هـــغــــه زمــــــوږ دوطــــــن ښـــــکلــــې پيـــغله
هـــغـــه مـــعصــومـــه اوســـپيـــڅلې پيغله
هــــازړه وره اووتــــــلې پيــــــغـــــله *
تـــــــــــرتـــــــاړاکـــــــــــــــونــــوراوتلــــــــې پيغـــــــــــله
هـــغـــــــه تـــرټــــولــــوپيغــــلودنـــــگه پيغله *
هــــغه کــــوچـــــۍ هـــغـــه ملنـــــگه پيغله
هغــــــه خـــــــالـــداره اولــــــونـــــــگه پيغـــــــله *
نشــــــه نشــــه وه لــــــکه بنـــــگه پيــــــــــغله
بـــــــيانــــــــــــن پــــــــردوده تـــــرلاســـــونــــيولي *
چاتـــرپــــــلوچاتـــرکمـــــــڅونيــــــولي
چـــــــاورتـــه لاره دوتــــونيـــــولي *
ســــــينه خـــــولی تــــه زمـــــری بــــيادتــــوپــــونيــــــولي
څـــــــــوک ئی په کاڼوباندې ولي انجــــــــلۍ *
ناری وهـــــي پرکـــــــومه زغـــــــلي انجــــــــلۍ
چــــيغه يې گــــډه کـــړه په کلـــــي انجــــــلۍ *
بيـــاپه ســــروجـــــوړوي څلـــي انجــــــــــــــلۍ
څوک يې پيزوان څوک يې وربل لوټوي *
څوک يې نتــــکۍ څوک يې چارگــــل لوټـــــــوي
څـــــوک يې ســــرې شــــونډې اوکاکــــل لوټــــوي *
هم ئی پردي اوهم يې خــــپل لوټـــــوي
تــــــرخــــوله يې پــــورته غــلبــلې کـړې انـجـلۍ *
پــه غلبـلويې سترگې سرې کړې انجــلۍ
پــــه چــــــيغوچــــــــيغويې نارې کـــــــړې انجــــلۍ *
دگريوانه غوټۍ يې پرې کړې انجــلۍ
وه تپيده لکه اوتره انــجلۍ *
خــــــــدايه تــه مـــــــــه کـــــــــې بــــــــې دلبـــــــــره انجــــــــلۍ
هغــــــه زمـــــــوږ دزړگـــــــــي ســـــــره انجـــــــــــلۍ *
هــــــغه باتـــــــوره اودلاوره انـــــــــــــــــجلۍ
پــــــــرسنـــــــــــگروبـــانـــــــدې خـــــــــتلي پيـــــــغلې *
تـــــرتاړاکـــــونوراوتــــــــلي پيغلې
لــه حـــــــسنه ډکـــــــې اونازولي پيغلې *
تاپــــــــرمــــــيونـــــدنارې وهلـــــــــي پيــــــــــــغلې
سيـــــــنه ځنـــــــــگل کــــــه زمــــــريان وه زيــــــــږوه *
بيـــــــاغـــــــزنـــــويان ابداليان وه زيږوه
بـــــــيادمـــــــيرويـــــــس پـــه شــــــان بچـــــــيان وه زيــــــږوه *
بـــــيابـــريـــتورفتح خان وه زيږوه
چـــــــې يـــــرغـــــــــــــــلونه پــــرمغــــــولـــــوو کــــــي *
پښــــــتنه ســــتا دورانــــولـــــوو کــــــــي
پيل دې بــــــيا په جــــــــــوړولـــــــووکـــــــــي *
تــــــوبه دخـــــــــپلوله وژلـــــــووکــــــــي
له تـــــــــــــا به پيـــــــغله دآســـــــيا جـــــــوړه وي *
ورانــــــې ويـــــجاړې به دې بــــيا جـــــــوړه وي
تا به په څــــــــه زيـــــــب اوښـــــــــکلا جــــــــوړوي *
ســــتاپردښـــــمنانوبه کــــربـــلاجــــــوړوي
بيابه نه ســـــــره اونه به تــــــوروي دلتـــــــه *
ډک به دمــــــــــــينې کــــــلی کــــــوروي دلتــــــــــه
داستا له زلـــفوبه گــــــلان سي پيدا *
ستــــاله سيــــــنې څــــخه به اتــــــــلان ســـــي پيــــــدا
بيابه تورزن ايوبي اوابداليان سي پيدا*
بيابه وزيراکـــبرخان غوندې غازيان سي پيدا
بيـــابه ته پــــت لرې عـــــزت به لــــرې*
بيــــابه خـــــــپل برم لرې شـــانـــوشــــوکـــــــــــت به لرې
دهردښــمن په زړه کې رعب وحـــــــيبت به لرې *
بيا به خپل نوم اونښان اوکرامت به لـــــــرې
بيابه دغروپرسروزموږرمې مستې وسي *
بيا به پيوند سي زړونه بيابه جذبې مستې سي
بيابه ترنک په خندا بيابې څپې مستې سي *
ځوانان به وي په ګډا بيابه ميلې مستې سـي
جنډې به پورته سي بيا اوزيارتونه به وي *
شنختې به باد ووهي ايښي نــــــــــظرونه به وي
دتاندوهيـــــــــــلوپـــــــه زړوکې ارمانونه به وي *
مــــــــــينه به وي په زړوکې کــــــړاونوبه و ي
هم به منـصوروي دوخت اوهم به دارچليږي *
هم به کچکول ملنگ اوهم به چلتار چــــــــليږي
هم به مــــــطرب اورباب اوهم ستارچلــــــــيږ ي*
هم به قانون وي دوخت هم سرکار چلـــــــيږي
ته مې قسـمت کې ربه له ښه قسمته پياله *
ستا له عــــرفان له خومه له حــــــدايتـــــه پياله
ســتا غـــــــــفرانه ډکه له قســــــمته پياله *
ستا له ســــــخي سترخوانه له ســــــخاوته پيــــــاله
ستړی يم غيږ ه راکه په زړه داغلي پيــــغلې *
داستيدادپرسنـــــــگرباندې ختـــــلې پيغـــــــلې
اې دهجران په لمبوکې سوځـيدلې پيغلې*
اي دوحــشت له بامه راغـــورځـــــيدلې پيــــغلې
خيال دې دزړه له سره ايسته کولی نـــــــــــسم *
زړه مې له تاســـــــره دی تاهــــيره ولی نـــــــسم
بس وتــــقديرته دې تــــــسليم يم هيــــڅ کولای نسم *
محبوبی چاته دی هم ورپريښودلی نسم
واوره زما دزړګي دپټ اهنـــــــــگ خـــــبرې *
زما دزړه په وينــــــوباندې دې رنـــــــــگ خــــبرې
دادی دژوندداهنگ دنوي رنگ خبرې *
داددرويــــــــــــــــــش خــــبرې ستا دملنــــــــــگ خبرې
وروستي