سټيو جابز: لومړۍ برخه

ژباړه: سیمع الله ایلم، کابل
پال جابز له دویمې نړیوالې جګړې راستون شو او سنفرانسیسکو کې یې له خپلو ملګرو سره شرط وتړه چې که په دوو اونیو کې مې ښځه پیدانکړه نو نر به نه وم!
 
خدای په کلارا ور پیښ کړ. پال د یوه شرابي ځوی و او په بزګره کورنۍ کې یې نړۍ ته سترګې غړولې وې. د ژوند په لومړیو کې یې پیښه په مستریتوب وکړله او له همدې ځایه یې ژوند پیل کړ. کلارا او پال ژوند په ټک ټوک تیراوه او خپله ګوزاره یې سره کوله. ددوی په ژوند کې یو شی کم و هغه دا چې د ګډ ژوند په نهم کال یې هم اولاد نه درلوده. په ۱۹۵۵ز کې یې په فرزندۍ د یوه ماشوم د نیولو په هڅه کې شول.
دوی سره په جرمن ښارګوټي ویسکانسن کې Joanne Schieble هم اوسیده.
Arthur Schieble کاتولیک و او د خپلې لور د اړیکو په اړه ډیر جدي و.Joanne Schieble  ویسکانسن پوهنتون ته لاړه او هوري په عبدالفتاح مینه شوله.
د عبدالفتاح پلار په دمشق او حمص کې د تیلو د تصفیې فابریکې درلودلې او له بل پلوه یې په سیمه کې د غنمو قیمتونه هم کنترولول. عبدالفتاح مخکې له دې چې ویسکانسن ته د زده کړو لپاره راشي، د لبنان په بیروت کې لیسانس بشپړ کړی و.
عبدالفتاح جون له ځان سره دمشق ته بوتلله. هورې دوې میاشتې پاتې شول؛ جون په دمشق کې د سوریانو خوراکونه او کتغونه زده کړل او له عبدالفتاح څخه حامله شوله.
کور ته په ستنیدو جون له دوو ستونزو سره مخامخ شوله:
لومړی: پلار يې چې په مرګوني حالت کې و، اخطار ورکړ که چیرې یې له عبدالفتاح سره واده وکړ نو دی به یې عاق کړي.
دویمه ستونزه دا چې جون حامله شوې وه او د حمل ضایع کول هم په هغه وخت کې لوی شرم و.
په همدې شش و پنج کې په یوه مهربانه ډاکټر ور برابر شول او هغه هم ورته د خپل ماشوم په فرزندۍ د ورکولو مشوره ورکړله. دوی هڅه کوله چې خپل ماشوم داسې چاته په فرزندۍ ورکړي چې له پوهنتونه فارغ وي خو څه خبر وو چې د ماشوم نصیب به یې په یوې داسې کورنۍ کې وي چې خاوند یې له ښوونځي تښتیدلی وي او مینه هم له مستريتوب سره ولري. همدا و چې ماشوم چې د ۱۹۵۵ز د فرورۍ په ۲۴مه وزیږیده د یوه وکیل پلار په ځای د یوه مستري او د ښوونځي د یوې کتابونو د ساتونکې د اولاد په کټګورۍ کې راغی.
کلارا او پال په خپل ماشوم د سټیون پال جابز نوم کیښوده.
 
کله چې جون وروسته پوه شوله چې ماشوم یې داسې یوې کورنۍ ته په لاس ورغلی چې پوهنتون یې هیڅ لوستلی نه دی، هماغه و چې په فرزندۍ د ورکولو ټول اسناد یې رد کړل.  د دواړو اړخونو ترمنځ خبرو اونۍ،اونۍ وخت ونیوه خو په پایله کې جون په دې راضي شوله چې اسناد په دې شرط لاسلیک کړي چې د پال او کلارا به د ټولنیزو خدماتو په برخه کې د یو بل چا د ښوونځي او پوهنتون د فیس مسؤلیت په غاړه اخلي. که څه هم پال او کلارا دومره پیسې نه درلودې خو بیا یې هم مسؤلیت واخیسته.
دویم دلیل چې جون د فرزندی اسنادو لاسلیکولو ته غاړه کیښوده هغه هم ددې د پلار ناروغتیا وه چې نوموړې یې له یوې خوا وارخطا کړې او له بلې خوا خوښه وه چې د پلار له مرګ څخه وروسته به له عبدالفتاح سره واده کوي.
د ۱۹۵۵ز په اګست کې د جون پلار مړ شو او عبدالفتاح  هم له هغې سره د همدغه کال د کریسمس له مراسمو څخه وروسته واده وکړ.
په دا بل کال عبدالفتاح په نړیوال سیاست کې دوکتورا ترلاسه کړه او په کور کې یې یو بل ماشوم چې دوی ورباندې مونا نوم کیښوده وزیږید!
مونا چې وروسته مونا سیمپسن شوله، مشهوره ناول لیکونکې شوله او مشهور ناول Anywhere but Here یې ولیکه! د نصیب کارونه و چې نوموړې له خپل د وینې ورور سټیو سره شل کاله وروسته مخامخ شوله او یو بل یې سره وپیژندل.
یوه ورځ چې سټيو او یوه بله د کوچنیتوب ملګرې یې ددوی د کور د چمن په غولي ناست وو هغې ناڅاپه ترې وپوښتل چې ته خو په فرزندۍ نیول شوی یې مطلب دا چې مور او پلار دې درسره مینه نه کوله!
سټيو په ژړا کیږي او د پال او کلارا په لوري ځي خو هغوی ورته وایي چې نه! هیڅکله کیسه دا ډول نه وه. "مور او پلار دې ستا په اړه ډیر جدي وو خو موږ وو چې ته مو د نورو ماشومانو ترمنځ غوره کړلې."
له دې څخه ښکاري چې سټیو له دې خبر و چې پال او کلارا یې خپل اصلي والدین نه دي!
له همدې ځایه د سټيو ژوند له دریوو ځانګړتیاوو سره پیلیږي: "ترک شوی، غوره شوی او ځانګړی!"
د عمر په تیریدلو په ده د اصلي مور او پلار اغیز زیات شو. که له یوې خوا په فرزندی دده ورکولو په ده کې یو ډول خپلواکي راوټوکولو خو له بل پلوه یې سړی ظالم هم کړ. ده بیا ورته رویه له خپلې جلکۍ سره وکړله او د هغې ماشوم یې پریښوده. کریسن برینن وایي: "څوک چې پخپله پريښودل شوی وي، نو پوه شه چې هغه به خپل هغه پریږدي."
دی وایي: "کله چې پوه شولم چې اصلي مور او پلار مې زه پریښودلی یم نو د ژوند ټولې هڅې مې په دې شولې چې ستر، ستر کارونه ترسره کړم ترڅو زما اصلي موروپلار ددې ویش وکړي چې کاش زه یې نه وای پریښودلی!"
دی زیاتوي:"باور وکړئ چې ما هیڅکله داسې کوم احساس نه درلوده چې زه دې ترک شوی ماشوم وم! دا چې غیربیولوژیکي موروپلار مې له حده زیاته مینه راکوله او هغوی به تل زه ځانګړی بللم نو ما هم یو ډول نه یو ډول د ځانګړتیا احساس خپل کړ."
 
"د خپل اصلي موروپلار په اړه ویلی شم چې هغوی ماته د هګیو(سپرم) له بانک پرته بله کومه ښیګڼه ونه رسوله."
- See more at: http://rokyan.com/the+autobiograhpy+of+Steve+Jobs#sthash.O16jkoBN.dpuf