( د افغانستان غميزه او راتلونکي ټولټاکنې)  تر سرليک لاندې د سيمينار لنډ رپوټ


تېره شنبه د اپرېل د مياشتې په يولسمه نېټه د هالنډ د اوترېخت په ښار کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا د ( د افغانستان غميزه او راتلونکي ټولټاکنې)  تر سرليک لاندې يو څېړنيز سيمينار جوړ شو.

دغه سيمينار چې له هالنډ او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه افغان روڼ اندو ګډون په کې کړی وو،

د مازيګر په پنځه نيمو بجو د قاضي عزيزالحق رحيق له خوا د سپيڅلي کلام په تلاوت سره پيل شو.

پوهنوال ډاکتر روستار تره کی د غونډې مشر او محمد آصف وردګ د غونډې د  مرستيال په توګه وټاکل شو ل او ډاکتر طارق رشاد  د منشي ، ډاکتر عبدالصبور عابد د سکرتريت،

او  اغلې ډاکتر ګل اندام وردګ دوياندۍ چارې  پر مخ بېولې.

د غونډې په پيل کې  په هالنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر ډاکتر نصير احمد وردګ  دسيمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته يې د پاور پايڼټ په بڼه د افغانستان د دېرش کلنې غميزې د بېلا بېلو اړخونو يو دردوونکی انځور وړاندې کړ.

ورپسې وتلي حقوقپوه او ملي شخصيت ډاکتر محمد عثمان روستار تره کي د افغانستان د غميزې پر کورنيو او بهرنيو لاملونو باندې رڼا واچوله  او د حل د لارو په توګه يې  د اوسنيو ټولټاکنو تحريم ،د يوه نړيوال کنفرانس رابلل ، د موقت حکومت جوړول ، د نوي اساسي قانون تصويب او بيا ټولټاکنې په ګوته کړل.

ډاکتر اېمل صافي د خپلو عيني تجربو په رڼا کې د افغانستان د غميزې د قربانيانو د دردونو او ټپونو په اړه خبرې وکړې.

. ورپسې محمد اصف وردګ د خپلې ويناپه ترڅ کې  له غميزې څخه د وتلو لپاره د ملي وحدت پر اهميت ټينګار وکړ.

د بي بي سي وتلي خبريال داود اعظمي د افغانستان په  غميزه کې د رواني جګړې يا تبليغاتي جګړې په اړه خبرې وکړې،

عبدالصبور عابد د پښتو ژبې د وروسته پاتې کېدو دتاريخي  لاملونو  په اړه خپل نظريات واورول ،

انجينر ذکريا پوپل  د ( افغانستان اوسنۍ ستونزې او د حل ممکنه لارې) تر سرليک لاندې خپله  مقاله واوروله.

تر هغې وروسته حاجي صيب احمد شاه امين ،

د افغان ملت د ګوند لوی منشي ستانه ګل شېرزاد،

خوشال روهي،

ډاکتر ظاهر حاذق ،

استاد عزيز احمدآماج او

په بلجيم کې د افغانانود کلتوري ټولنې مشر انجينر سيد حضرت سادات په وار سره د افغانستان د غميزې پر بېلا بېلو اړخونو خبرې وکړې او له هغې څخه يې د خلاصون په اړه  خپل نظريات څرګند کړل .

تر ويناو وروسته آزاد بحث وشو او بيا ښاغلي عبدالله احسان د سيمينار پرېکړه ليک ولوست .

 
د سيمينار په پای کې ډاکتر طارق رشاد د سيمينار کار او د ويناوالو نظريات وارزول او سيمينار د شپې پر يولس بجو پای ته ورسېد.