ښاغلو يون اوهوډمن ته يوه ضروري  يادونه

 عبدالله شيرزى
 
ما چې تركومه ځايه د ښاغلي استاد محمد اسماعيل يون او ښاغلي محمد اجمل هوډمن پخوانۍ او اوسنۍ ليكنې لوستلي دوى دواړه ښاغلي تر ډيره حده د ورته نظرونو خاوندان دي او داسې ښكار ي چې د يو هدف لپاره به هڅې  كوي كوم چې په افغانستان كې د اكثريت ولس د حقونو خوندي توب دى .
 
د يون صيب او هوډمن صيب وروستۍ ليكنې چې مالوستلي د موضوع له مخې دومره توپير په كې نه ليدل كيږي خو يوه خبره چې دوئ دواړه يې يو د بل په وړاندې ودرول هغه د ښاغلي كرزي د بيا كانديدۍ او د هغه په اړه د يون صيب په لومړۍ ليكنه كې ځينې څرګندونې وې .
 
يون صيب ټول كانديدان په لسو ډلو ويشلي وه او په ۹ ډلو يې نيوكې كړې وې خوكله چې د كرزي وار را رسيدلى وه ددې پر ځاى چې د ښاغلي كرزي د بې كفايته ادار ې  هغه نيمګړتياووې رابرسيره كړي ، هغو ستونزر او واقعيتونو ته ګوته ونيسي كومو چې دا هيواد او ملت  يې  ورسره لاس او ګريوان كړى  ښوى پرې تير شوى وه او آن چې په يو ځاى كې يې ليكلي وه چې كرزى ډيرې لاسته راوړنې هم لري .
 
زما په آند د يون صيب غوندې يو ملتپال ليكوال ته داسې ښايي چې ولس ته دا ذهنيت وركړي تر څو نور  د چا په غوړو خبرو ونه  غوليږي ، كه ريښتيا ته مخه كړو د همدې كرزي له بركته په دې ملت دغه ستوزې او بربادۍ راروانې دي زه په دې باور يم چې كه چيرې د ښاغلي كرزي په ځاى طاهر بدخشى ولسمشر وى دې ولس ته به په دومره سپكه سترګه  نه وى كتل شوي اوكه د ځواك په لحاظ يې وارزوو اوسنى حكومت د دوهمې سقاوۍله حكومت  څخه هم كمزورى بلل كيږي .
 
زما له نظره هوډمن صيب په همدې خبره له يون صيب څخه ګيله من دى او كه نه نو د هوډمن په ليكنه كې خو د كوم ځانګړي كانديد ملاتړ نه و شوى او كه واقعيت ته ځير شوهوډمن د ټولو كانديدانو په اړه  د يون له خوا په ليكل شويو نيوكو تبصرې كړې وې او يوازې  د كرزي صيب په اړه يې مخالف نظر څرګند كړى  وه چې الحمدلله  دا ستونزه هم حل شوه ځكه چې يون صيب په خپله دوهمه ليكنه كې د كرزي له ملاتړ څخه خپل لاس اخيستل ومنل او آن تردې چې ليكلي يې وه مارشال فهيم دې ولسمشرۍ او كرزى دې د هغه مرستيالۍ ته كانديد شي.
 
او كيداى شي چې هوډمن به هم د همدې ليكنې په لوستلو سره  قناعت كړى وي . او نور به تشويش نه كوي چې ولې كرزى د همدومره ناكاميو په درلودلو سره بيا هم ستايل كيږي او د كانديدانو په ماركيټ كې تر نورو زيات عرضه كيږي ، حال داچې تقاضا ورته ډيره لږ ده. ځكه چې ماركيټ په عرضه او تقاضا ولاړ وي .