
له جګړو څخه تازه راوتلو هېوادونو کې ټاکنې خپل ځانګړی ارزښت لري. ځکه همدغو ټاکنو ډېرو وروسته پاتې او يا له جګړې څخه تازه راوتلو هېوادونو کې سوله او پخلاينه راوستې ده، خو برعکس په ځينو هېوادونو کې چې کله هم له دې پروسې سره بې پروايي شوې، هېوادونه يې د کړکېچونو ژورې کندې ته غورځولي دي.
خو د افغانستان په څېر هېواد کې چې ولسونه يې لاهم له يادې پروسې سره کاملاً بلدتيا نه لري او يو شمېر يې لا اوس هم د واک د ترلاسه کولو اصلي مرجع زور او ټوپک ګڼي، نوره هم د ټاکنوچارې ستونزمنې کوي، چې ښه بېلګه يې د ولسمشرۍ په دويم دور ټاکنو کې د افغانانو بې ساري ګډون د دې پرځای چې دغه پروسې ته لاپسې مشروعيت ورکړي، برعکس دغه بهير د يو ځانګړي نوماند لخوا تر سوال لاندې راغلو او وايي، چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي. د ټاکنو کميسيون سره د عبدالله عبدالله پرېکون او پر ولسمشر کرزي د مشخص کانديد څخه د ملاتړ تور او له ملګرو ملتونو څخه د منځګړتوب غوښتنې تر شا د اصلاحاتو او همپالنې ټيم سياسي ګټه پورته کول غواړي او هغه دا چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم هڅه کوي، چې پر ولسمشر کرزي د دغه تورونو له لارې فشار راوړي، چې دوی په هر لاره چې وي، په واک کې شريک کړي. د دې ترڅنګ دوی همدارنګه هڅه کوي، چې ولسمشر کرزی د ټاکنو په بهير کې د بهرنيانو ( ملګرو ملتونو) د منځګړتوب په اړه جدي غبرګون ته و هڅوي، چې د دوی له دغې غوښتنې سره مخالفت وکړي، چې دغه مخالفت خپله اصلاحاتو او همپالنې ټيم ته زمينه برابروي، چې د تقلب ادعاء لاپسې غښتلې کړي او د ولسمشر دغه دريځ به د د ټاکنو د مشروعيت تر سوال لاندې راوستلو لپاره د وسېلې په توګه و کاروي.
خو ولسشمر کرزي د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د تمې برعکس په ټاکنو کې خپله مداخله رد کړه او ملګرو ملتونو څخه يې د منځګړتوب غوښتنه وکړه. دا چې ولسمشر کرزي د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له دسېسې څخه ځان خلاص کړ او ستونزه يې د حل په موخه د ملګرو متلونو دفتر ته وړاندې کړه، نو اوس د اصلاحات او همپالنې ټيم هڅه کوي، چې په واک کې د شريکېدلو په موخه پر امريکا فشار راوړي، چې د تحول او تداوم ټيم اړباسي چې دوی سره مشترک حکومت ته غاړه کيږدي.
دوی همدارنګه هڅه کوي، چې دسيمې يو شمېر هېوادونه لکه روسيه، ايران، هندوستان او چين چې دوی سره نږدې اړيکي لري او په تېرو ټاکنو کې يې ځانونه تر ډېره بريده بې پرې ښودل، وهڅوي، چې د افغانستان د ټاکنو په اړه جدي فکر وکړي او د دوی له دريځ څخه ملاتړ وکړي او د ملګرو ملتونو په دفتر فشار راوړي، چې دوی په واک کې شريک کړي.
د سيمې هېوادونو چين، روسيه، پاکستان او همدارنګه هندوستان په افغانستان کې د سياسي واک د لېږد پروسې ته ډېرې هېلې لري. دوی د پخوا په پرتله داځل ټاکنو کې بې پرې ول. دوی هڅه کوله، چې دغه پروسه په طبېعي ډول پر مخ لاړه شي او افغانان خپله خپل راتلونکی حکومت و ټاکي.
له ټاکنو مخکې چين، هندوستان او روسيې فکر کولو، چې په افغانستان کې قوي حکومت به و کولای شي، له دوی سره په سيمه کې د امنيتي او اقتصادي ستونزو په حل کې قوي رول ولوبوي او له خپلواک دريځ څخه به خپل غږ پورته کړي، چې دوی سره به د نږدې همکارۍ لامل شي. دوی فکر کوي، چې په افغانستان کې هر راز کمزوری او پاشل شوی حکومت ځکه ورته ګواښ دی، چې په ډېره کې به د امريکا تر اغيز لاندې وي. دغه هېوادونه لږ تر لږه د امريکا سره د ولسمشر کرزي په شان قوي دريځ درلودونکي ولسمشر ته د اړتيا احساس کوي، چې د افغانانو په رايو ټاکل شوی وي، نه د کومې معاملې له لارې.
د سياسي اندېښنو ترڅنګ امنيتي ستونزې بل لامل و، چې دغه هېوادونه يې هڅولي و، چې په افغانستان کې د يو قوي حکومت لپاره هلې ځلې و کړي. دغه درې واړه هيوادونه طالبان او نورې وسله والې جهادي ډلې د خپل هېواد د امنيت لپاره جدي خطر ګڼي او دوی فکر کولو که ټاکنو کې د افغانانو رايو ته احترام ونشي او پر دوی د هغوی له خوښې پرته بل حکومت تحميل شي، نو افغانان به په لوی لاس و هڅول شي، چې طالبانو سره لاس يو کړي او افغانستان به يو ځل بيا کورنۍ جګړې په لور سوق شي او دلته به وسله والې ډلې پياوړی شي او د دوی ګټې به و ګواښي.
هندوستان چې د سېمې د نورو هېوادونو په پرتله يې د افغانستان د ثبات لپاره دوه بيلونه ډالر مرسته کړې نه غواړي، چې د يو مشخص کانديد د ملاتړ له امله يي ټولې هلې ځلې په اوبو لاهو شي. هندوستان نه غواړي، چې منځنۍ اسيا ته يې د افغانستان او چابهار له لارې موندلې لار بيرته د لاسه ووځي. هندوستان همدارنګه نه غواړي، چې پښتنو سېمو کې دې نا امني رامنځ ته شي او هندوستان چې د ډيورنډ کرښې تر څېرمه پرتو ولاياتو کې په ميليونونو ډالر مصرف کړي او د دغه ځاي اوسيدونکو زړونه يی ترلاسه کړي يو ځل بيا د طالبانو او نورو سخت دريځو وسله والو لاس ته ورشي.
روسيه هم په افغانستان کې قوي او ثابت حکومت د خپل هېواد د ثبات لپاره اړين ګڼي او په هېڅ صورت نه غواړي، چې پښتانه دې يو ځل بيا تشويق شي، چې د طالبانو سره يوځای شي او د شمال پرضد دې و جنګيږي او دغه جګړه يې بيا په قلاره د دوی تر پولو او د منځنۍ اسيا تر هېوادونو و رسيږي. روسيې لپاره د شمال ـ جنوب او يا پښتون ـ تاجک جګړه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده. نو همدا لامل و، چې په ټاکنو کې يې دغه درې واړه هېوادونه بې پرې ول.
خو وروستي ټاکنيز کړکېچونه او د واک پر سر لانجه به د دې لامل شي، چې دوی په ټاکنو کې مداخلې ته اړباسي. دغه درې واړه هېوادونه لکه څرنګه چې د يو کمزوري دولت څخه په وېره کې دي، همدارنګه د واک پر سر د شخړې څخه هم جدي وېره لري. د دوی په اند که د سياسي واک د انتقال پروسه له جدي خطر سره مخامخ کېږي او حالات ډېر خرابيږي دوی به هڅه وکړي، چې ملګري ملتونه و هڅوي، چې د دوی نږدې دوستانو ( شمال ټلوالې) يو شمېر مشرانو ته په راتلونکي حکومت کې ځای ور کړي او دا هغه څه دي، چې د اصلاحاتو او همګرايي ټيم درک کړي دي. دوی پوهيږي، چې ولس رايه له دوی سره نشته او يواځې يو شمېر ګاونډيان او د دوی سيمه ييز دوستان به د دوی د ګواښونو تر اغيز لاندې راشي او هڅه به وکړي، چې دوی په واک کې شريک کړي. د عبدالله عبدالله د ټيم لخوا ملګرو ملتونو دفتر ته د منځګړي رول ورکول پرته له دې چې سياسي هدف ولري هېڅ کوم تخنيکي هدف نه لري. د اصلاحاتو او همپالنې ټيم هڅه کوي، چې روسيه، هندوستان، ايران، پاکستان او چين اړباسي، چې خپل پخواني دريځ کې بدلون راولي او په افغانستان کې د دوی پر نفوذ او قوت سترګې پټې نه کړي او د ملګرو ملتونو دفتر و هڅوي، چې شمال ټلوالې يو شمېر مشران په واک کې شريک کړي.
خو روسيه، چين او هندوستان به د نورو ګاونډيانو په شمول د ملګرو ملتونو رول و څاري او دوی به د مشخصو ډلو او يا ګروپونو لپاره دومره زر خپل دريځونه بدل نه کړي. دوی پوهيږي، چې لاهم په افغانستان کې دټاکنو پروسه له جدي خطر سره مخ نه ده، چې ملګري ملتونه دې د ستر ناورين څخه د مخنيوي په خاطر هڅه وکړي، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ ائتلافي حکومت ته زړه ښه کړي. بلکې ملګري ملتونه به هڅه وکړي، چې د پروسې د شفافيت په اړه او د ټولټاکنو پر کميسيون د کانديدانو او ولس باور د رامنځ ته کېدلو په خاطر منځګړتوب وکړي.
دغه هېوادونو څخه هېڅ يو يې هم د ټاکنو د شفافيت او يا نه شفافيت په اړه د اروپا او امريکا په څېر خپل دريځ نه دی روښانه کړی. دوی حالات څاري او هڅه نه کوي، چې د ملګرو ملتونو د سازمان له دريځ او پرېکړې مخکې دې خپل دريځ روښانه کړي. دوی به هڅه وکړي، چې د ملګرو ملتونو په هر راز پرېکړې د تاييد مهر و لګوي.
که چېرې د ملګرو ملتونو د دفتر رول تخنيکي وي، نو دغه هېوادونه به بيا په خپل دريځو کې کوم بدلون را نه ولي او که د ملګرو ملتونو رول د سياسي جوړ جاړي په خاطر وي، نو بيا به يې هر يو هېواد هڅه وکړي، چې خپل نږدې دوستانو ته په واک کې د شراکت لپاره زمينه برابره کړي.
په ټاکنو کې د ملګرو ملتونو ښکيلتيا به راتلونکې حکومت لاپسې غښتلی کړي، چې ګټه يې د ټاکنو ګټونکي او افغان ولس ته رسيږي، ځکه پر دغه ملي پروسه د ملګرو ملتونو مهر لګيدل راتلونکې افغان حکومت ته په نړيواله او سيمه ييزه کچه پراخه مشروعيت ورپه برخه کوي.
له محور ورځپاڼې په مننې