څه وشول، څه کېدونکي دي ... ؟

 
س – ا
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د تاریخي ماتې خوند څکي، هغوی چې په لومړني پړاو ټاکنو کې په منظم او پلان شوي تقلب برلاسي شول؛ پدې سره یې د بدلون او دوام ټیم شاته پریښوود. دوی چې پخوا تر دې یې د دومره سترې بریا تجربه نه درلوده،  د غرور او ځانمنۍ له احساس سره مخ شول، تر دې چې ددې ټیم رهبرانو په رسمي کمپاینیزو غونډو کې د دې پرځای چې خپل پلانونه ولس ته روښانه کړي او د عامه ذهنیت قناعت تر لاسه کړي، د بدلون او دوام د ټیم په وړاندې ضعیف اخلاقي برخورد وکړ، د بدلون او دوام د ټیم مشران یې توهینول او د سنجیده سیاست ژبه یې په مسخرو او پروپاګند واړوله؛ خو ددوی سیال ټیم، تر ډېره په عقلانیت او اوصولي تګلاره اتکا وکړه ...  لدې څخه دا نتیجه اخیستلی شو، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته ملت د هغو چکچکیانو په مانا وو، چې ددوی د پرېوتو څرګندونو په وړاندې یې خوشامند کاوه.  د بدلون او دوام ټیم بیا ولس ته له پراخ لیدلوري کتل. که څه هم ډاکټر غني د ټاکنو په ملي پروسه کې د عبدالله عبدالله سیالي ته ولاړ وو؛ خو هیڅکله یې کوښښ ونکړ، چې خپله علمي سویه د عبدالله تر کچې ور ټیټه کړي، ډاکټر غني همیشه کوښښ کاوه، چې خپل سلوک او کړنې د خپلې علمي سویې سره مساوي وساتي ،ولس ننداره کوله، ددوی له کړنو یې پایله اخیسته او بلاخره یې هغه څوک وټاکه، چې ددوی د بډایه کلتور او درانه تهذیب سره په تول برابر خوت .
د اصلاحاتو همپالنې ټیم لکه څرنګه چې په لومړي پړاو کې د بریا ظرفیت نه درلود، په دوهم پړاو کې یې د ماتې زغم هم له لاسه ورکړ، د بحران د را ټوکولو ګواښونه یې وکړل او د ټولو نافذه قوانینو پر خلاف یې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو د کمیسیونونو سره دښمني اعلان کړه، ښايي دوی فکر کوي، چې پدې سره به ولسمشر کرزی او خپل سیال ډاکټر غني دې ته مجبوره کړي، چې د تېر په څېر په راتلونکي حکومت کې ورته په ونډه قایل شي؛ خو داسې معلومیږي، چې اوسمهال ددوی غورځو پرځو او ګواښونو خپل رنګ بایللی وي.  ددوی ګواښونو او پوچ برخورد نه په نړیوال مارکیټ کې خریدار وموند او نه بریالی کاندید ډاکټر غني ددوی د غوښتنو پر وړاندې کوم نرمښت ښکاره کوي. له بله پلوه داسې راپورونه شته چې د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې پراخ نظریاتي درزونه را منځته شويدي او ډېر ژر ښايي ددغه ټیم د متلاشي کیدو نغاره وډنګیږي؛ ځکه چې د همګرايي په ټیم کې اکثره ونډه وال د ډاکټر عبدالله له دریځ څخه کرکه کوي او داسې انګیري، چې ډاکټر عبدالله غواړي اوسني جنجال ته قومي بڼه ورکړي او په داسې حال کې به هیڅ یو غیر پنجشیري مشر ته د منلو وړ نه وي، چې خپل شخصیت د عبدالله د شخصي ګټو لپاره زندۍ کړي.
دقیق راپورونه وايي، چې په وروستیو کې ایران عبدالله او محقق ته د وضعیت د ګډوډولو په موخه د پراخو مادي شونتیاوو وعدې ورکړې دي، د ایران دا دریځ نه یوازې دا چې د همګرايي په ټیم کې د نورو جوانبو لکه ، انجنیر محمدخان امرالله صالح، شیرزي او زلمي رسول اندیښنې را پارولې دي؛ بلکه د امریکا او په افغانستان کې د نورو میشتو نړیوالو ځواکونو سخته غصه یې را پارلې ده، چې په وروستیو کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان د ګوتڅنډنې عمده لامل همدا وو، چې ویې ویل، که هر چا د لاریونونو تر نامه لاندې د کابل د امنیت د ګډوډولو هڅه وکړه، وبه ځپل شي ... داسې ښکاري چې پدې راتلونکو څو ورځو کې به د شخصي ګټو پر بنسټ ولاړ د همپالنې په ټیم کې ایجاد شوي درزونه په ټوټه کېدو واوړي . زما په اند لومړنی کس باید انجنیر محمد خان ، زلمی رسول او ښاغلی شیرزی وي، چې لدې خوسا ډنډ څخه ځان وباسي او د مات شوي ټیم سره خدای پاماني وکړي، او دوهم به امرالله صالح وي؛ ځکه چې د امرالله صالح ایران ضد دریځ وو، چې د هیواد په یو شمیر ځوانه طبقه کې یې محبوبیت وموند، د حزب اسلامي د ارغندیوال ډله، د زلمي رسول ډله، شیرزی او داسې نور، په دې حساسو شیبو کې کولی شي، چې د عبدالله عبدالله سره د یو ځای کېدو اشتبا پدې ډول جبیره کړي؛ خو که اوس هم پورتني شخصیتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله تر څنګ پاتې کیږي، دابه یوه نه جبرانېدونکې اشتباه وي، په حقیقت کې د جمعیت ګوند او د محق ډله د ایران د شومو اهدافو د پلي کولو اوږده مخینه لري؛ خو که پورتنۍ یادې ډلې لاهم ددوی سره د ایران د شومو پلانونو د پلي کیدو لپاره د عبدالله او محقق مټ او وزر ګرځي دا به بې سابقې خیانت او ظلم وي .