
لیکوال: محمدالهادی الحناشي
د کتاب صفحې: ۴۱۲
چاپ: اګست،۲۰۱۳
کتاب لوستونکی: ح.م.ش
د سر خبرې:
د افغانستان په اړه عرب لیکوالان په ډیرو شیانو نه پوهیږي او که پوهیږي هم نو د زیاترو د مالوماتو سرچینې انګریزي هغه وي چې بې طرفه نه دي. که بیا هم څوک غواړي د افغانستان په اړه د کوم عرب نظریات په دقیق ډول سره ځان ته کره کړي او افغانستان د عرب له نظره وپیژني نو د دوو لیکوالانو کتابونه دې وګوري:
الف: عبدالباري عطوان، د القدس ورځپاڼې مسؤل چې ورځپاڼه یې په عربي نړۍ کې نوم لري او دخپلو نظریاتو له کبله پرې په سعودي عربستان او ځینو نورو عربي هیوادونو کې بندیز هم لګیدلی دی.
ب: دوهم کس چې افغانستان د داوود خان له وخته پیژني هغه فهمي هویدي دی. فهمي د عربي نړۍ د متفکرینو په کتار کې هم ځای لري. دغه سړي افغانستان ته د بیلابیلو رژیمونو پرمهال سفرونه کړیدي او افغانستان ښه پیژني.
دا کتاب مې ولې د لوستلو لپاره انتخاب کړ؟
کله چې ددې کتاب په اړه د روهي ویبپاڼې له لارې خبر شولم نو تلوسه مې له حده زیاته شوله ځکه لیکوال یې په خبر کې ویلي وو چې په کتاب یې لس کاله کار کړیدی. دا چې په دې کتاب لس کاله کار شوی-دی نو زړه مې ډیر ورته کیده چې وی موم! باالاخره د دوستانو دې کور آباد وي چې کتاب یې په دوبۍ کې ما ته واخیسته او تر کابله یې را ورسوه—مننه!
لیکوال په سریزه کې وایي: افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د دریو دلایلو له کبله شهرت لري:
الف: د سخت دریځۍ له کبله
ب: د سیاست له کبله
ج: د مطبوعاتو له کبله
لیکوال د طالبانو د ماتې دلایل په لاندې ډول سره په ګوته کوي:
الف: لومړی فرمان: کله چې طالبانو کابل ونیوه نو لومړی فرمان په آیډیالوژیکو مسایلو څرخیده. په دې فرمان کې چې کټ مټ د نور محمد تره کي اکټونه شوي وو په کوتر بازۍ، پتنګ الوځولو، ږیرو پریښودلو، او ښځو ته په ځینو توصیو ولاړ صادر شوی پیغام و! دی وایي چې طالب مشر په دې فرمان کې ډیرو وړو مسٔلو ته توجه کړې وه او ډیری غټ مسایل یې شاته پریښودلي وو.
ب: د بودا د مجسمو ړنګول: که څه هم په دې برخه کې قطر، مصر او سعودي عربستان خپلې هلې ځلې وکړلې او دوی یې ډیر زیات وهڅول چې د بوتانو له ماتولو تیر شي خو طالبانو قانع نشول. اسلامي نړۍ ډاکټر یوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ تکړه او نوموتی عالم)، د قطر د بهرنیو چارو وزیر احمد عبدالله، د مصر مفتي نصر فرید، داسلامي کنفرانس مرستیال ابراهیم بکر، په اسلامي کانفرانس کې د افغانستان استازی، د مصر تکړه لیکوال فهمي هویدا او ځینې نور معتبر شخصیتونه طالبانو هڅولو لپاره کابل ته راغلل ترڅو دوی له خپلې پریکړې لاس په سر کړي خو موفق نشول. طالبانو قرضاوي ته ویلي وو چې دوی د حنفي فقهې پيروان دي نو ځکه باید دغه بوت څومره زر چې کیږي له منځه ویوړل شي خو قرضاوي وایي چې ما ورته وویل چې زه هم د حنفي فقهې پیرو یم خو هره فتوای خپل ځای، وخت او شرایطو سره سمه صادریږي. دا چې د اسلامي نړۍ نورو مسلمانو مشرانو او علماوو ددې مجسمې د ماتولو امر نه دی کړی نو طالبان دې هم ورته کار نه کوي. خو د طالبانو له لوري ټاکل شوی ۲۷ کسیزه هیٔت چې مشري یې د وخت قاضی القضات نور محمد ثاقب په لاس کې وه دغه ډول دلایلو ته یې غوږ نه و ایښی! هماغه وو چې دغه ټول شخصیتونه نامیده خپلو هیوادونو ته ستانه شول. د ۲۰۰۱ز د اپریل په مارچ کې طالبانو خپله پریکړه په داسې حال کې عملي کړه چې جاپان او د نیویارک موزیم دوی ته ویلي وو چې که دوی په ریښتیا غواړي بودا له منځه ویسي دوی تیار دي چې بودا له افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته جوړ او سالم انتقال کړي او ددې په بدل کې تیار دي چې له افغانستان سره هر ډول مرسته وکړي.
ج: په ډیرو مسایلو کې سرتمبګي او پاکستان ته دا زمینه برابرول چې په نړیوالو چارو کې ددوی استازی و اوسي.
د: اسامه بن لادن ته پناه ورکول
ح: د ستونزو په حل کې پاتې راتلل: دا چې طالبانو ډیره توجه عباداتو او اخرت ته کړې وه نو ځکه ترې ملت ناراضه شو او طالبانو ته یې شا واړوله.
که څه هم لیکوال په کتاب باندې د خپل لس کلن کار کیسه کوي خو ډیر جالب او زړه پورې مالومات له ځان سره نه لري.
په کتاب کې ځای، ځای له روسانو سره د مقاومت او جهاد خبره رااخیستل شوې خو ډیر کریډټ یې مسعود ته ورکړی په داسې حال کې چې روسي جنرالانو پخپلو زیاترو کتابونو کې په دې اعتراف کړی چې په افغانستان کې په هغو سیمو کې له سخت او غښتلي مقاومت سره مخامخ شوي چیرې چې پښتانه اوسیدل او یا هم مشري د پښتنو قوماندانانو په لاس کې وه لکه جلال الدین حقاني، مولوي خالص، حکمتیار او...
د طالبانو او امریکې اړیکې:
لیکوال لیکي چې تر ۱۹۹۸ز پورې امریکا او طالبان یو بل ته په تمه وو. کابل ته د ننوتلو پرمهال خو یې طالبانو ته ډیر مثبت پیغام هم ورکړی و: "موږ هیله لرو چې په افغانستان کې به هر اړخیزه سوله رامنځته شي او باوري یو چې طالبان به ډیر زر د ټولو افغانانو د حقوقو درناوی وکړي." خو کله چې په په ۱۹۹۸ز کې اسامه په نیروبي او دارالسلام کې په امریکایي سفارتونو چاودنې وکړلې امریکا له طالبانو څخه خپله تمه پریکړه. هماغه و چې امریکا د غچ اخیستلو په موخه په افغانستان کې د پکتیا په سپینه شګه، د خوست په الفاروق او په سوډان کې په یوې کارخانې چې د سوډاني چارواکو په وینا دوا یې تولیدوله، توغندي وتوغول.
که څه هم د امریکا په ولسمشرانو کې کلنټن داسې څوک نه و چې د یوې داسې انتقامي حملې تمه دې ترې شوې وای خو ده هڅه کوله چې د مونیکا لیونسکي داغ د یوې داسې حملې په ترسره کولو سره چې زیان یې کم او شور یې بې حده وي امریکایانو ته مفاهمه کړي.
په ۲۰۰۱ز کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن له ملا محمد عمر سره خپل بیعت تازه کوي. که څه هم په اسلام کې بیعت یو ځلې کیږي خو دغه دوه ځلي بیعت د ترسره کولو شا ته حتماً یو شی و.
په ۲۰۰۱ز کې د طالبانو د ادارې د کابل څانګې مشر ملا رباني په مرموزه توګه په پاکستان کې د یوې ناروغۍ د تداوۍ په نوم ووژل شو. ملارباني او د متوکل په څير طالب مشرانو نه غوښتل چې اسامه دې په افغانستان کې پاتې شي.
اسامه او طالبان
هغه مهال چې اسامه بن لادن په سوډان کې ژوند ترسره کاوه نو د سوډان مشر عمرالبشیر حج ته سفر وکړ. په حج کې چې زیاتره مهال د مشرانو لپاره یوه تشریفاتي اړخ لري په سعودي عربستان کې د وخت چارواکو ته وویل چې تیار دی چې اسامه بن لادن ورته لاس تړلی وسپاري خو د سعودیانو ځواب دا و چې اسامه بن لادن دې له سوډان څخه وویستل شي نور چې هر چیرته ځي. امریکایانو له سوډانه غوښتي وو چې سړی دې وباسي خو چې ورڅخه صومالیا ته لاړ نشي. هماغه و چې په ۱۹۹۶ز کې یې اسامه بن لادن له سوډان څخه وویسته او په روسۍ الوتکه کې یې د افغانستان جلال آباد ته ورسوه.
کله چې طالبان جلال آباد ته ننوتل نو اسامه بن لادن وار د مخه د خالص په فامیلیو کې میشت و. لیکوال وایي چې دا خبره غلطه ده چې سړی ووايي اسامه بن لادن طالبان رامنځ ته کړیدي بلکې طالبان د اسامه بن لادن څخه د مخه رامنځته شوي وو.
طالبانو د ننګرهار په نیولو سره له سعودي عربستان سره اړیکې ټینګې کړلې چې د اسامه بن لادن سره څه وکړي خو سعودي عربستان ورته وویل چې مهمه نه ده چې اسامه بن لادن ورته وسپارل شي. غوره به وي چې اسامه بن لادن له طالبانو سره پاتې شي خو خوله پرې وتړي. د ۱۹۹۸ز پورې طالبان زړه نازړه وو چې له اسامه بن لادن سره څه وکړي، له هیواده یې وشړي او که کومه بله معامله ورسره ترسره کړي. ملارباني او ملا حسن له امریکایانو سره هم په همدې اړه خبرې وکړې خو داسې نه وې چې نتیجه پرې مرتبه شي.
کله چې اسامه بن لادن له ملاعمر سره بیعت وکړ نو هغوی سره یې د مالي مرستې لاس وکړ، ډاټسنې یې ورته واخیستلې او له بل پلوه یې ورسره د حکمتیار او دوی ترمنځ د سولې هلې ځلې هم وکړې.
لیکوال له متوکل سره د یوې لیدنې خبره هم کوي او وایي چې متوکل په ملګرو ملتونو انتقاد درلوده ځکه دوی ملګري ملتونه پخپلو چارو کې بې طرفه نه بلل. متوکل د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه درې شرطونه وړاندې کړیدي:
د قوي اسنادو په ارایه کولو سره طالبان تیار دي چې د اسلامي شریعت سره سم یې محاکمه کړي.
دریم هیواد ته یې سپارو
د اسلامي هیوادونو تر څار لاندې دې محاکمه شي خو امریکایان دې ډول یوې پریکړې ته هم تیار نه وو.
ډیورینډ کرښه:
لیکوال په خپل کتاب کې د ډیورنډ کرښې ته هم اشاره کړیده چې تر ۱۹۶۰ز پورې روسانو افغان حکومت ته ۳۰۰ ملیونه ډالر ورکړي څو دغه کرښه خپله کړي خو افغان حکومت ددې کرښې پخپلولو کې پاتې راغلی دی.
پاکستان او طالبان:
لیکوال وایي کله چې د ۲۰۰۱ز د سپټمبر په نهمه په امریکا برید وشو، د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال محمود احمد او په واشنګټن کې د امریکا سفیره ملیحه لودي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا راغوښتل کیږي او ورته ویل کیږي: "مونږ ته مو دښمنان او ددښمن کوربه هیواد مو یو ډول دي!"
پیغام مشرف ته رسول کیږي. هماغه ده چې پاکستانی حکومت په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر ملاضعیف له هیواده وباسي.
په ملګرو ملتونو د لیکوال انتقاد:
لیکوال وایي چې ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت پرمهال افغانستان بیخي ګوښی کړی و او ډیر پام یې نه ورته کاوه. دی وایي چې د طالبانو د حکومت پرمهال په افغانستان کې د ملګروملتونو دوو مؤسسو فعالیت کاوه. ۴۰ د لویدیځ مؤسسې وې او ۱۵ نوره د اسلامي هیوادونو وې. دی وایي چې د طالبانو د حکومت پرمهال د یوه غربي مامور میاشتنی معاش په افغانستان کې تر ۳۰٫۰۰۰ ډالرو پورې و. لیکوال په کتاب کې د ملګروملتونو د فساد یوه کیسه هم را اخیستې ده. دی وایي چې یو وخت ملګرومتلونو غوښتل چې افغانستان سره د غذایي توکو مرسته ترسره کړي. په غذایي موادو کې دوی خلکو ته بسکټ توزیع کول. په هرات کې د یوه بیسکټ قطي بیه ۳ ډالره وه خو ملګرو ملتونو یو قطی بیسکټ تر هرات پورې په ۱۰ ډالره وارد کړل.
- See more at: http://rokyan.com/Turban+and+Typhoon#sthash.GyfkGpGI.dpuf