ليدلي وو، په حق ورسيده، سهار چې کله خلک د رايو صندوقونو ته تلل ده ته په خپل کور دخپلې معصومي لورکۍ جنازه پرته  وه، د اولاد ترغمه بل ستر عم نشته، خو جواسخان ته د اولاد ترغمه هم د قوم ننګ ګران وو، په کومه ژبه اوپه کومو لوظونو يې د خپل کور ټول خلک غلي کړل، هيڅ څوک يې خبر نه کړل ترڅو ولس د ده د لور د جنازې په خاطر له راي ورکولو پاتې نشي، د کور د ټولو غړو سره نر او ښخې ووتل او خپله رايه يې صندوقونو ته واچوله او چې کله مازديګر شو ولس يې په خپل وير خبر کړ.
زما په قلم کې دومره توان نشته چې دخپلې تنکۍ لور په جنازې ولاړ د غمجن پلار احساسات انځور کړم، د جواس خان په درد هغه څوک پوهيږي چې د اولاد درد يې ليدلى وي او د ده ميړانه هم هغه څوک پيژندى شي چې د ولس په ننګ پوهيږي.
د جواس خان ميړانه اوس د تاريخ يوه برخه شوه، د ميړانې افسانه شوه، نسلونه نسلونه به يې ياد ساتي، نسلونه نسلونه به ميندې خپل ماشومانو ته په نمجنو سترګو د جواس خان قصه کوي، د جواس خان د زړه په درد به ژړيږي او د ده په ميړانه به وياړ کوي.
د جوزا په ٢٤مه  ټول ملت ميړانه وکړه، خو د جواس خان ميړانه به سارى پيدا نکړي، هره ميړانه يو اتل لري، د جوزا د ٢٤مې ميړانې اتل جواس خان دى، جواس خان دملت اتل دى، ملي اتل دى.