که ازاد  شوم  د  حکمتیار  او غنی  روغه  کوم

د افغانستان ولس باید د شکرانې لمونځ وکړي چې د حل او ملې جوړښت فرمول خدای ج ورته ورکړ ، انتخابات د حل یوازینۍ لار ده چې ولس ته قضاؤت په لاس ورځي نن ولس فیصله وکړه ټول يې باید ومني که څوک غره ته پورته کیږي هغوي پخوا هم پورته شوی وو خو له پښو ونیول شول هیله لرم چې بیا بیا تیرې غلطې تکرار نکړئ له پرون څخه به نن ډیر یوازې شئ ، ما په تلویزون ، رادیو ، اخبار کې د ولس بیسارې مینه تعقیبوله زه فکر کوم د روسانو له شکست وروسته دا دوهم ملې بدلون ده که څوک يې مخالفت کوي هغه جنګ غواړي او د ولس خلاف جنګ ته ملاتړي مونږ د زندان له پنجرو هم د ولس تر شا ولاړ یوو او د بدلون حمایت کوو ، اوس هغه وخت نده چې زرداد ، د کیوبا او بګرام  پنجرو کې بند  افغانان  ستاسو  په  فرمایش  بندیانیدل  زه پوښتنه کوم  ایا غره ته د پورته کیدو حوصله لری ؟
ښاغلی عبدالله باید اخلاقآ خپله ماتۍ قبوله کړی او د اشرف غنی په مشرۍ ټیم ته مبارکی ورکړي زه چې د زندان پنجرو کې د حالاتو په جریان او د ولس په پریکړه پوهیږم نو تاسو ولی فکر کوي چې نه پوهیږئ ؟ ښاغلی عبدالله او ملګرو ته به یې وریاد وي چې د ښاغلی حکمتیار او دولت ترمنځ د روغې جوړۍ مسله ما جوړه کړه او هم د حزب اسلامی د هغه وخت د هیت دري واړه غړي ښاغلی سباوون ، جریر او ارغندیوال ژوندي دي ددواړو ډلو ترمنځ دوه نیمې میاشتې خبرې زما په قرارګاه کې راوانۍ وې تر څو سره جوړ شول او بیا نه پوهیږم قاضی حسین احمد او علاؤالدین برجردی له کومه پکې راټوپ کړل چې د بین الافغانی تفاهم امتیاز يې هغوي ته ورکړل شول ، د افغانستان نوې حکومت دې د صلح شورا منحل کړي دا مدعیان دی پدوې نه صلح راتلاي شي او نه يې څه تر توان پوره دي ، سیاست سره مي علاقه نشته خو که ازاد شوم انشاالله د فعالو ځوانانو په مرسته به زه د حکمتیار صاحب او نوی حکومت ترمنځ د روغې لپاره موفقانه کارونه تر سره کړم ، د طالبانو مشرانو ته هم ورځم  او د دریمګړی په حیث ورسره خبرې کوم ، د افغانستان لپاره  او  د ولس لپاره .
ز ر داد فریادی
له زندان څخه
یادداښت :  دغه پیغام ښاغلی زرداد په زندان کې هغو افغانانو ته سپارلې چې د نوموړی د لیدو لپاره ورغلی و  او په ځینې ټولنیزو رسنیو کې د هغو اوازو په ځواب دی چې ادعا يې  کوله زرداد د داکتر عبدالله په بلنه کابل ته تللې او هغه سره کمپاین کې مرسته کوي . زرداد په بریتانیا کې له افغانانو ډیر خوښ و  هر وخت يې لیدو ته ورځئ او له نوموړی سره يې ډیره همدردی ښودلې ، ویل کیږي چې د بریتانیا په تاریخ کې لومړی زندانی ده چې ډیر خلک يې پوشتنې ته ورځي او هر راز مرسته ورسره تر سره کیږي . زرداد د افغانستان له موجوده سفیر  سیکرتر جمشید نه هم ډیر خوښ و  چې له تیر یوه کال راپدیخوا همکاری ورسره پیل کړۍ ، په سلګونو افغانانو یوه ګډه عریضه لیکلې چې زرداد دې ازاد کړل شي او دغه عریضه د افغانستان سفارت ،د بریتانیا د دولت د پارلیمان وکیلانو ، د زرداد مدافع ټیم ته سپارل شوې ده  او د افغانستان په دولت کې هم تقریبآ ۴۴ وکیلانو او سناتورانو  او  په غټ شمیر کې قومي مشرانو  له ولسمشر کرزی او د کابل کې د انګلستان له سفارت غوښتنه کړۍ چې زرداد ازاد کړی ، دا چې افغانستان کې قوي مرکزی او اثر رسوخ نظام نشته څوک يې خبرۍ ته غوږ نه نیسي .
ومن الله التوفیق