
د دې لپاره چې ډاکتر صاحب عبدالله او ټیم یې، د ولسمشرۍ د دوهم دور په ټاکنو خپله څرګنده ماته پټه کړي، اوس څو ډیرې بې بنسټه دعوې کوي.
یوه دعوه یې د نفوس او رایو د شمیر د عدم توازن په باب ده چې موږ یې د رد لپاره پوره دلایل لرو.
د افغانستان د نفوس کره او دقیق شمیر معلوم ندی او د ۱۳۵۷ کال په سرشمیرنه تکیه کیږي چې هر کال پرې یوه معینه فیصدي زیاتیږي. خو هغه وخت د جنوب او شرق په ځینو ولایتونو کې جهاد پیل شوی و چې د دغو سیمو پوره شمیر ته فرصت برابر نشو، او ځکه دغه یواځینۍ سراسري سرشمیرنه ناقصه ګڼل کیږي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان د وګړو او کورونو یوه شمیرنه وکړه چې له مخې یې د ولایتونو په نفوس کې ډیر توپیرونه موجود وو. ماأسفانه د سیاسي ملحوظاتو له املهد دغې سروې راپور خپور نشو.
- د ۲۰۰۴ کال په سروی کې دپکتیکانفوس۱۲۰۰۰۰۰دیخوحقوقچې د رایو سهم هم پکې شامل دی د۴۱۹۰۰۰له مخې ورکولکیږي. په افغانستان کې د نفوس وده هر کال دوه اعشاریه صفر درې فیصده ده چې دغه وده په لس کالو کې ۱۵٪ کیږي، نو که د پکتیکا پر نفوس ۱۵٪ ورعلاوه کړو ۱۳۸۰۰۰۰ کیږي. پدې حساب پکتیکا د ۵۵۲۰۰۰ رایو مستحقه ده. خو لا یې هم تر خپل حق کمې یانې ۴۲۵۰۰۰ رایې کارولي دي.
- د هلمند اصلي نفوس۱۸۰۰۰۰۰خوحقوقد۸۵۰۰۰۰اخلي. که پر حقیقي نفوس ۱۵٪ ورزیاتې شي نو دوه میلیونه او اویا زره کیږي. هلمند د ۸۲۰۰۰۰ رایو مستحق دی. خو یوازې ۶۴۰۰۰ رایې پکې کاریدلي دي. یانې د مستحقینویوازې څلور فیصده خلکو رایه کارولې ده. نو آیا کوم وطن دوست مشر شته چې وپوښتي؛ د مظلومو او اتلو هلمندیانو هغه پاتې ۹۶٪ رایې به څنګه محاسبه کوو؟
- د ځینو نورو ولایتونو لوړه فیصدي څو دلایل لرلی شي: هلته د کوچیانو راتګ نفوس زیات کړی او په دواړو سرشمیرنویعنې ۱۳۵۷ او ۲۰۰۴ کې د ناامنۍ له امله د دوی نفوس کم اټکل شوی و. همدا راز دغو ولایتونو کې د یو ملي خوزښت په ډول خلک رایو ته راوتلي وو او داسې ولسي تړونونه یې کړی و چې که څوک رایو نه راوزي نو ولس به یې کور سیزي.
- برعکس د پنجشیر او بامیانو په شان د ځینو ولایتونو تر نیماي ډیر نفوس کابل او نورو ښارونو ته کوچیدلي دی. د بیلګې په توګه اوس په پنجشیر کې د ۵۰۰۰۰ په حدودو کې کسان ژوند کوي، خو د رایو شمیر یې د اویا او اتیا زره تر منځ دي چې ۴۰۰٪ (څلور چنده) کیږي.
- د پولیو د واکسین څخه راټول شوی او د کلیو پراختیا وزارت د چارو لپاره راټول شوي نفوس په هغو ولایتونو کې ډیر زیات دی چې ډاکتر عبدالله پکې ملاحظات لري.
- په سیمو کې ویشل کارتونو شمیر تر هغه څه زیات دی چې خلکو رایې اچولي دي، نو د ده ادعا نه ثبوتیږي چې ګوندې تر مستحقینو ډیرو خلکو رایه اچولې ده.
- ډاکتر عبدالله اوس په ۱۵ ولایتونو کې تر ډاکتر اشرف غني مخکې دی. له دغو ۱۵ ولایتونو په ۱۵ واړو کې یې درغلي کړې ده. که د احصایې له یو متخصص سره کینې په یوه دقیقه کې به یې ورته ثبوت کړي.
- په تیر دور کې هم چې ډاکتر عبدالله په ۱۶ ولایتونو کې مخکې و، په څرګنده ښکاریده چې پراخه درغلي یې کړې ده. او د احصایې یو شاګرد هم قناعت ورکولی شو. خو فکر کوم چې خینې مشران د قناعت په نوم څه نه پیژني.
- د ده د درغلۍ دلایل د ده تر نفوذ لاندې ولایتونو کې هم تر ټولو په اسانه ثبوتیدای شي چې تر تیر ځل یې دا ځل رایې کمې شوي دي: د بلخ ټولواک والي چې په زور یې په تیر دور کې ژورې درغلۍ کړې وې، دا ځل بیا هم همغه ولایت کې والی او هماغسې زورور دی، خو د دې لپاره چې دا ځل د ډاکتر غني ناظران موجود وو، نو رایې یې راکمې شوې او درغلۍ یې کمې وکړې. نو که ځینې ولایتونه د نا امنۍ په تور له خپل حقه محروموئ، په بلخ او نورو ۱۵ ولایتونو کې مو ولې تیر ځل د ډاکتر اشرف غني رایې غلا کړې وې؟
دوهمه دعوه یې په درغلۍ کې د امرخیل د لاس لرلو مسئله ده. امرخیل او د ټاکنو د کمیسیون اکثریت غړو په بې سارې اتلولۍ په دواوړو دورنو کې ټاکنې بریالۍ کړې او ملت ته یې د نړۍ په کچه یو ویاړ وګاټه. د کابل د امنیې قوماندان چې د جمیعت اسلامي ګوند غړی دی، د امرخیل پر خلاف د توطیې کوښښ وکړ خو خدای پکې ناکام کړ. ډیره واضح ویډیو موجوده ده چې جنرال ظاهر وروسته له هغه چې د امرخیل له خوا په معقولو دلایلو او سړه سینه قناعت ورکول کیږي، امرخیل ته وایي چې سمه ده اوس چې ستاسو له خوا رایې خلکو ته لیږل کیږي، نو پولیس به یې سکورټ کړي. خو لدې سره سره هم خپله دنده نه تر سره کوي، بلکې برعکس رایې ضبطوي. پدې کار قوماندان درې لويې ګناوې کړې دي: لومړی دا چې په رزګونو افغانان یې له رایې ورکولو محروم کړل، له بل لوري یې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو تقدس زیانمن کړ او دریم دا چې د یو ګوند په ګټه یې سیاست کې برخه واخیسته او د وسله وال پوځ کارکوونکي د کوم ګوند لپاره د کار قانوني اجازه نلري. جنرال ظاهرباید د دې جنایتونو سزا وویني. البته امرخیل ته باید د شهامت او جرئت په خاطر د دولت تر ټولو لوړ مډال ورکړل شي.
نتیجه داده چې د ډاکتر صاحب عبدالله دعوې بې بنسټه دي. د یو افغان سیاستمدار په توګه دې لطفا ملت په تشویش کې نه اچوي اود ټاکنو ملي پروسه دې نه بدناموي.افغانان دې پریږدي چې نور خپل دا وران هیواد اباد او دا پاشلی ولس سره راټول کړي.
دا یوازې زموږ نظر ندی، ټول ملت او نړۍ همدا خبره مني:
- اروپايي ناظرانو د دویم دور تر لومړي ډیرې شفافې وګڼلې
- ملګرو ملتونو د ډاکتر عبدالله د کمسیونونو سره د بایکاټ پر تصمیم تأسف وښود او له دواړو نوماندانو یې وغوښتل چې د نتیجو شمارلو ته اجازه ورکړي او وروستۍ پایلې ومني.
- د امریکا خاص استازي ډابنز ټاکنې ښې وبللې
- د ناټو استازي او د پوځونو مشر اخطار ورکړ چې چا ته به د ګډوډۍ جوړولو اجازه ورنکړي او د دې لپاره یې ۳۰۰۰۰ عسکر تیار دي.
- د ډاکترعبدالله پر خلاف شکایتونه د خپل سیال په نسبت ډیر ثبت شوي دي.
- ولسونو، د ټاکنو د څار ملي او نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنو له دواړو وغوښتل چې د ولس رایو او قانون ته درناوی وکړي او د رایو تر شمارلو او نتیجو تر اعلانه صبر او د قانون سره سم نهایي نتیجه ومني.
- د ټاکنو کمیسیون د عبدالله له بایکاټ سره سره خپلې دندې ته دوام ورکړی او رایې شماري، ځکه بایکاټ د پروسې مشروعیت ته تاوان نه اړوي.
- د عبدالله د ملکرو له خوا د زورواکۍ کړنې، او د ده په ګټه د اردو، پولیسو او امنیت (ځینو) کارکونکو مداخله د دوی قانون شکني لا ملت ته څرګنده کړه. د ډاکتر غني د پلویانو د ۶۷ کسانو شهادت او یا زخمي کول د ډاکتر عبدالله سیاسي څیره ټکنۍ کړه.
- د عبدالله له خوا دا اقرار چې مقابل لوری یې ترې یو میلیون رایې مخکې دی، پخپله د ډاکتر غني د بري منل دي.
- تیر ځل چوپوالی او دا ځل جنجال هم د دوی د دعوې کمزوري ښيي.
- د احمد ضیا مسعود ویناوو د ده جهادي دعوه لا کمزورې کړه.
- په کوم ولایتونو کې چې د ده رایې تر مستحقینو ډیرې ښکاري، هیڅ شکایت نه کوي.
- د جواز خان کیسې ته ورته په سلګونو کیسې د خلکو د بې ساري بیدارۍ مانا لري. په خوست کې د جواز خان په نوم د یوه افغان لور مړه وه، خو ده د دې لپاره کلیوالو ته ونه ویل چې په رایو بده اغیزه ونکړي، کله چې ده او میرمنې یې د نورو کلیوالو په شان رایې واچولې نو بیا یې کلیوال خبر کړل چې ماشوم ښخ کړي.
- د ښاغلي محقق مسخرو او توهین امیزه خبرو او د ډاکتر صاحب عبدالله لاپو او پوزخندونو هم خلک پوه کړل چې دوی د هیواد د مشرۍ ظرفیت نلري.
- کله چې ډاکتر عبدالله څو ځل له مناظرو ډډه وکړه، نو ولس پوه شو چې پروګرام نلري.
- د انګریز د وخت ټاپې چې یو مسلمان ته د کفر او یهود او نصاری خطاب پکې شامل و، ملت او په خاص ډول علمای کرام په قهر کړل او د زرګونو علماو فتوا ملت پوه کړ چې اوس ډاکتر غني ته رایه یو شرعي مکلفیت دی.
- د سولې لپاره د ډاکتر عبدالله د طرحې نه شتون او د جنګ پر منطق ټینګار د دولت وسله وال مخالفین هم دې ته وهڅول چې د ټاکنو پروسې ته تهدیدونه ایجاد نکړي.
- د مجاهدینو د مشرانو له خوا د عبدالله د جهاد کم رنګه ښودلو هم د ده تله سپکه کړه.
ټاکنې یوه روا سیالي وه چې د اصلاحاتو او همګراني ټیم ونه ګټله. هیله ده د متمدنو انسانانو په توګه بل لوري ته مبارکي ورکړي او د هیواد په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.