
ولسمشر اوباما پرون شنبه اعلان کړه،چې قطر حکومت دپنځو افغان زندانیانو په اړه امریکا ته امنیتي ضمانتونه ورکړي دي . دا پنځه زندانیان قطر ته لیږدول شوي دي او دهغه امریکايي سرتیري برګډال په بدل کې خوشی شوي دي ،چې پنځه کاله وړاندې طالب وسلوالو په پکتیا ولایت کې نیولی و .
ولسمشر اوباما دسپنې ماڼۍ په بڼ کې ،چې دبرګډال پلار بوب برګډال هم ورسره ولاړ وویل : دقطر حکومت دا ضمانت راکړې دی،چې زموږ دملي امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کوي .
طالبانو دیوې خبرپاڼې له لارې دهغو پنځو تنو ازاد شوو زندانیانو نومونه خپاره کړې دي : ملا محمد فاضل اخوند ،ملا نورالله نوري ، ملا خیرالله خیرخواه ، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي اخوندزاده دامریکا بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې هم دا نومونه تایید کړي دي .
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې دا "مشهور او بااغیزه مشران بللي دي " په کویټه کې دطالبانو یوې سرچینې دا پنځه تنه ازاد شوي مشران په حرکت مهم او بانفوذه کسان بللي دي ، اوباما دهغو ضمانتونو په اړه څه نه دي ویلي،چې دقطر حکومت ورکړي دي .
دبرګډال پلار وايي : زه دا نه شم څرګندولای ،چې کله ولسمشر راته زنګ وواهه او راته یې کړه،چې زوی مو راخوشی شو دخوشی شوي سرتیري پلار وايي : زوی یې داوس لپاره سم نه شي ګړیدې ځکه ډېر وخت له طالبانو سره بندي و زوی یې له خبرو وړاندې ورسره خبرې په (بسم الله الرحمن الرحیم او څو کلیمو پښتو ویلو باندې پیل کړې دي .
پلار زیاته کړه : ما ورته وویل ای بو ! زه دې پلار یم ، پلار یې له ټولو هغو خواوو مننه وکړه ،چې دده دزوی په راخلاصولو کې ورسره مرسته کړې ده د برګډال مېرمن هم مننه وکړه او تر سخت اغیز لاندې وه ،چې کله یې دخپل مېړه په اړه خبرې کولې .
پنځه لوړ پوړي طالب مشران
هغه پنځه تنه طالب مشران ،چې دامریکايي سرتیري برګډال په بدل کې له ګوانتنامو زندان څخه خوشی شوي دي په طالبانو کې مهم او بانفوذه هغه بلل کیږي ددوی دنفوذ او اغیز دوره 2001-1996 ز کلونه وو . طالبانو له ډېر پخوا څخه ددی طالب مشرانو دراخوشی کولو غوښتنه کوله دوی اوس هم دطالبانو په لیکو کې له خپل اغیز او نفوذ څخه برخمن دي .
- ملا خیرالله خیرخواه :
دطالبانو دواکمنۍ پر مهال دکورنیو چارو وزیر او بیا دهرات والي شو په نسبي توګه منځلاری دی او دطالبانو له بنسټګرانو څخه ګڼل کیږي ځکه خو له دومره درناوی څخه برخمن دی .ملا خیرالله خیرخواه په 2002 ز کې پاکستانیو استخباراتو په کوټه کې نیولی او بیا یې امریکایانو ته سپارلی دی .
- ملا محمد فاضل اخوند :
دطالبانو دمهال دفاع او لوی درستیز له نیولو کېدو وړاندې دافغانستان په شمال کې له مشهورو جنګي قومندانانو څخه شمېرل کیده .
- ملا نورالله نوري : دطالبانو دمهال دشمال تنظیمه رییس و او دملا محمد فاضل په څېر له مهمو جنګي قومندانانو څخه و د 2001 ز په نومبر کې امریکایانو نیولی و .
- ملا عبدالحق وثیق دطالبانو دواکمنۍ پرمهال داستخباراتو مرستیال و او دطالبانو دحرکت له بنسټګرو څخه شمیرل کیږي او د2001 ز په پای کې نیول شوی دی .
- ملا محمد نبي اخوندزاده دخپلو نورو ملګرو په پرتله دومره مشهور نه دی او نه دطالبانو دلومړي کتار غړی دی ، نوم یې ځکه دې لړلیک ته ورزیات شوی دی ،چې له حقاني شبکې سره اړیکې لري او داسې ویل کیږي، چې دا سرتیری هم حقاني شبکې تښتولی و.
یوې بلې امنیتي سرچینې رویترز خبري اژانس ته ویلي دي،چې دا پنځه تنه طالب مشران به له قطر حکومت سره بندي وي او ددوی تګ وراتګ به ډیر محدود وي