دليــونۍ مــينې مـلنګ زمــا دغـــم ليونی
چرته بــه ناست مايادوي په هريــو دم ليونی
هاغه دځــــانه مرور،هـــم دجــــهانه خفه
دذات په دشتوکښې ميشته دی دتـورتم ليونی
زه يې چې دخپـل تخليق په ډکواننګو کې وينم
دجـــــادوګرتخليق خالــق دښه قــلم ليونی
دلاس په کرښو کې بـه زه ورپسې ځغـلنده وم
تقــدير به مانه کړوپه زغل په هرقــدم ليونی
زمــا دزړه په چاپيرچل کې لکه درد چې اوسي
پــه باد دچيرې زهــير نه شي ددې چم ليونی
غزلـه!ستــا مصروعوته ټکی ښکلی ښکلی ګورم
ګــــران دی پرما ددې نغمـودزيراوبم ليونی
وروستي