
شفیق الله یوسفزی
۱- د ښاغلي ډاکټر اشرف غني شخصیت :
ډاکټر اشرف غني احمدزی یو اقتصاد پوه، انسان پیژندونکى، ښه منیجر ( ښه اداره کوونکې)، قاطع او د نړۍ دوهم متفکر دی. اشرف غني په اداري فساد نه دى ککړ. د اوسني حکومت په رامنځته کیدو سره ډاکټر اشرف غني هیواد ته ستون شو او څوارلس کاله یی د خپل ولس خدمت کړى خو له حکومته یی معاش نه دی اخیستی. په څلورویشت ساعتونو کښي دي تقربیا شل ساعته کار کوي ځکه خو له وجوده خوار دی. زه یی هیڅکله د یو خاین، مافیایي، جنایتکار، د ځمکو غاصيب، په فساد اخته، ټوپکسالار او یو قومپاله سره نه برابروم.
۲-د ښآغلې ډاکټر اشرف غني زده کړې:
د ډاکټر اشرف غني، زده کړه او پوهه په رښتیا هم د قدر وړ ده. زه فکر نه کوم چې په ټول افغانستان کښې داسې څوک پیدا شي چې له داسې لوړو زده کړو برخمن وی. د هند له نوي لومړي وزیر څخه ونیسه بیا د پاکستان تر لومړی وزیر پورې او د ایران له ولسمشره ونیسه تر ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، سریلانکا، بنګله دیش، نیپال او د سویلي اسیا د ولسمشرانو پورې له ټولو ښې زده کړي لری. راځئ چې ځانونه د ډاکټر صاحب اشرف غني له لوړو زده کړو خبر کړو چې په لاندې ډول دي:
ځانګړې ديني زده كړې : ديادولو وړ ده چې ښاغلي ډاكټر محمد اشرف غني له ماشومتوبه نيولې آن تر نن ورځې پورې داسلامي تعليماتو دحصول لپاره هڅې كړې دي خو ترټولو جوت كار يې د ۱۹۸۵ ميلادي كال څخه تر ۱۹۸۶ ميلادي كال پورې دنبوي سيرت په باب دكراچۍ ،لاهور او نورو ښارونو په مدرسو كې زده كړې دي چې دنوموړي په وينا دده لپاره خورا ارزښتمنې وې.
ابتدايه : داستقلال عالي ليسه
متوسطه : دحبيبيې عالي ليسه
بكلوريا: دحبيبيې عالي ليسه
ليسانس: لومړۍ شپږ مياشتې په كابل پوهنتون او دلسانس بشپړه دوره د بيروت په امريكا يي پوهنتون كې دسياسي علومو په برخه كې.
لومړۍ ماسټري : په سياسي علومو كې دبيروت له امريكايي پوهنتون څخه
دويمه ماسټري : په نړيوالو اړيكو او انسان پيژندنه كې دامريكا دكولمبيا په پوهنتون كې
درېيمه ماسټري: په نړيوالو اړيكو كې دكولمبيا له پوهنتون څخه.
ډاكټري: په انسان پيژندنه ( انټروپالوجي) كې دامريكا دكولمبيا پوهنتون
لومړۍ افتخاري ډاكټري : په ۲۰۰۷ كال كې دامريكا دمتحده ايا لاتو دسكرانتن له پوهنتون څخه افتخاري ډاكټري وركړل شوه.
دويمه افتخاري ډاكټري : د ۲۰۰۸ كال په جون كې دكاناډا ګيلف پوهنتون ته افتخاري ډاكټري وركړه
همداراز سږ كال دامريكا دتفت پوهنتون ښاغلي ډاكټراشرف غني ته دنړيوال وطندار ترعنوان لاندې دنړۍ ډيره ممتازه جايزه وركړه ، بايد وويل شي چې دا جايزه دنړۍ ډيرو كمو خلكو اخيستې ،چې داځل يې يوافغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شو.
۳-د ډاکټر اشرف غني دندي او کاري تجربه:
دندې او کاري تجربه: ډاکټر اشرف غني احمدزی لوړي دندي اجرا کړي او زه فکر کوم چېمونږ په داسی حالاتو یو همداسی زعیم ته اړتیا لرو چې افغانستان له اوسنۍ بحرانه بهر او په اقتصادي، ټولنیز او کلتوري برخو کې پرمختګ وکړي. راځئ چې د اشرف غني احمدزي له کاري تجربو او دندو خبر شو.
دكابل پوهنتون دهغه مهال په ادبياتو پوهنځي كې دبشري علوموپه څانګه كې دپوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد
په ۱۹۷۷ ميلادي كال كې دډنمارك په آروس پوهنتون كې دلنډمهال لپاره ميلمه پروفيسر
دامريكا دمتحده ايالاتو په ستر پوهنتون بكلي كې ديوه كال لپاره استاد
دامريكا په مشهور پوهنتون جانزهوپكنز كې اته كاله استاد
لس كاله دنړيوال بانك دپاليسۍ او سټراټيژۍ جوړولو په برخه كې مهم مشر و
د نوی حکومت په رامنځ ته کیدو سره د مالیی وزیر پاتی شوي
د کابل پوهنتون ریس پاتي شوي
د بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنتي ځواکونو د واک د انتقال مشر
د افغانستان د اقتصاد لپاره یی بنسټيز قوانین جوړ کړي
د افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو د مرستو لپاره نړیوال کنفرانسونه یی برابر کړي.
ښاغلې ډاکټر اشرف غني په نړیوال بانک کښې د خپلي دندي په وخت هند، روسیې او چین ته اقتصادي پالیسی جوړي کړي دي. همدارنګه په لسګونه څيړنیزې مقالی یی د افغانستان په هکله لیکلې او په معتبرو سرچینو کښې خپرې شوې. په عمومي ډول لسګونه مقالې یې د ښه حکومتوالۍ، اقتصادي ودي، د افغانستان په څلورسوه کلنه تاریخ څيړنه، دولت جوړول، د شخړو د هواري او داسې نورو مهمو موضوعګانو په هکله لیکلی دي.
۴-د ډاکټر اشرف غنی سفرونه:
ښاغلي ډاكټر محمد اشرف غني دخپل هراړخيز ژوند په اوږدوكې دنړۍ په لسګونو هيوادونو ته سفرونه كړي او دنړۍ په بيلابيلو برخو كې يې زيات شمېر اغيزمن كارونه كړي.
ډاكټر غني دځوانۍ پرمهال دافغانستان ډيرولرې پرتو سيموته په آسونو، اونورومروجوسپرليو او آن پرخپلو پښو سفرونه كړي او ددې هيواد په اړه يې هغه مهال ډير اغيزمن تحقيقات ترسره كړي دي.
ښاغلي ډاكټر اشرف غني احمدزي دمؤقتې ادارې ترختمېدويوه مياشت وروسته دافغانستان لسوولايتونو ته كاري سفرونه وكړل او روان حالات يې ترڅيړنې لاندې ونيول په همدې وخت كې يې دافغانستان دهغه مهال دادارې په غوښتنه دملګرو ملتونو سازمان اونړيوال بانك ته استعفا وركړه او له هرډول مالي امتياز پرته دولسمشر ځانګړى سلاكار مقررشو.
ډاکټر اشرف غني په لنډه موده یعنی یواځي تیر یو کال کښې د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته له سلو ډیر کاری سفرونه کړي. زما په اند اشرف غنی صاحب په دي لسو کلونو کښي د افغانستان دننه پاتي شوي د افغانستان له حالاتو ښه خبر دي د افغانانو په ستونزو ښه پوهیږي ځکه چه د افغانستان په ګوډ ګوډ کښې ګرځيدلی دی. د افغانانو په دود او دستور، اجتماعی ستونزو او په نورو خویونو او خصلتونو پوه شوي دی.
د ښاغلي ډاکټر اشرف غني ټیم تحول او تداوم:
د ډاکټر اشرف غني صاحب ټیم یو لوی او پراخه ټیم دی چې د افغانستان له ټولو قومونو او پرګنو څخه جوړ شوي دي. که چیری مونږ او تاسو د تحول او تداوم ټیم ته نظر وکړو نو دا ټیم مونږ او تاسو ته د یو متحد افغانستان تصویر وړاندې کوي او د افغانستان د ملي یووالي نښه ده.
د تحول او تداوم ټیم د قومونو له مخې د پښتون، تاجګ، هزاره، ازبک، نورستانې، ترکمن، قزلباش، عرب، پشه یی، بلوچ، هندو او نورو قومونو څخه جوړ دی چې مونږ او تاسو ته د افغانستان تصویر مخې ته ږدي.
د تحول او تدوام ټیم په کې پوه او هوښیار مشران، سیاستمداران، قومي مشران، ګوندونه، مذهبي ډلې، مدنې ټولنې، بانفوذه شخصتیونه، مجاهدین او له نورو وطندوستو او اسلام دوستو وګړو څخه جوړ شوی دی.
د تحول او تداوم ټیم کښي لاندې ګوندونه برخه لری:
۱-افغان ملت ګوند د ښاغلي شيرزاد او ډاکټر انوار الحق احدي په مشري
۲-حق او عدالت ګوند د حنیف اتمر په مشري
۳- فکر او عمل جرګه د پروفیسور علي احمد جلالي په مشرۍ
۴- د اسلامي نجات جبهه د حضرت صبغت الله په مشرۍ
۵-حزب حرکت اسلامي ملت افغانستان
۶-حزب اسلامي مولوي خالص ګوند
۷-حرکت انقلاب اسلامي د حاجي موسيهوتک په مشرۍ
۸-محاذ ملي اسلامي د پير سید احمد ګيلاني په مشرۍ
۹-ملي تحريك د اسماعيل يون په مشرۍ
۱۰-پيوند ملي د سيد منصور نادري په مشرۍ
۱۲-افغان ملت د اجمل شمس په مشرۍ
۱۳-ډاکټر خليلزاد او ګروپ يې
۱۴-حرکت اسلامي د جهادي مشر هادي هادي په مشرۍ
۱۵-جنبش ګوند د عبدالرشید دوستم په مشرۍ
۱۶- د حزب اسلامی شوراګانې د وحیدالله سباوون په مشري
۱۷-د حزب اسلامی ۲۴ شوراګانې
۱۸-د جمهوریت غوښتونکو ګوند
۱۹ د افغانستان د مجاهد ولس د ملي يووالي اسلامي تحريک په استازيتوب امين الله امين،
۲۰- د افغانستان د ملي يووالي ګوند په استازيتوب عبدالرحيم سالارزى
۲۱- د ملی انسجام ګوند د ډاکټرصادق مدبر په مشرۍ
۲۲- د افغانستان ملي متحد ګوند
۲۳- د ملي مشارکت ګوند د نجیب الله کابلي
۲۴- د ودان افغانستان ګوند د عبدالغفور لیوال په مشري او نور ګوندونه
د حرکت انقلاب اسلامي د عالمانو، ملي او جهادي شخصیتونو ټولنه
مدنی ټولنې، خوځښتونه او مختلفې شورګانې
د افغان یو ولسی سراسري خوځښت
د میدان وردګو د ځوانانو مدني ټولنه
د افغانستان د ځوانانو د ملي یووالی ټولنه
په لویدیځ کښې د اڅکزیو عمومی شورا
افغان ملی غورځنګ
ځوانانو د پيوستون نهضت په استازيتوب عبدالله رسولي
نهج نوین خوځښت
د ختیڅ زون ۱۴ شوراګانې
او په لسګونه نورې شوراګاني، خوځښتونه او مدني ټولنې یو ښه مثال یی څو ورځې د مخه د ۳۵ مدنې ټولنو ملاتړ له ډاکټراشرف غنی څخه او داسی نور چه له ما یی نومونه هیر شوي او تاسو ته به معلوم وي.
ټول له ۳۰ ډير احزاب، په لس ګونو مدنې ټولنې، شوراګانې، خوځښتونه او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اکثرو غړو او ګڼو مطرح شخصیتونو لا پخوا د داکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کړيدی.
د اشرف غنی او عبدالله تر منځ توپیر:
د ډاکټر اشرف غنی او د ډاکټر عبدالله ټیمونه مختلف نظرونه، پالیسي او مختلفې تګلارې لري. افغانان خپل راتلونکى ولسمشر د دوى د پلانونو او تګلارو له مخې ټاکي. هر افغان حق لری چې خپل راتلوونکى او د خپل هیواد راتلونکې وټاکي. څرنګه چې موږ په دې هیواد حق لرو همداسې دا هیواد پر موږ حق لري چې د ابادي او سوکالي لپاره یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړو. د افغانستان اوسنى حالت او په ټاکنو کښي بیا د یو جنایتکارې او مافیایي ډلې چې د افغانستان او افغانانو په سرنوشت یې لوبې کړې، افغانستان یې وران کړى، د افغانانو له ماله واخله بیا یې تر سر او ناموسه لوټلې، غواړي چې یو ځل بیا واک ته ورسیږي او افغانانو ته د سر په کوپړي کې اوبه ورکړي. پداسی یو حالت کښي ټول افغانان باید د ښو او بدو توپیر وکړي او د افغانستان د ابادي او سوکالي لپاره رایه ور کړي.
د دواړو ټیمونو له تحلیله وروسته، د افغانستان لپاره د دوي د پلانونو او تګلارو په کتلو سره ما ډاکټر اشرف غني احمدزی ټاکلى او غواړم چې خپله رایه د بدلون او تداوم ټیم لپاره استعمال کړم.
۱-د ټاکنیز ټیم جوړښت
د ډاکټر اشرف غني احمدزي تحول او تداوم ټيم دملي یووالي، ملي امنیت، ملي پرمختګ، د افغانستان د اقتصادي بیارغونې، عدالت او برابري، د فساد ضد او د یو غني افغانستان ټیم دی. په دې ټیم کی داسې شخصیتونه را جمع شوي چې اکثره یې روښنفکران، بااستعداده، سیاستمداران او قومي مشران دي، دوى په ټوپکسالاري، بدمعاشي او لوچکي باور نه لري. دا شخصیتونه د افغانستان په تیره لس کلنه دوره کې د مهمو مهرو رول لوبولی لکه خپله اشرف غني احمدزی، علي احمد جلالي، انوارالحق احدي، وحيدالله سباوون، حنیف اتمر، پير سید احمد ګيلاني، حضرت صبغت الله مجددي، اسماعيل يون، ډاکټر خليلزاد، عبدالرشید دوستم، داوود سلطانزوی، کریم خلیلي، عبدالغفور لیوال، عبدالجبار قهرمان، حلیم فدایي، حضرت عمر زاخیلوال او داسې په لسګونه نور بانفوذه، پوه او هوښیار مشران.....
د ډاکټر عبدالله د اصلاحات او همګرایي ټیم ته که ځیر شو نو له ورایه ښکاري چې دا ټیم د جنګسالارانو، ټوپکسالارانو، جنایتکارانو، خاینانو، د افغانستان تجزیه کوونکو، د ځمکو غاصبینو، د رشوت خورو او مفسدینو، د مخدره موادو قاچاقبرانو، د قیمتی ګاڼو د قاچاقبرانو، د تاریخي اوعتیقه اثارو او اجناسو د قاچاقبرانو، قانون ماتوونکو، لوټمارانو، غلو، اختیتافچیانو، د مافیاوو، متعصبینو او قومپالو، د جهاد د ټیکه دارانو او د لنډغرو بدمعاشانو ټیم دى. د عبدالله په ټیم کښې ډاکټر عبدالله، محقق، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، محمدخان، زلمی رسول، الله ګل مجاهد، یونس قانوني، ګل اغاشیرزی، امرالله صالح او نور دي. ډاکټر عبدالله د شمالی ټلوالې له مهمو کسانو څخه وو په کورنیو جګړو کې ښکیل پاتي شوى او د کابل په ورانې او ویجاړي کې یی لاس درلود.
محقق همیشه بهرنیو هیوادونو ته په جاسوسي تورن شوى او همیشه یی د افغانستان د تجزیې بحث تود ساتلى دىاو هم په کورنیو جګړو او ورانيو کې ښکیل وو . عطامحمد نور د یو د زورواکي چارواکي په ډول پیژندل شوى په فساد ککړ دى، په ملیونونه پيسې يې د فساد له لارې تر لاسه کړې او په کورنیو جګړو کې هم ښکیل وو.
۲-ملي ثبات او که جګړه:
ټول افغانان له جګړې ستړي شوي دي او د سولې ارمانجن دي. د بدلون او تداوم په ټیم کې د سولې اصلی اراده شته. ډاکټر اشرف غني خپله څو ځله ویلي چې دى به د یو میکانیزم له مخې د سولې پروسه پر مخ بوځي. د اشرف غني ټول ټیم سوله غوښتونکى دى، یو هوسا افغانستان به د افغانانو په پرمختګ او ترقي کې مهمه ونډه ولري.
ډاکټر عبدالله او ټیم یې بیا همدې جګړي ته خوشحاله دى د سولې په عالي شورا باندې همدوى خیټه اچولې دوى د همدې سولې شورا له لارې دا ثابته کړه چې د خپلو ګټو د بایللو لپاره نه دي حاضر چېدافغان دولت له مخالفینو سره سوله وکړي. د سولې د عالی شورا ریس صلاح الدین ربانی خپله اقرار کړى چې د سولې په هر معامله کې د خپل ګوند او د شمالي ټلوالې د ګټو ساتنه به کوي او هیڅ داسې معامله به ونه کړي چې د دوى د ګټو په خلاف وي هغه یو متل دی:
د چا لپاره جنګ، د چا لپاره ګنج
د ډاکټر عبدالله ټیم بیا غواړي چې اوسنۍ جګړه دي همداسې دوام ولري او خپله د عبدالله په وینا چې دوى به د دولت له مخالفینو سره جګړې ته دوام ور کړي. ډاکټر عبدالله او د ده په ګروپ كې را ټول کسان په تیرو څو کلونو کښي په څو څو ځلې په ولسمشر حامد کرزي نیوکې کړي چې ولی طالبانو ته وروڼه او ددې خاوري بچي وایی.
۳-ملي یووالي:
د ډاکټر اشرف غني په ټيم کښې را ټولې غاړې ملی یووالی غواړي او په ملي یووالي تاکید کوي په دي ټيم کښي د افغانستان د ټولو قومونو شتون ددې څرګندونه کوي چې دا يو ملي ټیم دی. په دېټیم کښې داسې کسان نشته چې د افغانستان د تجزیې لپاره کار وکړي یا ژبني، قومي، سمتي، ګوندي او مذهبي تعصب ته لمن ووهي. دا ټیم د ملی یووالی په جامه سمبال او د ملي یووالی سمبول ټيم دی. د ډاکټر عبدالله ټیم د بدلون او تداوم په ټيم كې د اسمعیل یون شتون يادوي او هڅه کوي څو دا ټيم او ډاکټر اشرف غنيخلکو ته متعصب وپیژنې. اسمعیل یون لکه عطامحمد نور او محقق په شان نه چا ته جاسوسي کوي او نه تعصب کوي بس یواځي او یواځي حقیقتونه را برسیره کوي.
د ډاکټر عبدالله ټيم کښی اکثره داسې شخصیتونه را ټول شوي چې هیمشه یې د افغانستان د بربادي او ویجاړي لپاره کار کړى. د همګرایي ټيم د افغانستان په تجزیه کیدو تورن شوى او د افغانستان د تجزیی کولو لپآره څو څو ځلې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کړي دي. محقق، عطا محمد نور پردي پالې دي دوي په ژبني او قومي تعصب تورن دي او دي دواړو همیشه ایران ته جاسوسي کړې، ښه مثال یې په د عطا محمد نور له خوا په هرات كې د ايران دوژل شويو ديپلماتانو په نوم د يو سړك نومول دي،د امرالله صالح په فیسبوک پاڼه کې د محقق په اړه وروستۍ لیکنه كې راغلي و، چې محقق ټوله ورځ په سفارتخانو ګرځي د تلویزیون انټن پیسی ور ته یو هیواد او د تلویزیون د کارکوونکې معاشونه ور ته بل هیواد ور کوي.
۴-ملي عدالت
غني احمدزي څو څو ځله ویلي یو ملي او پراخه حکومت چې د افغانستان ټولو قشرونه په به کښي برخه ولري رامنځته کوي. ملی عدالت تامینوي. د جهاد په نوم امتیاز غوښتنه به له منځه وړي او هر افغان ته به د افغان په سترګه کتل کیږي.
د بدلون او تداوم ټیم ژمنه كړې چې د زورواکۍ، د قانون ماتولو، رشوت، اداري فساد، د بې ګناه خلکو زندانې کولو، د اقتصادي او سیاسی مافیایی ډلو ختمولو، د تاریخي اثارو، ګران بیه ګاڼو او مخدره موادو قاچاق له منځه وړلو لپآره به اوچت ګامونه اخلي او ددي ټولو مخنیوي سره به ملی عدالت تامینوي.
د ډاکټر عبدالله ټیم بیا ټول غله، قاچاقبران، مافیا، مفسدین، د افغانستان د اقتصاد انحصار کوونکي، رشوت خواره، او د افغانستان د تاریخي اثارو غله او لوټماران دي. د افغانستان د کورنیو جګړو په وخت کښي همدي ډلې د بې عدالتي زرګونه مثالونه د تاریخ پاڼو ته سپارلي دي او د دوي په راتګ سره به نسبي عدالت هیڅ وخت رامنځته نشی بلکه دوي به نور هم په هوا شي خپلې بدمعاشۍ، لنډغري او لوچکي ته به دوام ورکړي.
۵-ملي پرمختګ
ملی پرمختګ هغه پرمختګ ته وایي، چې په دوامداره ډول د یو هیواد ټول وګړي د خپل حکومت له خدماتو او کارونو څخه برخمن شي. دا پرمختګ به په مختلفو سکتورونو کښي لکه روغتیا، تعلیم، بیارغونه، کرهڼه او مالداري، سپورټ او...داسی نورو كې وي..
د بدلون او تداوم ټیم د دې وړتیا لري چې په هیواد کې ملي پرمختګ راولي ځکه چې خپل ډاکټر اشرف غني احمدزى د ملي پرختګ لپاره یو پراخه تګلاره لري او دده ټیم هم د داسې اشخاصو څخه جوړ دي چې په افغانستان کې ملي پرمختګ ته کار کولای شي او د افغانستان لپاره یو روښانه راتلونکي ټاکلی شی.
ډاکټر عبدالله بیا لکه ډاکټر اشرف غني نه هغومره پوهه لري او نه دده ټیم بیا د بدلون او تداوم ټیم ته رسیدلی شي چې افغانستان ته کار وکړي او د نړي د هیوادونو سره یې سیال کړي. د همګرایی ټیم نه پالیسی لرياو نه د ډاکټر اشرف غني د ټیم په شان علمي کدرونه چې د ملي پرمختګ لپاره کار وکړي.
۶- بهرنیو هیوادنو سره اړیکې
۷-د افغانستان اقتصاد په پښو ودرول
۸-ملي امنیت
۹-افغانستان د سیاست انحصار ختمول
۱۰- اداري فساد سره مبارزه
پورتني لس هغه ټکې دي چې د بدلون او تداوم ټیم په مطلق ډول د اصلاحات او همګرایي ټيم څخه په څو څو ځله مخکښه ده. د بدلون او تداوم ټیم د افغانستان د روښانه راتلوونکې لپاره د ملی امنیت، بهرنۍ پالیسي، اقتصاد، د بیان ازادي او اداري فساد د مخنيوي لپاره ښه پلانونه لری. ډاکټر اشرف غني په اداري فساد ککړ نه دی تر اوسه یې یوه شانزه پولي رشوت نه دي خوړلی او په دې څوارلس کلنه دوره کې یې بې معاشه د خپل ګران وطن خدمت کړي دی.
د پورتنیو معلوماتو په بنسټ زه غواړم چې خپله رایه د افغانستان د ښې راتلوونکې لپاره استعمال کړم او رایه ډاکټر اشرف غنی ته ور کړم. زه غواړم د خپلی یوې رایې پواسطه د د افغانستان په سیاست باندې د غلو، ډاکه مارو، لوټمارو، مفسدینو، مافیايي كړيو، زورواکو، قاچاقبرانو، جنایتکارانو، خاینانو، جاسوسانو، پردي پالو، متعصبو او د افغانستان ورانوونکو مخه ونیسم. زما ارمان یو ودان، سرلوړی، ښیرزاه، سوکاله افغانستان دی او زه خپله رایه د سرلوړی افغانستان لپاره ور کوم.
ته چهې په دې هیواد حق لرې او په کې اوسیږي، خواړه یې خورې، اوبه یې څښې او هوا یې تنفس کوې نو همدا خاوره بیرته پر تا هم حق لري، چې باید حق یې ادا کړې، د ګران هیواد جوړونکى شهاو رایه ور کړه، بې پروایي او بي غوري مه کوه.
دا وطن د پښتنو دى، دا وطن دى د تاجکو
دلته کور د هزاره دى، دلته کور دى، د اوزبکو
حب الوطن من الایمان
یادونه: د بدلون او تداوم او د همګرایي د ټیمونو د پورتنۍ پرتلې سربیره زه د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند ډاکټر اشرف غني پوهه، استعداد، مدیریت، پلان جوړونه، اسلامیت او افغانیت په هیڅ ډول د ټاکنو بل نوماند ډاکټر عبدالله سره نشم پرتله کولای.