لګـيا دي


 















































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































































لګـيا دي
 
څوک مې له قبره اشنا ستا د اوږو شال پټوي
تا چې خپور کړى رانه دغه سورکى لال پټوي
د شهيد  قبر دوى ته هم يوخزانه  ښکارېږي
مرقب  يې وران  کړي  ورنه خښتې  د دېوال  پټوي
بيا کومه خور شوله بې وروره چې سلګۍ يې راځي
پلار يې خبر دى مګر مور ځنې يې حال پټوي
عجيبه  خلک دي د ظلم دنيا  ګوري چپ  دي
مرګ نه وېرېږي   هريو حکم    د جلال   پټوي
نشته  دى قدر  د امام  هېڅ  مقتديانو   سره
عار ګڼي دا پوهېږي نه د مذهب سوال پټوي
زمونږ  په زړنو کې لا اوس  هم شته  جذبې  د مينې
ګورم لګيا دي خلک اوس مونږ نه دغه خيال پټوي



وايي  نظير  زما په  زړه کې  دا  ځايږي   کله
چې ښکلى يا را نه په مرګ خپل خط او خال پټوي