له دې ستونزمن ژوند نه مې دومره ډېره کرکه راشي
لکــــه د دوه وؤ شريــــــــــــکانو تر منــــځ ورکه راشي
دسرخطرامـــــــــــــکان په سلـو کې وي سل مــلګرو!
چې دپښتــــون دعـــوه لــه چــــاسره په ځـمـکه راشي
دنيــا پــــه مثــــل ديـوه کان وګړي ټـــــــــول مـزدوران
نوروته لال مونږ ته پـه لاس ترې نه کونجـــکه راشي
دښکرورو په مادي جنـــګ کې خو ځــــــــکه ګېر يو
غربته ستـــا له لاسه ګران وطن ته سپـــــــــکه راشي
بختيـــــاره غــــم دلته ړولي خــــوښي نشتـــــه چيرې
ګمــان مې نه شي چې تمبل سره چکچــــــــکه راشي
سعودی عرب د تبوک ښار
وروستي