
تقریبآ ددوو میاشتو راهیسي مې په کور کې ناروغي وه په خوست کې څو ځله ډاکټرانو ته راغلو خو کومه نتیجه یې نه درلوده. نه پوهیږم، چې زموږ ډاکټران یې په تشخیص نه پوهیدل او که د خوست دوا بي کیفیته وه ځکه اوس هر سړی وایې، چې خوست ته او په عموم کې ټول افغانستان ته بي کیفیته درمل او خوراکي توکي راځي زموږ چارواکي خو ړانده دي هغه خو یې هسي هم نه ویني اونه یې مخه نیسي.
نو بالاخره مې پېښور ته دتګ پرېکړه وکړه، خو زړه او نازړه وم چې په کومه لار، ببرک ټانه او که د ځاځمیدان په لار لاړ شم او که په کابل یا جلال اباد کې ویزه واخلم او دهغې لاری لاړ شم. یو خوا به خلکو ویل چې شناختي یا ویزه ونلرې نو پولیس تنګول کوي، بل خوا الحمدالله په خوست کې د پاکستان قونسلګری نلرو نو د ویزې اخیستو لپاره باید په کابل او یا جلال اباد کې اقلآ دوه یا درې اضافي شپې ورته وکړې.
خود بهرنیو اړیکو نمایندګي تقریبآ یو کال راهیسي په خوست کې په فعالیت پیل کړی داسي اوازي وي چې خوست ته ددې نمایندګی په راتګ به خوست کې د پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو نمایندګی خلاصیږي او ددغو نمایندګیو خوست ته دنه راتګ همدا علت وو، چې دلته د بهرنیو اړیکو نمایندګي شتون نلري، خو اوس نه پوهیږو چې ددغه نمایندګی له راتګ څخه وروسته له دغو هیوادونو چا غوښتنه نده کړې ترڅو په خوست کې خپلی نمایندګی خلاصې کړی او که د خوست د پوښتني کولو غمخوار څوګ نشته ترڅو دخوستوالو دغه ستونزه حل شي.
خو بلاخره مې له دفتره یوه ورځ رخصت راوخیست دځاځمیدان په ولسوالۍ باندې لاړو نو له ډیورنډ کرښې مو بګهن ته سراچه ونیوه. دغه سړک چې تقریبآ د څلورو مترو په عرض په عادي کیفیت پوخ شوی نو له ډریوره مې ددې سړک دجوړیدو پوښتنه وکړه چې دا لار کله جوړه شوي؟
نو د ډریور په ګمان چې تقریبآ دا لس او پنځلس کاله کیږي چې جوړه شوی نو هسي ما ویل چې زموږ سړکونه چې د لوړ کیفیت او په ډیر لوړ قیمت یې قرارداد وشي خو کال او شپږ میاشتي خو په ځای پریږده قسم چې بعضی سړکونو خو میاشت هم دوام نکوي.
نو کله چې بګهن بازار د پېښور اډې ته ورسیدو، نو پېښورته تګ په دوه ډوله وو یو دهغه کسانو چې شناختي یې لرل او بل هغه کسانو (افغانانو) لپاره چې شناختي یعني هیڅ یې نلرل، دهغو کسانو لپاره چې شناختي یې لرل کرایه ۳۵۰ کلداري وه او دهغو کسانو یعني افغاناو لپاره ۱۵۰۰ کلداري وه نو افغانان مجبور وو چې په همدا ۱۵۰۰ واله موټر کې لاړ شي او په لاره کې ډریور څو څو ځله پولیسانو ته ددریدو او د سپرلیو څخه د شناختي کارډ د پوښتني په وخت کې دوه دوه سوه کلداري ورکړې کوم، چې له وړاندې یې ورته تیارې کړي وې.
هلته مې داسي کسان هم ولیدل چې د ننه په ښار کې ورڅخه ډریور د یوځای څخه بل ځای ته د تګ په وخت کې زیاتې پیسي اخیستې وې، ځکه چې ته افغان یې، هلته هوټلي هم د کوټې په نیولو کې ورڅخه زیاتې پیسي اخیستي وي ځکه چې ته شناختي نلری او افغان یې او هلته ورڅخه ددواخاني او ټیسټونو واله زیاتې پیسې اخلي ځکه چې ته افغان یې نابلده یې بې خولې او بي ژبې یې، نو بالاخره افغانان ددوی لپاره دګټې وټې ښه ذریعه ده. خو لویه خدایه جلاجلاله نور افغانان ددوی له مجبوریته خلاص او په امان کړي.
عبدالروف عارف خوستی