زه د خپل هويت لپاره مبارزه کوم


تيرې څو مياشتو ډيرو ته ستړې دي، ډير پکې خپلې ګټې لټوي لږ پکې د ملت لپاره کار کوي، د تير ځل ولسمشرۍ ټاکنې، سخته يخني، باران، باد، امنيتي ستونزې او ګواښونه هغه څه و چې خلکو شاته پريښودل او رايي ورکړې.
رايي وشمېرل شوې، خو هيڅوک ګټونکی نشو، او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، دا ټاکنې په داسې يو حالت کې دوهم پړاو ته ولاړې، چې د هرې ورځې په تيريدو سره هوا ګرميده، امنيتي ستونزې ډيريدې، پټ مخو طالبانو د افغاني طالبانو د اعدام لړۍ پيل کړې وه، هغو چې په تير پړاو کې يي درغلۍ کړې وې بيا يي نوي پلانونه مهندسي کول.
خلک د هرې ورځې په تيريدو سره د پاڼ او پړانګ تر منځ کيدل،يو لوري ته د وطن مينه، بل لوري ته د وطن لرې او نيږدې دښمنانو د هرې ورځې په تيريدو سره د ترهې شعارونه ورکول، ولې پرون هرڅه بدل شول، او هغه داسې چې یو وار بیا اوو ميليونه وګړي را و وتل، د پاکستان تر راکټي بريدونو لاندې کونړ په دومره مينه رايه ورکړه چې ان رايي پاڼې يي خلاصې کړې، هودخيلو او د کابل ختيځ او شمالي سيمو له وطن سره دومره مينه وښوده چې د رايو لپاره په قطارونو ولاړو خلکو ته رايي پاڼې ور نه رسيدې دې مينې دومره غرور او ډاډ خلکو ته ورکړی و چې لارو ته را و وتل او په لاريون يي لاس پورې کړ، د هرات په کشت کهنه ولسوالۍ کې يولسو سپين ږيرو خپلې ګوتې قرباني کړې خو رايه يي ورکړه.
په دې پړاو کې هرچا له خپل وس سره سمه قرباني ورکړې، خو زموږ يو نوم ورکی دوست هره ورځ داسې قرباني ورکوي چې هم مسلکي دی، هم په وطن مين، او هم پر خدای او ملت پوره باور لري،زموږ دا دوست چې ځينې پرې ډول ډول ټاپې لګوي او په ډيرو نومونو يي يادوي او تورونه پرې پورې کوي پرونۍ ستړيا يي د قرآن کريم په مچي کولو له ځانه لرې کړه هغه داسې چې:« ستړی او ساه ساه دفتر ته راغی، قرآن کريم ته يي لاس ور تير کړ په زړه پورې يي ونيوۍ او له ځان سره لګيا شو:(( زه په غني د پښتون لپاره نه يم مين، زه په غني د څوکۍ لپاره نه يم مين، زه په غني د ځان ښودنې او ځان ور نيږدې کولو لپاره نه يم مين، بلکه زه په غني د خپل هويت لپاره مين يم، زه په غني د دې لپاره مين يم چې غني غل نه دی، غني خلک سره يو موټی کړل، غني خلکو ته جرأت ورکړ، غني خلکو ته وښوده چې تر غله پرته يو پاک انسان هم کولای شي د ميليونونو انسانانو باور خپل کړي، زه په غني ځکه مين يم چې مور مې راته ويلي دي زويه، چاسره جنګ ونکړې، بې ننګي ونکړې، مرګ قبول کړه، زه به پرې وياړ وکړم، خو ګوره چې بې ننګي ونکړې. زه ځکه خپل هويت  ته مبارزه کوم، چې تر ما مې نالوستی ورور په وطن ډير مين دی، ورور مې يو لک افغانۍ د لاس مزدوري کړې وه، پيسې يي راوړې او راته يي راکړې او ويل يي لالا دا واخله، داسې يو چاته يي ورکړه چې غني ته پرې کمپاين وکړي، ما مې د ورور احساس وليد، ودرديدم خو له درد سره يو ځای مې يو ډول د غرور احساس وکړ، ځکه زما ورور چې دومره ويښ و نو د ډيرو نورو وروڼه به هم ويښ و)).»
د دې سړي په زړه کې يو عجيب درد دی، د ده درد کرار کرار د ارزښت بڼه غوره کړې، ځکه دا سړی اوس هم په کور کې په ټغر کيني، اوس هم په کور کې د يو ډير عادي افغان په توګه ژوند کوي، اوس هم د يو کليوال ځوان په څير يي په سترګو او څيره کې ډيره مينه ښکاري، په دې سختو شرایطو کې چې وطن سختو دسيسو په سر اخيستی دی، دی لا هم پر هويت او ملت باور لري، اوس هم د کلي ژوند تر څوکۍ ښه بولي خو په دې شرط چې ملت په کرار وي.
د دې سړي درد دومره ډير دی چې له زانګو بيا تر ننه ورسره دی، دې سړي ته په ډير وړکتوب کې مور ويلي دي:« زويه، چاسره جنګ ونکړې، بې ننګي ونکړې، مرګ قبول کړه، زه به پرې وياړ وکړم، خو ګوره چې بې ننګي ونکړې.»
زموږ دا ملګری چې زه يي يوازې په څيره پيژنم، له نيږدې مې نه دی ليدلی، او شونې ده که سره مخ شو يو بل هم ونه پيژنو خو د زړه مينه مو له يو بل سره خورا ډيره ده، ځکه دی خپل د وطن او هويت له مينې ډک زړه ته د قرآن کريم په ښکلولو او ملت ته په کار کولو ډاډ ورکوي نو يو څوک چې پر قرآن باور ولري او ملت ته کار کوي په ننۍ زمانه کې يي د انسانيت لپاره يوه بيلګه بللی شو.
د ده مور کله هم خپل زوی ته نه دي ويلي چې : چور وکړه، ځمکې غصب کړه، د ځينو په څير د څو روپيو په بدل کې خپل قوم خرڅ کړه خو ځان او مقام وساته.» دا سړی مسلکي دی،مينه ناک دی، سپيڅلی دی، افغان دی او يو کلک مسلمان دی، دا چې څوک دی زه يي نوم ځکه نه ليکم چې دی هم پوه نشي، چې ليکوال به دا ليکنه په چا کړي، لوستونکو ته يي ځکه نه ښيم چې دوی هم بايد فکر وکړي او ټاپه لګونکي را باندې د غوړه مال نوم کينږدي.
خو د بيټ نيکه دا دعايه ورته ډالۍ کوم او ډاډ ورکوم چې ښاغليه، ته اوس يو فرد نه بلکه يو ارزښت يي، ستا په څيره چې کله هم ما غم ليدلی زرګونو افغانان غمجن شوي دي، که کله هم چا ستا په ضد کومه خبره کړې يوازې ما چې تش په نوم دې پيژنم ستا په اړه تر سلو ډير ټليفونونه تر لاسه کړي دي نو ای زموږ ارزښته، ای زموږ له غرور او مينې ډک انسانه موږ تاسره يو.
دلته دي د غرو لمنې
زموږ کيږدۍ دې پکې پلنې
دا وګړي ډير کړې خدايه
لويه خدايه لويه خدایه.
په درنښت
صمدخان غر