د چین ــ روسیې تر منځ د انرژۍ سودا او په سیمه کې د ځمکني سیاست بدلیدونکې بڼه

 تېره میاشت د روسیې او چین ولسمشرانو د 400 میلیارد ډالرو په ارزښت د دریرشو کلونو لپاره د انرژۍ یو تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې به د چین د تېلو ملي شرکت د روسیې څخه چین ته ګاز ور کوي، چینایي مشرتابه غواړي، چې کوردننه اقتصادي ودې ته شیمه ورکړي او همدراز پر روسي اقتصاد باندې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.
روسیه هم په داسې حال کې چې د اقتصادي بندیزونو له امله یې اقتصاد د سړښت په پړاو کې دی، غواړي چې له چین سره د سوداګریزو تړونونو په مټ خپل ټکني اقتصاد ته د ځواک بښلو یوه ستره سرچینه پیدا کړي. کارپوهان په دې اند دي چې د یوکراین کړکېچ چین او روسیه یو بل ته سره نږدې کړل. د یوکراین پیښو له وړاندې د مسکو اقتصادي وضعیت خراب کړی دی او کولای شي چې نور هم حالات د کړکېچ په لور رهي کړي له دې امله روسیه هڅه کوي چې د خپل اقتصاد د خوندیتوب لپاره د هر ممکن فرصت څخه ګټه پورته کړي او ځان د اقتصادي ګوښیتوب څخه وژغوري. د غازو بیه هغه کړکېچنه موضوع وه چې د تړون لاسلیکول یې تر لسو کلونو پورې ځنډولی و.
د روان کال د پيل راهیسې د روسیې څخه د پانګې تېښتې کرملین اندیښمن کړی دی، تر اوسه پورې څه د پاسه 50 میلیارد ډالر له روسیې څخه وتلي دي چې له امله یې د (روبل) د راکړې ورکړې نرخ 9% ټیټ شوی دی او د پړسوب کچه 7% پورته ختلې ده. دې ډول پیښو کرملین خورا هېښ کړی دی ـــ په 2011 کې د روسیې اقتصادي وده د نویو را پاڅیدونکو اقتصادونو په منځ دریمه ستره وده وه.
مسکو له دې امله هڅه کوي چې نوي پانګوال ور مات کړي چې په دې برخه کې یې چینایي شرکتونه په اقتصادي لومړیتوب کې ځای لري. چین او روسیه غواړي چې په ګډه د پانګونې یوه اداره رامنځته کړي چې د روسیې او چین ګډې مالي شتمنۍ به پکې ځای لري او له امله به يې یو په بل باندې په درې ساحو کې اتکا زیاته شي: زیربناوې او معدنونه په دې برخه کې به ددې پیسو څخه د روسي اقتصاد د پرمختګ لپاره د سترو پروژو تمویلول او د ختیځو هیوادونو سره د روسیې اقتصاد د نښلول شامل وي.
ختیځ ته د روسیې کږلون: د مسکو او بیجنګ تر منځ د انرژۍ تړون د روسیې د کمزوري موقف څرګندوی کوي، پوتین له دې امله غواړي چې د اسیایې ځواکمنوهیوادونو سره اوږدمهاله تړونونه لاسلیک کړي کارپوهان زیاتوي چې د پوتین دا ډول دریځ به په سیمه کې امریکایې نفوذ د ننګونو سره مخ کړي. په دې وروستیو کې د روسیې او چین تر منځ د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې هڅې چټکې شوي ـــ په سوریه کې د لویدیځ مداخله بله هغه برخه ده چې چین او روسیه ورته په ګډه غبرګون ښيي او د دواړه لورو تر منځ د نږدې کیدو لامل ګرځي. د مصلحت په ډول، روسیې د چین سره د غازو د بیې په سر ناندرې او لانجې پای ته ورسولې؛ روسیې د یوکراین د کړکېچ له امله چین ته د ګازو بیه خورا ور ټیټه کړه د یوې اسیایي کمپنۍ(CLSA) د راپور له مخې، د روسیې او چین تر منځ په تړون کې د زر مکعب متر غازو بیه شاوخوا 340 ډالر ټاکلې ده. روسیه ، یوکراین ته همدومره غاز په 385 ډالر ورکوي.
په دې سربیره په پوځي برخه کې هم دواړه لورې په دې وروستیو کې یو بل تو سره نږدې شوي دي؛ د سوریې د کړکېچ په اړه د روسیې او چین تر ډیره یو ډول دی کارپوهان زیاتوي چې په سیمه کې د روسیې او چین تازه خوځښتونه سیمې ته د پام وړ پایلې له ځان سره لري، داسې اوازې هم شته دی چې روسیې په چین باندې پوځي الوتکې او توغندي پلورلي دي چې د جاپان او چین تر منځ د کړکېچني سیمې په سر لانجه کې د چین موقف پیاوړی کړي. مسکو او بیجنګ پوځي اړیکو پیاوړتیا لپاره د چین په ختیځ سمندرګي کې په ګډه پوځي تمرینات هم تر سره کړل او په دې ډول غواړي چې جاپان، ویتنام، فیلپین او د اوباما ادارې خپل پیغام ورسوي. په چین کې د یغور ایالت د بیلتون غوښتونکو له لورې وروستۍ تروریستي پيښې د روسیې له خوا په کلکه غندل شوي او چین ته یې د یغور د ناکراریو په بندولو کې د همکاریو سینه ډبولې ده.
په اقتصادي لحاظ دواړه لورو تیره میاشت د اقتصادي پیوستون په یو لړ هڅو هوکړه وکړه. د مسکو او بیجنګ چارواکو پيتیلې ده چې تېر کړکېچن وضعیت به تر شا پریږدي او په ګډه به د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو تر څنګ سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د روسیې او چین د اړیکو نوی محور به په نړیواله کچه د لویدیځ او امریکا دریځ له دې امله کمزوری او اوږدمهاله هژمونۍ ته د پای ټکی کیږدي چې دواړه هیوادونه د یوکراین د کړکېچ او په اسیا کې د امریکایي هڅو نه د ګډ خطر احساس کوي.