د انتخاباتو پایلې، لاملونه او عواقب

که څه هم چې د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاؤ پایلې لا په رسمي توګه نه دي اعلان شوی، خو د ځینو سروې ګانو او لومړیو معلوماتو او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشرانو د رواني حالت او تورلګونو نه داسي ښکاري چې د لوموړي پړاو برعکس د بدلون او تداوم ټیم کاندید ډاکتر اشرف غني د خپل سیال ډاکتر عبدالله عبدالله نه مخکې دي. په دهم پړاؤ کې د ډاکتر اشرف غني د بریا لاملونه څه ؤ او دده د بریا عواقب به افغاني ټولنې ته څه وي؟
په لومړي پړاؤ کې د تحول او تدام ټیم مشران او پلویاڼ په دی عقیده ؤ چې په لومړي پړاؤ کې انتخابات ګټي. د خلکو پراخ ملاتړ، د موجوده ستونزو د حل له پاره د هراړخیزې کاري برنامې لرل او په مسلکي او اخلاقي لحاظ  ددوې د کاندید برلاسي  د دی خوشباورۍ علتونه ؤ. خو منجمنت، همږغۍ، څارنې او د درغلیو مخنیوي ته یې ډیره توجه نه وه کړې نو ځکه نتیجه د تمې خلاف وه. برعکس ډاکتر عبدالله د پنځو کلونو راپدیخوا هدف ته د رسیدو له پاره کار کړي ؤ، ښه مالي او اداري تیاري یې نیولې وه. په ارود، پولیسو او ملي امنیت اورګانونو کې یې چې شمالي ټلواله په کې انحصاري نفوذ لري خپل پلویان بسیج کړي ؤ.
 په لومړي پړاؤ کې د عبدلله ۴۵ او د غني ۳۱ سلنه رایې نه یوازې د غني په کاري ټیم داسي تاثیر وکړ لکه په سره ژمي کې چې یخ سیند ته لویدلي وي، بلکې دغه شوک د ده پلویان او پراخه پرګنې دغفلت له خوبه راویښ کړه او په داسی هیجان یې راوسته چې نور یې ټاکنو ته د باخت او برد په سترګه نه، بلکې د مرګ او ژوند ترمنځ د انتخاب په سترګه کتل.
په دوهم پړاؤ کې ډاکترعبدالله په خپله لومړنۍ نتیجه او د سیال لوري د منجمنت په کمزورتیا ډاډه ؤ. خو د اشرف غني ټیم هم له یوې خوا وشو کړې چې د ترډیره حده خپلې نیمګړتیاوې پوره کړي او له بلې خوا دده په لسګونو زرو پلویانو په خپل ابتکار او مصرف بی د چا د لارښونې په کلیو، بازارونو، کارځایونو او همدغه شان د میډیا له لارې په حیرانوونکي مبارزه لاس پوری کړ. د ښه منجمنت، د ځوانانو په نه ماتیدونکي اراده او ولسي مشرانو په مرسته د لومړي پړاؤ مایوسونکې نتیجه په احتمالي کامیابۍ بدله شوه. په دغه کامیابۍ کې د پورتني واقعیتونو سربېره ځینی نور عناصر لکه سیمه ییز نفوذ، د لومړي پړاؤ د کاندیدانو رایې، او د یو یا بل کاندید په ګټه او زیان د قومي رایو تحرک هم بې اغیزه نه ؤ.
که څه هم ډاکتر زلمې رسول د عبدالله د ټیم سره یو ځاۍ شو خو د اشرف غني نه د رسول د ټیم د اغیزمنو شخصیتونو پلوي همدغه شان د قطب الدین هلال، داود سلطان زوۍ او هدایت امین ارسلا ملاتړ بی تاثیره نه ؤ. که څه هم سیاف په خپله د عبدالله پلوي شو، خو دده یو ډیر لوړ شمیر پلویانو د اشرف غني پلوي وکړه، چې ښه بېلګه یې د سیاف په زادګاه پغمان کې د رایو نتیجه ده.
 که څه هم چې ډاکتر عبدالله په پښتون مېشتو سیمو کې او ډاکتر اشرف غني په تاجک مېشتو سیمو کې د ملاحظې وړ رایې ترلاسه کړي خو بیا هم په ټولیزه توګه د ټاکنو په دواړو پړاؤنو کې پښتنو، ازبکانو او ترکمنانو اشرف غني ته رایه ورکړې او تاجکانو، هزاره ګانو او د ننګرهار پشه یانوعبدالله ته رایه ورکړي. خو په دوهم پړاؤ په قومي رایو کې د اشرف غني په ګټه ډیر تحرک لیدل کیږي. په هزاره مېشتو سیمو کې د لومړي پړاؤ په تناسب د اشرف غني رایې ډیرې دي. همدغه شان د اشرف غني ټیم وشو کړې چې د ننګرها په پشیانو کې د ملاخظې وړ نفوذ وکړي
 د لومړی پړاؤ  برعکس دا وار وسله والو مخالفینو په وردګو، غزني، زابل، لوګر، پکتیکا، لوې کندهار او ځینو نورو سیمو کې تر ډیره حده خلک د رایې ورکولو نه راو نه ګرځول چې دغه کار او د لومړي پړاؤ په تناسب  د لسګونو زرو ځوانانو کار د پښتنو بسیج ډیر زیات غښتلې کړ. بل مهم فکتور د ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله د شخصیوتونو مقایسه، کاري او سیاسی سابقه وه چې په تلویزوني او رادیویی بحثونو، فیس بوک او نورو ایکترونکي میډیا او همدغه شان په کلو اوو جوماتونو کې د اشرف غني د پلویانو پرې بحث وشو او د ۱۹۹۰ لیسیزې کورنۍ جګړې صحنی یې خلکو ته ورپه یاد کړي. په دوهم پړاؤ کې د تلویزوني بحثونو نه د ډاکتر عبدالله ډډه کول اشرف غني ته پوره امکانات ور په برخه کړي چې په خپل سیال باندی خپله سیاسی، اخلاقي، کاري او مسلکي برلاسي ولس ته څرګنده کړي.
پورتني لاملونه په لومړي پړاؤ کې د ډاکتر عبدالله په تناسب د ډاکتر اشرف غني د رایو کمښت او په دوهم پړاؤ کې د اشرف غني په بري کې بنسټیز ثابت شول. اولس په ده اعتماد وکړ او په قوی احتمال به ډاکتر اشرف غني د افغانستان راتلونکي ولسمشر وي. دی په داسې شرایطو کې د چارو مسؤلیت په غاړه اخلي چې هېواد د بی شمېره امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس په ګریوان دی. نه دی کوم منظم ملي ګوند او نه متجانس کاري ټیم لري. غښتلې جنګې ډلې د افغانستان په سیاست او اقتصاد حاکمي دي، د افغانستان ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو په واقعي مانا ملي نه دي، اداري فساد خپل اوج ته رسیدلې او کار اهل کار ته سپارل هم اسانه نه دی. ایا اشرف غني به وشي کړې چې په دغو ستونزو لاس بری شي او اولس یوځل بیا ناهېلې نشي؟
پورتنیو ستونزو ته په پام او بهرنیو مرستو د کمېدو په صورت کې باید د افغانستان خلک د اشرف غنی او یا بل شخص نه د معجزې تمه ونکړي. که اشرف غني وشي کړي چې خپل همپیمانان د مسلکی او کاري خلکو په ګمارلو قانع کړي او د وعدې سره سم د کار د ویش او پلان د تطبیق په اساس ملي مشارکت رامنځ کړي افغانستان به په یوه سم لوري حرکت پیل کړي او د ستونزو د حل توانایي به پیدا کړي.