
په څلویښتمو کلونو کې په افغانستان کې د شعله جاوېد ګوند چې له مایوستي اندونو یې ملاتړ کاوه په کار پیل وکړ، د شعله جاوېد ګوند سره له دې چې د کارګرو ملاتړی کیڼ لاسی ګوند په توګه اعلان شو، خو له کړنو ، تبلیغاتو ، اشتهارونو، ویناو او ملاتړو یې داسې ښکاریږي چې د شعله جاوېد ګوند د ملي ستم تر شعار لاندې په افغانستان کې د قومي بې اتفاقۍ لپاره لمړنی منظم او ډله ایز شعوري ګام و، له هغه مهاله وروسته په افغانستان کې د قومي بې اتفاقۍ اورورکي ته کله د خراسان په نوم کله د ستم ملي په نوم او دا وړ په نورو نومونو پوکي وشول چې ۱۳۵۸ د جدي له میاشتې وروسته چې د ثور انقلاب له بشپړتیايي پړاو یې هم ګڼلی شو دغه اوراورکی د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مشر ببرک کارمل او دهغه د همغږو ملګرو په مټ د هېواد په مرکز او ولایتي مرکزونو کې، او د هیواد په کلیوالو سیمو کې د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود د ډلو په مټ په اور بدل شو، چې نشو کولای ووایو ګواکې دا یو غیرې ارادي عمل و، بلکه په ټینګه ویلای شو چې دا یو کسدي، شعوري او منظمه کړنلاره وه، چې په دواړو خواو کې د یوې موخې لپاره په همغږۍ پلې کېده، په دواړو خواو کې واړه ټبرونه د پښتنو په وړاندې دښمنۍ ته هڅول کېدل ، او دغو وړو قومونو ته داسې تبلیغات کېدل کواګۍ پښتانه د دوی په حقونو تیری کوي ، واړه قومونه مظلوم او ځپل شوي ګڼل کېدل، ان د اعلیحضرت ظاهر شاه دوره او د شهید سردار داود خان واکمني په نورو وړو قومونو د پښتنو د زورواکۍ واکمنۍ ګڼل کېدې او په علني ډول دا وړ لیکنې په ورځپاڼو او مجلو کې خپرېدې خو هڅه کېده چې لیکنې داسې ولیکل شي چې په ښکاره د فیوډالي دورې په وسیله ځپل شویو ولسونو یو انځور وي ، خو په حقیقت کې دا لیکنې د قومي بې اتفاقۍ اور ته پوکی ول، دغو تبلیغاتو ورو ورو خپل اغیز راښکاره کاوه، د تبلیغاتو په خواکې پښتون مېشتو سیمو کې وړو قومونو ته د تنظیمي واک سپارل ، په پښتون مېشته سیمو کې د قومي او سیمه ایزو جوړوښتونو (لکه خانخاني ، جرګې مرکې ، دکلي مشران او ملکان ) جوړښتونو له منځه وړل، د دنورو په وړاندې د پښتنو کمزوري کو ل ، د قومي مشرانو وژنه او په نورو قومونو ورپلمه کول هم ددې سبب شول چې دا اور ځواکمن شي، د دا وړ چلند بیلګې د جهاد په دورکې په هغو سیمو کې ښې ډیرې لیدای شو چېرې چې د شهید احمدشاه مسعود د کړنو لاس رسېده، چې ښه بیلګه یې د لغمان ولایت دی، په لغمان ولایت کې د پشیو، پرغژانیانو او پښتنو تر منځ دا وړ ستونزې د احمدشاه مسعود د پلان له مخې منځ ته راتلې.
داچې دننه په حکومت کې د ببرک کارمل او شعله جاوېد ډلې او د مجاهیدینو په صفوفو کې د جمیعت ډلې یوې موخې لپاره کار کاوه ښايي همدا لامل و چې د ډاکټر نجیب د حکومت په ړنګېدو کې همدا دوه خواو خورا ستر رول ولوباوه، او په پایله کې دواړه خواوې یو موټی شوې .
اویایوم کلونه په افغانستان کې دقومي وژنو د اوج کلونه ګڼلی شو، خو دا نشو ویلی چې دا قومي وژنې په ریښتیني توګه یو قومي بې اتفاقي وه، افغان ولسونه که په هر ټبر پورې یې اړه درلوده له دې توره خلاص دي ، ولې چې دا قومي بې اتفاقي یواځې د ډلو او تنظیمونو ترمنځ وه چې ګاونډیو او زورواکو هېوادونو د ځانګړو ډلو ملاتړ کاوه اوپه ښکاره اوکسدآ یې دغې جګړې ته د قومي جګړې نوم ورکاوه،چې په دې ډول وکړای شي په افغانستان کې په رښتينې ډول یوه قومي لانجه منځ ته راوړي. هغه مهال کومې راډیو ګانې چې له بهرنیو هیوادو نه خپرېدې په ښکاره یې ناپېیلی دریځ نیولی و ، خو په اصل کې داسې نه وه، هرې راډیو د ورځې په بهیر کې په وارو وارو ویل ، ازبک مشر دوستم ، هزاره توکمی مشر مزاري، تاجک مشر مسعود ، پښتون پلوی مشر سیاف یا حکمتیار. په ښکاره دا ډیر ساده او ریښتیني القاب دي، خو په هغه حساس پړاو کې د قومي بې اتفاقۍ اور ته په نامحسوس ډول پوکی کول ول چې زه یې له وسلوال غبرګون نه اغیز ستر بولم. دا د اوسنيو زورواکو هېوادونو د نویو سیاستونو یوه بیلګه ده چې زموږ د نالوستي ولس په شان ولسونه پرې ډیر وروسته پوهېدای شي.
هغه تنظیمي مشران چې د پښتنو ملاتړي ګڼل کېدل او د نورو ټبرونو خلک یې وژل، او پښتنو ته یې خپلې سینې ډبولې،هغوي د خپلو جګړه مارانو د زیاتوالي او په پښتنو سیمو کې دملاتړاو پناه لپاره دپښتون پښتون چیغې وهلې ،چې اره خبره داسې نه وه، او وروسته وروسته موږ ټولو ته د دغو پښتنو تنظیمي مشرانو څیرې لابربنډې شوې.
په دې منځ کې د مختلفو قومونواو مذهبونو د خلکو وژنه رواګڼل کېده، د نجیب د حکومت یوه افسر چې د تنظیمي جګړو پرمهال یې هم له تنظیمي حکومت سره کارکاوه او داحمدشاه مسعود له سر ښندونکو نه ګڼل کېده ، او د تنظیمي جګړو پر مهال یې د نظارشورا په پلوي جنګېده،یوه ورځ یې په ډیر ویاړزموږ په کلي کې کلیوالو ته کیسه کوله :
(موږ به چې اوزبېکان ونیول، ،نو لمړی به مو ترې جمپرونه واېستل بیا به مو کتار ودرول او وبه مو ویشتل، هغوی ډیر قیمتي جمپرونه اغوستل، موږ دې له ترې جمپرونه اېستل چې دهغوی دوېشتو په وخت کې جمپرونه سورې کېدل او په وینو ککړېدل) .
په دې بنسټ دا نشو ویلی چې یواځې په دې جګړو کې پښتانه ووژل شول ، په دې جګړو کې هزارګان پښتانه او اوزبیکان ډیر ووژل شول ، خو تر ټولو ډیره شمیره بیا د پښتنو ده چې ښايي د اویایمو کلونو د جګړو نږدې اتیا سلنه قربانیان پښتانه وي .
سره له دې چې هغه مهال د پښتون ، اوزبېک اوهزاره په نوم خلک وژل کېدل خو بیا هم زه یې بشپړه قومي جګړه ځکه نشم ګڼلی چې د ولسونو په منځ کې داستونزه له سره هم نه وه ، هغه مهال چې په کابل کې هزاره ځواکونو د پښتنو زلمیانو په سرونو کې میخونه ټکوهل ، هماغه وخت د کابل ننګرهار پر لاره سلګونو تاجکو ، هزاره ، اوزبیکو او د نورو قومونو کابل مېشتو کډوالو ته دلارې د پښتنو اوسېدونکو له خوا غیږې پرانېستل کېدې او پناه ورکول کېده، هماغه وخت د ننګرهار او پېښور په کمپونو کې یو بل سره خېښۍ کېدې ، او د یوبل په غمونو او ښادیو کې سره شریک ول.
سره له دې چې تنظیمې جګړې قومي جګړې نه وې خو بې اغیزې هم نه وې، دطالبانو راتګ دا بیلوالی چې منځ ته راغلی و ، لږ نور هم غټ کړ، ډیری طالبانو پښتو وېله، خو هغوی چې له نورو قومونو نه ورسره ول هغوی هم پښتو وېله، سره له دې چې طالبانو له ټولو قومونو سره یو ډول چلند کاوه، او زه خو داسې انګیرم چې دطالبانو دواکمنۍ پر مهال پښتنې سېمې او پښتانه ډیر زیانمن شول، او تر نورو قومونو دوی ډیر زیات په شا تګ وکړ، او طالبانو هم ددوی له سیمو خپل ځواکونه دشمیر له پلوه پوره کول، بیا ډیری خلک پښتانه په طالبانو تورنول او اوس یې هم تورنوي، ځکه دطالبانو دځینو چلندونو له سببه نور توکمونه له پښتنو نه نور هم خواتوري شولاو دمقاومت په ملاتړ ودرېدل، چې داهغه موخه وه چې احمدشاه مسعود ورته کلونه کلونه کار کړی و.
په لیلي دښته کې دڅلورو زرو پښتنو زلمو دطالب په نوم وژنه هغه څه و چې دجمیعت ډله یې خپل هدف ته ورنږدې کړه. دا کارچې دهر چا په تحریک شوی دی شوی به وي، خو په پایله کې ددوقومونو ترمنځ یې قومي شخړه رامنځ ته کړه، او بهرنیو په پښتو ژبه رسنیو په دې پېښه ډیر زیات پروګرامونه هم خپاره کړل چې دوی هم په دې موخه کې مرستندویان شي ، خو په زړه پورې داوه ، چې هغه مهال بصیرسالنګي دسالنګ په خوله کې په یوه ورځ کې دوه سوه طالبان ووژل ، خو دا وژنه یواځې دیوه عادي خبر په ډول خپره شوه.دا خبره دغور وړ ده.
ورپسې دشمالي دتاک باغونو سوځونه هم دقومي نفاق مرستندویه شوه،چې دطالبانوددورې په پای کې قومي ستونزې په ریښتني ډول په ولسونو کې خپرې شوې ، خو بیا هم له ښه مرغه داستونزې یواځې دکورنو په څلورو دیوالونو کې دبحثونو په شپول کې پاتې شوې او دیوبل وژلو ته خلک ځکه ونه هڅېدل چې دوی په ریښتني توګه لا پر یو بل باندې بې باوره شوي نه ول، او دا زموږه ولسونو کې سره له دې چې قومي او ژبنیو ستونزو خپلې جرړې ځغلولې وې خو بیا هم دوی په خپل ذغم سره دهیواد دټوټه کېدو مخه په غیرارادي توګه نیوه.
دطالبانو دواکمنۍ له ړنګېدو وروسته ولسمشریزو ټول ټاکنو ته دنوماندانو شمیر او دنوماندانو په وړاندې دخلکو ملاتړ په ښکاره دا وښوده چې زموږ خلک څومره په ژبنیو ، سمتي، مذهبي او قومي ډلو وېشل شوي دي ، هغه مهال له هره ټبره یو تن ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند و،همداشان داوس په پرتله دنوماندانو دکمپاین چارې ډیرې کمې او ورو وې ، ولې چې هر نوماند دخپل قومي ملاتړ پر بنسټ په اسانۍ کولای شوه چې خپلې رایې لا له ټاکنو وار دمخه وګڼي او پاېله ترلاسه کړي ، چې همداسې هم وشول.
دولسمشریزو ټول ټاکنو په دوهمه دوره هم دتیر په ډول له ټولو افغان ټبرونو نه نوماندان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ ول ، او دهر چا رايي دهغه دټبر دشمیر له مخې لا دمخه څرګندې وې ،او دتیر پشان نوماندانو منډو ترړو ته اړتیا نه درلوده ، یواځې یوڅو ټلویزیوني مناظرو ته ځینې نوماندان اړ شول چې راشي ولې چې ډیری نوماندانو داسې انګیرل چې په افغانو قومونو کې دبې اتفاقۍ له سببه به دی وکړای شي چې دخپل قوم ټولې رایې ترلاسه کړي ، خو دډیرو نوماندانو داانګیرنې تریوې کچې غلطې راوختې .
خو دا ځل خبره بېله ده، نوماندان دکمپاین لپاره خپله منډې ترړې کوي او یوه شیبه هم وزګار نه کیني،خلک هم دنوماندانو کړنې او کړنلارې تر غور لاندې نیسې او له ډیر غور نه وروسته خپله پرېکړه کوي ، ددوه تېرو دورو په شان دهر افغان ټبر نه څلوېښت تنه نوماندان ټاکنو ته ولاړ نه ول ، دولسمشریزو ټول ټاکنو دلمړي پړاو په وروستي لیست کې ټول اته تنه نوماندان پاتې شول، په وروستي لیست کې دمختلفو ټبرونو نوماندان نه ول بلکه ددو ټبرونو نوماندان ول ، چې ډیری یې پښتانه ول ،په دوهم پړاو کې هغو نوماندانو چې پښتنو ته تل سینې ډبولې وې او دپښتنو دملاتړو په نوم یې ډیر څه ترلاسه کړي ول ، او هغه نوماند چې په اویایمو کلونو کې یې دخپلو ګټو لپاره ډیری پښتانه له پښتانه نه دملاتړ په نوم له هزاره توکمو ځواکونو سره جنګولي ول ، او دده دکړنو په بدل کې ډیری کابل مېشتې پښتانه مړه او بې عزته شول ، هماغه پښتون مشر دهماغه هزاره توکمو مشرانو په ملاتړ له ډاکټر عبدالله سره یو ځای شو چې دجمیعت اسلامي افغانستان په استازۍ ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی .همداشان ډیری غیر پښتنې قومي او مذهبي ډلې او ګوندونه ډاکټر اشرف غني په ملاتړ ودرېدې ، هغوی چې دشعله جاوېد، ببرک کارمل او دجمیعت اسلامي دډلو په لمسون له پښتنو سره په دښمنۍ ککړ شوي ول.
دټاکنو په دویم پړاو کې دوه نوماندان لرو ، خو ددو نوماندانو په شاوخوا له هرټبره خلک راټول دي ، که څه هم ښايي ددغو دو ډلو دملاتړو او داتحاد دغړو کاري او علمي ظرفیتونو کچه به یو له بل سره دپرتلې وړ نه وي ، همداشان ددواړو خواو دغړو مخینې به هم دپرتلې وړ نه وي ، ولې چې په یوې خوا کې ډیری هغه خلک راټول شوي دي چې کاري او علمي مخینه یې دجګړه ایزې او داړه مارۍ له مخینې نه ډیره کمزورې ده، او په بله خوا کې علمي کدرونه ډیر زیات دي . ددواړو خواو قومي جوړښت ددې زبات دی چې نور نو زموږ په هېواد کې د قومې بې اتفاقۍ په نوم دګاونډیو او زورواکو هېوادونو دسیسو ته افغان ولس دپای ټکی کېښود، او ددې ملي یو والي درامنځته کېدو امتیاز ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ځکه رسیږي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی هغه لمړنی څوک و چې دخپل لمړي مرستیال په توګه دجنرال دوستم او ددوهم مرستیا ل په توګه دسروردانش د ټاکلو په برخه کې پښتون ټبر ته ددې خبرې قناعت ورکولوچې ( نن زموږ ملي یو والي دتیرو غچونو داخېستو په پرتله ډېر اړین او ضروري دي، او په همدغه یو والي کې دپښتانه هویت او دافغان هېواد تمامیت ساتل کېدای شي.) وتوانېد چې په افغانستان کې دقومي نفاق ټغر ټول کړي، چې زموږ تاریخ به زموږ د ملي مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي دا هڅې او هاند او د پښتون زخمي زخمي ټبر د خپل هېواد دځمکني تمامیت او دافغان هویت لپاره دازغم او دابښنه هیڅکله هیره نه کړي ، دابه افغان تاریخ په یاد ساتي.
په ریښتیا هم زموږ د هېواد ځمکنی تمامیت او زموږ هویت له هغو ټولو غچو نو نه ډیر اړین دی چې موږ ته د نورو په لمسون راپاتې دي، سره له دې چې هغه ټپونه ښايي جوړ نشي ، خو بخښنه هغه خوږ مرحم دی چې ښايي ددې ټپونو ریښتني پهې شي.او په یو والي کې ژوند به نور دګاونډیو او زورواکو په دسیسو سره دپښتون ټبر دزلمو مرګ په ټپه ودروي.