چمتال ادبي بهير پرانيستل شو


د بلخ ولايت په چمتال ولسوالي كې د وري په ۲۴مه، د مومند بابا ادبي بهير له خوا او د دغې ولسوالۍ د ځوانانو د هراړخيزو مرستو پر مټ ((چمتال ادبي بهير)) پرانيستل شو.

د چمتال ادبي بهير په پرانسيتې غونډه كې د بلخ ولايت د بېلا بېلو ولسواليو د ځوانانو تر څنګ يو شمېر مخور مشرانو هم ونډه درلوده، چې په ترڅ كې يې مومند بابا ادبي بهير د  شمشاد تلويزون اداره، په ننګرهار كې د وزير محمد ګل خان مومند بابا د ياد غونډې د جوړېدو په وياړ د يو ستاينليك په وركولو، ونازوله.

دغه غونډه د مومند بابا ادبي بهير او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د چمتال څانګې مسوول ښاغلي ګل نبي په هر اړخيزو مرستو جوړه شوې وه
 
غونډې دوه برخې، ويناوې او مشاعره درلودې.
لومړى د ويناوو برخه پيل شوه چې د ويندوي چارې يې د مومند بابا ادبي بهير تكړه ويندويانو بريالي جلالزي او جاويد شال پر مخ وړلې.
 
غونډه د مومند بابا ادبي بهير غړي  ذبيح الله احساس په خبرو پرانيستل شوه. نوموړي چمتال ادبي بهير د شمال او په ځانګړې توګه د بلخ ولايت د ادبي خوځښتونو د لا پياوړتيا لپاره يو نيك ګام وباله.
 
هغه په خپلو همزولو غږ وكړ چې دغه هڅې روانې وساتي او له مشرانو يې هيله وكړه چې د ځوانانو ملاتړ وكړي تر څو په ټول شمال كې د پښتو ادب لمن لا پسې پراخه شي.