د افغانستان اقتصادي زیرمې، ځمکنی ــ اقتصادي پروت او روانه جګړه:

دریمه برخه
که څه هم افغانستان د تاریخ په اوږدو کې تر نن ورځې پورې د کوم بهرني هیواد یا ځواک د مستعمرې لاندې راغلی نه دی  مګر د سړې جګړې پر مهال د سور او شین کمربند تر منځ د حایل په ډول پروت و. هغه مهال دواړه لورو ته دا موکه تر لاسه نه کړه چې د افغانستان په طبعي زیرمو کې کېندنې وکړي. د هندوکش لړۍ د افغانستان تر ډیرې برخې تیریږي، او په همدې لړۍ کې د افغانستان سترې زیرمې پرتې دي. د تیرو څلویښتو کلونو په بهیر کې په درجنونو طبعي زیرمې په افغانستان کې وموندل شوې مګر د سترې برخې په اړه یې تر اوږدمهاله پورې په لوی لاس خلکو ته مالومات نه و ورکړل شوي.  د اقتصادي اټکلونو له مخې افغاني زیرمې کولای شي چې د هیواد اقتصادي بنسټ پیاوړی کړي او د( تریاکو د هیواد) تپل شوی نوم د خلکو له ذهنونو ورک کړي. افغانستان د اوسپنې کان نږدې پنځه سوه میلیون ټنه اوسپنه لري او ویل کیږي چې د نړۍ په کچه تر ټولو ښه کیفیت لري همدې سیمې ته څېرمه د سکرو کان هم موندل شوی دی د عینکو مس کان چې په سیمه کې تر ټولو سرته زیرمه ګڼل کیږي، افغان پلازمینې ته په څلویښت کیلو مترۍ  پروت دی او د اقتصادي پرمختګ کارپوهان وایې چې د همدې ستراتیژیکې موقعیت له امله یې د رغښت چارې ډیرې ارزانه پریوزي.
روسي کارپوهانو په شپیتمو کلونو کې د افغانستان د غازو پروژه جوړه کړې وه چې په مټ یې تاجکستان ته غاز لیږدول کید. هغه مهال شورویانو  له افغانستان څخه د کال دوه نیم بیلیون متر مکعب غاز تر لاسه کولو. د کابل ختیځ ته په یو شمېر سیمو کې داسې د لیتیمو، برلیمو او تنتالیومو سربیره یو شمېر داسې نادره عناصر پیدا شوي چې په نوې تکنالوژۍ او د هوایې ځواک په جوړولو  کې خورا ستر رول لري. هغه مهال روسانو په افغانستان کې د یو شمېر معدنونو په کیندولو پیل کړی و چې په لړ کې یې د تېلو د تصفیه کولو یوه بټۍ هم په پام کې نیولې وه، ددې ټولو ارزونو سربیره د شوروي ځواکونو د وتلو وروسته،نړیوال بانک هم د افغاني زیرمو په اړه خپلې ارزونې او ټاکنې په ډاګه کړې؛ د نړیوال بانک د راپور له مخې، یوازې د مسو کان کولای شي چې د نړیوال بازار دوه سلنه کلنۍ برخه جوړه کړي،(Afghanistan’s untapped energy, oct24,2008)
د افغانستان اقتصادي زیرمې، ځمکنی ــ اقتصادي پروت او روانه جګړه:
د یویشتمې د پيل راهیسې، په نړیوالو اقتصادي بازارونو کې د ځای موندلو او مهمو اقتصادي سرچینو ته د لاسرسي په خاطر د سیمې او نړۍ هیوادونه هڅه کوي چې د یو بل سره ځمکنی واټن د امکان تر بریده را کم کړي؛ په دې برخه کې د هغه هیوادونو رول خورا مهم او پیاوړی دی چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د نړۍ مهمې سیمې سره نښلوي. افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د سیمه ییز او نړیوال اقتصاد د نښلولو  په دې برخه کې د خورا ارزښتمن رول څخه برخمن دی. د پورته موخو تر لاسه کولو لپاره افغانستان د ځمکني پول حیثیت لري، د اقتصادي سیاست یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د امریکا له لورې د افغانستان اشغالول په سیمه کې د لویو ستراتیژیکي او ترانسپورتي لارو او اقتصادي پروژو  د کنترولو لپاره یوه ستره  وسیله ده. د غازو د نللیکو یو شمېر مهمې پروژې په ځانګړي ډول د اته میلیار ډالرو په ارزښت د (تاپي) پروژه ددې هر څه په سر کې ځای لري، ددې پروژې په مټ به د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه هند او پاکستان ته غاز لیږدول کیږي.  په افغانستان کې د جګړې اناتومي ددې خبرې پخلی کوي چې جګړه په رښتیا هم د اقتصادي موخو لپاره په کار اچول شوې ده، ښایي چې د بدخشان د نا کراکریو یو ستر لامل په همدې سیمه کې د غازو سرسامه شتون وي(د اویایمو کلونو د سروې د اټکل له مخې د افغانستان په شمال کې د پنځه تریلیون مکعب فته په اندازه غاز شته دی).
د مخدره توکو زرینه سوداګري: د شوروي د جګړې پر مهال امریکا په لوی لاس په افغانستان کې د اپیمو کښت او سوداګرۍ ته لار هواره کړه، امریکا غوښتل چې د سور پوځ په ضد له همدې لارې د هغه مهال د (شین کمربند) لیکې پیاوړې کړي. له هغه مهال راهیسې د پیمو سوداګري په سستماتیک ډول د بیلینونو ډالرو تر کچې ورسیده. د شوروي سره د جګړې په برخه کې د اپیمو سوداګرۍ د امریکا لپاره خورا ستر ارزښت لره. د نورو سربیره یوه بله  ستره پلمه چې امریکا یې له امله په افغانستان یرغل وکړ، د مخدره په توکو په ضد کلکه مبارزه کول و، مګر د همدې دروغجنې مبارزې سربیره اوسمهال په اروپایي بازارونو کې د مخدره توکو له لارې د کال دوه سوه میلیارد ډالر تولیدیږي،(Michel Chossudovsky, America’s War on Terrorism).
امریکایي سیاستپوه(Alan Greenspan) له حقایقو پرده پورته کوي:
د نوموړي په اند، اسامه یا د تروریزم وړل د افغانستان د یرغل لامل نشو ګڼلای. دې خبرې ته د پیریانو جګړې لیکوال (سټیو کول) هم اشاره کړې ده، نوموړی وایې چې د طالبانو د رژیم پر مهال د افغانستان د غازو او تېلو د پروژې په اړه په افغانستان کې د ارجنتاین او امریکا دوه ستر شرکتونه د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي و مګر طالبان دې ته لېواله ول چې د پروژې په اړه د ارجنتایني کمپنۍ سره خبرې وکړي، هغه مهال امریکایان په دې ویره کې وو چې کیدای شي د طالبانو د همدې معاملې له امله امریکا خپلو موخه ته د رسیدو په لار کې د ستونزو سره مخ شي، نو ځکه یې د یرغل تابیا وکړه. امریکایي سیاستپوه وایې چې:  دا د سیاست په ډګر کې نامناسبه خبره ده چې ووایو د عراق جګړه د تېلو جګړه ده، نوموړی وایې آیا داسې څوک شته چې ووایې د افغانستان جګړه د زیرمو او کانونو جګړه ده. یو بل امریکایي جنرال(General Wesley Clark) په دې خبره اعتراف کړی چې د سپتمبر د یوولسمې نه مخکې امریکا د افغانستان او عراق په شمول د اووه هېوادونو د نیولو لپاره پلان جوړ کړی وو.
لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون – اسلام اباد
Lutfullah44@gmail.com