شاعران که د عبدالله ځينې پلویان کوڅه ډبان دي؟    

بشرختیزوال
هغه خبره نوره هم ریښتیا شوه، چې هرڅه بدلیږي، د انسان فطرت او خاصیت نه بدلیږي.
دا خبره پخوانیو د هغو خلکو په اړه کړې، چې د بدو کارونو یې حساب نه وي او څوک یې سمې لارې ته د اړولو هلې ځلې کوي.
په وروستيو ټاکنیزو هڅو کې د ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او هم پالنې ټیم هم داسې کارونه او نخرې وکړې، چې خپلې بدې ماضي ته یې د زیاتو خلکو پام بیا واړوه او ډېرو خلکو ته په زړه شوه، چې ریښتیا هم هرڅه بدلیږي، د انسان فطرت او خاصیت نه بدلیږي.
د ښاغلي عبدالله ټیم، چې اکثره په کې پخواني جګړه ماران، په اداري فساد ککړ کسان راټول شوي، په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ثابته کړه، چې دوی ته د پخوا په شان انسانیت، اخلاق، اداب او نور ټولنیز او انساني ارزښتونه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره هیڅ ارزښت نه لري.
همدا سبب دی، چې دا ټیم له هرې ممکنې لارې د خپلو مخالفو سیاسي څېرو د توهین، تحقیر او بدنامولو لپاره هرډول خبرې، ادعاوې، بهتان او غلط تورونه لګول روا ګڼلي دي.
مخکې دا تورونه او توهینونه په فردي سطحه د دغه ټیم لخوا کیدل، یعنې تر دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یې د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټراشرف غني او د هغه د ټیم مهمې څېرې د خپلو لفظي بریدونو او اهانتونو اهداف ټاکلي وو.
خو اوس دا سپک چلند د دوی له اړخه دومره جدي او پراخ شوی، چې د قشرونو په کچه زرګونه کسان توهینوي او ورته په بد ویلو ځان بد نه ښکاري.
په دې ترڅ کې به په ننګرهارکې د اصلاحاتو او هم پالنې ټیم د یوې نادودې کیسه له درنو لوستونکیو سره شریکه کړم.
په وروستیو کې به درانه لوستونکي خبر وي، چې په جلال اباد ښار کې د ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ سلګونه شاعرانو د بدلون او دوام ټاکنیز ټیم د فرهنګي څانګې په همکارۍ یوه پراخه مشاعره جوړه کړې وه.
دغه مشاعره د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ په کرکټ لوبغالي کې تېره نه ها بله جمعه مازیګر مهال ترسره شوه، چې زرګونه تنه یې نندارې ته راغلي وو.
د مشاعرې له بریالي او اغېزناک پای ته رسیدو څخه وروسته په ننګرهار کې د ډاکټرعبدالله د اصلاحاتو او هم پالنې د ټاکنیز ټیم څو تنو خبریالانو یوه مطبوعاتي کنفرانس ته بللي وو او پر خپل مخالف لوري(د ډاکټراشرف غني پر کمپاین کوونکیو) یې توهینوونکي تورونه ولګول.
په دې تورونو او اهانتونو کې یو ډېر د خپګان وړ توهین دا و، چې د اصلاحاتو او هم  پالنې ټیم یوه مخکښ کمپاین کوونکي معلم سید عزیز زهیر د رسنیو پر وړاندې شاعرانو ته د کوڅه ډبانو خطاب وکړ.
ښاغلي زهیر خبریالانو ته وویل، چې شاعران کوڅه ډبان دي، بل کار نه لري، راځي په باغونو کې د اشرف غني عکسونه لګوي او شعرونه ورته وایي.
د ښاغلي زهیر پر شخصیت ډېر بحث کول نه غواړم، خو دومره وایم چې نوموړی د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له مخکینیو جنګي څېرو څخه دی.
هغه په ننګرهار کې د ګمرک، کرنې او مالدارۍ، اطلاعاتو کلتور او د خوراکي توکیو د څار او کنټرول د ريېس په توګه په مختلفو  وختونو کې دندې ترسره کړي دي.
زهیرصاحب څو کاله وړاندې، چې عبدالجبارثابت د هېواد لوی څارنوال وټاکل شو، د ننګرهار د یو شمېرنورو چارواکو ترڅنګ د هغه لخوا د علني او ثبوت شوي فساد په تور شخصاً د لوی څارنوال لخوا ورته دوسیه برابره او څوکاله زنداني شو.
د هغه دغې سابقې ته په کتو سره به درانه لوستونکي د هغه د پوهې، شخصیت او کرکټر په اړه په څه پوهیدلي اوسي.
ښاغلی زهیر چې هر چېرته د اسلام، جهاد او اسلامي نظام خبرې او چېغې وهي، له بده مرغه نه پوهیږي، چې د یوه مسلمان په حیث باید څنګه اخلاق او ژبه ولري.
له ده څخه دا هم هېر دی، چې شاعران د اسلام له نظره څومره اهمیت، مسوولیت او د پام وړ خلک دي.
ښاغلي زهیر ممکن د الله تعالی(ج)مبارک او وروستی کتاب قرأنکریم، چې نه یوازې د مسلمانانو؛ بلکې د ټول بشریت د رهنمایۍ او ښېرازۍ لپاره را استول شوی، کله لوستی نه وي، یا که یې لوستی وي، سوچ یې پرې نه دی کړی، چې په دې مبارک کتاب کې څومره سورتونه، د کوم هدف او ارزښت له مخې شته دي.
زهیرصاحب کیدای شي د (الشعرا)مبارک سورت په قرآنکریم کې نه وی لوستی، یا یې په مفهوم پوه شوی نه وي، ځکه خو شاعرانو ته یې کوڅه ډبان، وزګارخېل او نور توهینوونکي الفاظ کارولي دي.
وایي تعصب سترګې ړندوي، احساسات پرعقل غالبوي، انسان بې منطقه کوي او د ده په ذوق نابرابر ښه شیان هم پرې بد ګڼي.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم دغه ښاغلی کمپاینر هم د دغه قضاوت پر وخت متعصب شوی، سترګې یې ړندې شوي، احساساتو یې پرعقل غلبه کړې او یوه د درناوي او ارزښت وړ قشر ته یې د کوڅه ډب اصطلاح کارولې ده.
له ښاغلي زهیر څخه د دغې خبرې پروخت هېرشوي، چې د اسلام له نظره د شاعرانو پرارزښت سربېره دغه قشر د افغانستان په ویاړمن تاریخ او د خپل مېړني ولس په رهنمایۍ او وېښتیا کې څومره موثره ونډه لوبولې ده.
ښاغلي زهیر که د ادبیاتو پوهنځی یا نور مسلکي کتابونه نه وي لوستي، کیدای شي د ښوونځي په درسونو کې یې د رحمان بابا، خوشال خان خټک لارښوونکي او روزونکي اشعار هم نه وي ترسترګو شوي.
دا چې ولې یې نه دي ترسترګو شوي، دا اوس د بحث یوه بېله برخه ده، چې لږه  کتنه به ورته وکړو.
دا درسونه او اشعار د ښوونځي په هغو ټولګیو کې تدریسیږي، چې زده کوونکي يې د ځوانۍ په نوې مرحله کې وي، درس سره یې علاقه ډېره نه وي، له مکتبه په اصطلاح ډېر پټیږي، خوشې ګرځي، ناسته ولاړه یې له سمو خلکو سره نه وي.
داسې خلکو ته په افغانستان کې د مروجې اصطلاح له مخې عام خلک هغه هم البته چې په خبرو کې اخلاق او درنښت چندان نه مراعتوي، د کوڅه ډبانو اصطلاح ډېره کاروي.
دې ټکو ته په کتلو سره ویلای شوو،چې شاعران کوڅه ډبان نه بلکې دوی ته کوڅه ډب ویونکي خپله کوڅه ډبان دي.
ښاغلی زهیر چې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز ټیم په استازیتوب دا خبره کړې، دا یې د خپل ټیم کوڅه ډبي خلکو ته ثابته کړې او نه دی توانیدلی، چې شاعران کوڅه ډبان ثابت کړي.
ښاغلی زهیر باید پوه شي، چې له ډاکټر اشرف غني څخه په ملاتړ کوونکو شاعرانو کې د هېواد ټول با احساسه شاعران او په تقوا او تقدس مشهور کسان برخه لري.
په پای کې د هېواد له ټولو درنو شاعرانو، چې که د اشرف غني ملاتړي دي کنه، هیله من یم، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د دغه تاریخي او نه هېریدونکي ناوړه عمل پوښتنه وکړي.