په خورا تاْسف سره مې خبر ترلاسه كړ چې نن د ۱۳۸۸ هـ ش كال د وري په ۲۷ مه نيټه د افغانستان د پوهنې يو خدمتګار او د پوهنې وزارت د تاْليف او ترجمې پخوانى رئيس سيد احمد مومند د ورپيښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې كړې .
انالله وانا اليه راجعون
ارواښاد سيد احمد مومند په كابل كې له خوشال خان ليسې څخه تر فراغت وروسته د لوړو زده كړو لپاره جرمني هيواد ته ولاړ او هلته يې د ښوونې او روزنې په برخه كې د ماسټرۍ تركچې لوړې زده كړې وكړې چې هيوادته له راستنيدو وروسته يې د افغانستان د پوهنې په بيلابيلو برخو كې د قدر وړ خدمتونه كړي دي .
نوموړى د رحمان بابا په عالي ليسه كې د لوى مدير او بيا دوه ځلې يې د پوهنې وزارت د تاْليف او ترجمې د لوى رئيس په توګه دندې ترسره كړي دي چې وروستۍ دنده يې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا په رياست كې د كتابونو په تاْليف كې وه .
زه د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت د مشرتابه هيئت او ټولو منسوبينو په استازي توب په داسې حال كې چې د دغه لوى خدمتګار مړينه د پوهنې وزارت او ټول هيواد په كچه يوه لويه ضايعه بولم، نوموړي ته د لوى خداى له درباره د فردوس جنت، او د كورنۍ پاتې غړو ته يې د جميل صبر د غوښتنې لاسونه لپه كوم .
په درناوي
فاروق ودرك
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير