د کورنیو چارو او دفاع وزیران؛ د دویم پړاو درغلۍ مهم لوبغاړي

نظیم سمون
 
د عبدالله ټیم او شورای نظار په لومړي پړاو کې د سیستماتیک او سازمان شوي تقلب له لارې وکولای شول چې د خپل کاندید د رایو فیصدي لوړه کړي، یعنې په لومړي پړاو کې د نوموړي د ټولو ۴۵ سلنه رایو ۱۲ سلنه یې تقلبي وې، چې له بده مرغه پر کمېسیون یې سپینې کړې او باطلې نه شوې.
 
دا ناڅاپي تقلب نه و، چې ګنې د شورای نظار غړو له موقعې څخه په استفادې د ټاکنو په ورځ د عبدالله لپاره صندوقونه ډک کړي وي، بلکې د دې لپآره کلونه مخکې منظم کار شوی و او په ټول افغانستان کې د تقلب مرکزونه په نښه شوي وو.
  
د دې تقلب عملیاتي پلان ملا معنوي چې د جمعیت برجسته غړی دی، جوړ کړی و او د وري په شپاړسمه یې په بریالیتوب سره پلی کړ. بریالیتوب په دې معنا چې د عبدالله د رایو د فیصدۍ په لوړولو سره یې د نوموړي د پلویانو ماته او بایللې روحیه بېرته راژوندۍ کړه او هغوی ته یې د بریالیتوب هیلې ورکړې.
دوی خپلې وروستۍ هڅې وکړې، خو له نېکه مرغه بریالي نه شول او ټاکنې دویم پړو ته ولاړې.
دا چې دویم پړاو ټاکنو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، نو عبدالله خېل په کراره ناست نه دي بلکې د بیا تقلب لپاره یې پر نویو پلانونو او ستراتیژیو کار کړی دی.
 
 
10390503_10152251778604773_9155263424216766581_n
شورای نظار په لومړي پړاو کې د ټاکنو د کمېسیون پر کارکوونکو پانګونه کړې وه چې شاوخوا ۵ زره کارکوونکو د پیسو په بدل کې عبدالله ته درغلي وکړه، همدارنګه په ځینو سیمو کې یې د جمعیت له بانفوذه اشخاصو او ټوپکوالو هم استفاده وکړه، چې د ټاکنو په ورځ او له ټاکنو مخکې د شپې له خوا یې عبدالله ته صندوقونه ډک کړل.
دا چې په دویم پړاو کې له دې عناصرو بیا ګټه اخیستنه ناممکنه ده ځکه افشا شول، نو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د نوي پلان له مخې دا ځل د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت پرمټ د پراخې درغلۍ پر پلان کار شوی دی.
شورای نظار دا ځل د کورنیو چارو د وزیر عمر داوودزي او د ملي دفاع د وزیر بسم الله خان په مرسته غواړي چې د امنیتي ځواکونو پرمټ صندوقونه ډک کړي چې دا ډېر خطرناک پلان دی، د ملي امنیت ریاست خو هسې هم د شمال ټلوالې میراثي ملکیت دی.
د محقق، محمدخان او د دوی ټیم د نورو غړو دا څرګندونې بې څه نه دي چې د عبدالله په حکومت کې یې د کورنیو چارو او دفاع اوسنیو وزیرانو په خپل ځای پاتې کېدو ټینګار کړی دی. دوه اونۍ مخکې محقق له یک ټلویزیون سره په مرکه کې په زغره وویل چې که بریالي شول، نو د کورنیو چارو اوسنی وزیر داوودزی او د دفاع وزیر بسم الله خان به پر خپل ځای پاتې وي، همدارنګه محمدخان هم لمر ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې وه.
په ټولنیزو او سیاسي محافلو کې اوس دا خبره ډېره ښکته پورته کېږي چې دواړو وزیرانو او نورو لوړپوړي امنیتي چارواکو له عبدالله سره توافق کړی چې د ټاکنو په ورځ به ورته صندوقونه ډکوي او په پښتون مېشته سیمو کې به د نا امنۍ په پلمه مرکزونه تړلي وي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا د ټاکنو کمېسیون ته وړاندې شوی نوی لېست ښيي چې په دویم پړاو ټاکنو کې به ٦٢٦٣ مرکزونه پرانيستي وي، په داسې حال کې چې په تېرو ټاکنو کې ٦٤٢٣ مرکزونه خلاص و.
په دویم پړاو کې د امنیتي ننګونو په پلمه تړل شوي مرکزونه ډېری په پښتون مېشته سیمو کې دي، چې په همدې تړاو پرون په هرات ولایت کې خلکو یو لاریون هم ترسره کړ او ددې مرکزونو د فعالولو غوښتنه یې کوله.
د همدې پلان په لړ کې په وروستیو کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په چوکاټ کې ځینې نوي مقرریانې هم وشوې، چې ښه بېلګه یې له شمال زون څخه ختیځ زون د سرحدي لوا د قوماندان زمان مموزي تبدیلوي دي. زما مموزی د شمال ټلوالې مخکښ غړی او لغمان اوسېدونکی دی، چې معلم عطا تېر کال په شمال زون کې د سرحدي لوا قوماندان مقرر کړ، خو دوه اونۍ مخکې د همدې پلان له مخې د لومړۍ سرحدي لوا د قوماندان په توګه ننګرهار ته ولېږل شو.
د کورنیو چارو د وزیر پرونۍ څرګندونې هم مغرضې او له پوښتنو ډکې وې، داووزي پرون د ټاکنو د کمېسیون د مشرانو او امنیتي چارواکو په ګډه غونډه کې وویل چې د دویم پړاو ټاکنو پر وړاندې به امنیتي ګواښونه زیات وي، خو په عین حال کې پرون د ده امنیتي مرستیال ایوب سالنګي د شمال زون د امنیتي چارواکو د همغږۍ په غونډه کې وویل چې دویم پړاو ټاکنې به له لومړي پړاو ټاکنو څخه په خوندي او ارامه فضا کې ترسره شي.
په لومړي پړاو کې ټاکنو حاکم وضعیت افغانان غافل کړي وو، په دې معنا چې ټولو فکر کاوه زلمی رسول د ارګ کاندید دی او حکومت به یې د درغلي له لارې بریالی کړي، همدا وجه وه چې د ډاکټر اشرف غني ټولو پلویانو خپل تمرکز پر زلمي رسول راټول کړی و او دغه غافلوونکي وضعیت عبدالله ته د تقلب لپاره ښه فرصت په لاس ورکړ.
همدا اوس د عبدالله او په حکومت کې د جمعیت د نورو برجسته غړو او خواخوږو له خوا د شپې او ورځې منظمې غونډې روانې دي ترڅو د تقلب پر لارو غور وکړي، چې د دې غونډو ځینې انځورونه هم راوتلي دي.
د ډاکټر اشرف غني ټیم او پلویان دې په دې تکیه نه کوي چې دا ځل د نظارت لپاره پلان لري، بلکې د مقابل لوري له خوا د تقلب د نویو او خورا پېچلو پلانونو تحلیل او ارزونه پکار ده.
د تحول او تدوام ټیم باید دغه وضعیت درک کړي او د دې احتمالي ګواښ په اړه ولس ته خپل دریځ روښانه کړي، دټاکنو د قانون له مخې امنیتي ځواکونه باید د رایې ورکونې د مرکزونو په سل مترۍ کې وي او مرکزونو ته د ننوتلو حق نه لري. دا قانوني توجیې او ممانعت دا ایجابوي چې د تحول او دوام ټیم مشرتابه باید سر له اوسه اعلان کړي چې د ټاکنو په ورځ داسې کومه پېښه ولیدل شوه، نو ټاکنې به تحریموي.
همدارنګه د ولسمشر وروستي فرمانونه هم په دې برخه کې مرسته کولای شي چې څنګه د ټاکنو په ورځ د رایو مرکزونو ته د امنیتي ځواکونو د ور ننوتو او مداخلې مخه ونیسي.