
څرګنده خبره ده چې د جمهوري ریاست او ولایتی شوراګانو د ټاکنو په لومړي پړاو کې پر ټاکنو څارنه کمزورې وه، نه یوازې بې پلوه څارونکو ونه شوای کړای پر ټاکنو ښه څارنه وکړي، بلکې د ځینو کاندیدانو ټاکنیزو کمپاینونو هم څارنې ته چندان توجه ونه کړه، ځکه خو په ډېری سیمو کې د ډاکترعبدالله په ګټه زرګونه د رایو صندوقونه ډک شول. ویل کیږي دغه درغلۍ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یوه پخواني مشر او مجربو کارکوونکو په مرسته دمخه پلان شوې وې، دا چې څارنه منظمه نه وه، درغلي کوونکو هم په ډاډه زړه په اصطلاح په داسې مسلکي ډول درغلۍ وکړې چې د ځینو باخبرو کسانو په وینا له سمو رایو څخه یې جلا کول ستونزمن وو، دغه درغلۍ کمې هم نه وې، ویل کیږي د لومړنیو پایلو له اعلانه وروسته د یوه کاندید تر یو ملیون زیاتې رایې د باطلیدو وړ وې، د ټاکنو کمیسیونونو هم د دومره زیاتو تقلبي رایو د باطلولو جرئت ونه کړ، په نتیجه کې پر ټاکنو د خلکو باور ته یو څه زیان ورسید.
په تېر پړاو کې د تقلبي رایو نه باطل کیدو نور علتونه هم لرل، هغوی چې پراخې درغلۍ کړې وې، په هماغه اندازه یې پراخې نیوکې هم کولې او ځان یې بریالی ګاڼه، که به په کوم محل کې لږې رایې هم باطلې شوې د دوی چیغو به په اصطلاح دنیا په سر واخیسته، د ټاکنو کمیسیونونو هم هسې ګوزاره کوله، بل پلو همدې ډلې په بیلابیلو وختونو کې د ټاکنو کمیسیونونو ته اخطارونه هم ورکول. آن تر دې چې تلویحآ یې د تقلبي رایو باطلول د ښامار او زمري له سر سره لوبې وبللې، د ټاکنو کمیسیونونو هم د ښامار او زمري له سر سره لوبو ته زړه ښه نه کړ او د تقلبي رایو تر څنګ تیر شول، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم هسې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړې تایید کړې نور یې د تقلبي رایو د باطلولو هڅه ونه کړه.
په کار ده، د ټاکنو په دویم پړاو کې د نورو هغو اقداماتو ترڅنګ چې د ټاکنو په روڼتیا کې مرسته کولی شي پر ټاکنو څارنې ته هم زیاته پاملرنه وشي. پر ټاکنو د څارنې د بې پلوه ادارو پر څارنه سربیره د ټاکنو د کاندید له خوا څارنه هم کولی شي په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي. په تیر پړاو کې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه پراخې درغلۍ وشوې دا چې سمه څارنه نه وه هماغې ډلې پر نورو د درغلیو ادعا وکړه. په دویم پړاو کې باید دغو ټکو ته توجه وشي.
د ټاکنو په ټولو محلونو کې باید ژمن څارونکي وګومارل شي او پخپله د همدغو څارونکو پر کارونو څارنه وشي. په کار ده په هر محل کې د موظف شویو څارونکو تر څنګ یو یو بل څارونکی هم وګومارل شي تر څو په څارنه کې یوه شیبه هم ځنډ رانه شي.
د دې تر څنګ په کار ده د نوماندانو له خوا د خپلو څارونکو د کارونو د څارنې لپاره په لویو ښارونو او آن ولایتونو او کلیو کې د څارنې ګرځنده ډلې جوړې شي تر څو وکولی شي هم د څارونکو شتون او فعالیت وڅاري او هم د خپلو څارونکو ستونزو ته ورسیږي. په دې ډول به وکولی شي پر ټاکنو څارنه منظمه کړي او په راتلونکو دویم پړاو ټاکنو کې درغلۍ کمه کړي.
باور دی که په دویم پړاو ټاکنو کې څارنه زیاته شي درغلۍ به که صفر نه شي ډیرې به کمې شي.
په دې توګه به هم په دموکراسي او ټاکنو د خلکو باور بیرته احیا شي او هم به د درغلیو په نتیجه کې یو کمزوری او نامشروع حکومت منځ ته نه وي راغلی.
مطیع الله میوند