
جنرال صیب مکنیل او ډاکتر صیب خلیلزاد ،چې کوم مهال له فهیم قسیم سره شیدې او غوړي و ، دCIAپه میلونو ډالر په صندوقونو کې زېرمه کېدل او داسې فکر کېده ،چې خبره بشپړه اومراد پوره شو .
فهیم قسیم په کابل کې دوالیانو په کنفرانس کې ویلي دي " دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې که هره کامیابه ډله اوسنی حکومت او مجاهدین له پامه وغورځوي ، دوی (مجاهدین ) به وسله راواخلي او غرونو ته به پورته شي "
یو کس ،چې دباد راوړي واک او امریکايي بنډلونو له برکته یو څه (ملي ) شوې و او خپلو خلکو ته یې شا اړولې وه او په کندهار دکور جوړولو په سوچ کې و اوس به په کوم مخ خلکو ته مخ اړوي ،چې یو ځل بیا غرونو ته پورته شئ ؟
دا ځل غرونو ته پورته کېدل دشېرپور د ویش او د دولت دڅوکیو نامسوولانه سخاوتمندانه ورکړه نه ده ، سخت حساب وکتاب په مخ کې پروت دی .
لومړنی سیاسي او نظامي کس ، چې دطالبانو دماتې په درشل کې یې امریکایانو پسې اقتداء وکړه ښاغلی فهیم قسیم و ،چې بیا وروسته نورو سیاسي رهبران اړ شول ،چې هم خپل نیت او اقتداء دسیاسي امام په توګه خلیلزاد پسې وکړي ځکه دوی له یو انجام کار سره مخ شوي وو .
ارواښاد رباني دفهیم په سپارښتنه تر هغې په جبل السراج کې ایسار شوی و ،چې له خلیلزاد او کرزي خیلو سره معامله بشپړه شوې نه وي .
ښاغلی فهیم لومړنی کس و ،چې امریکايي تبعه حامد کرزی ،چې دامریکا او نړۍ انتخاب و دخپل لارښود او دسیاسي واک دمسوول په توګه ومانه . لومړنی کس ،چې له CIA یې په میلونونو ډالر بسپنه او لګښت تر لاسه کړ همدا قسیم فهیم و .
ښاغلي قسیم فهیم ته دمارشالۍ رتبه دخلیلزاد په مستقیمه سپارښتنه له کرزي څخه ورته واخستل شوه . هغه مهال واکمن او بااقتداره کس خلیلزاد و هغه مهال ،چې هر څه دیو کس له خوښې سره سم تر سره کېدل ښاغلي فهیم یو ځل هم دا چیغه پورته نه کړه ،چې " ښاغلی خلیلزاد ته امریکايي یې ! "
همدا خلیلزاد ،چې اوس پر (امریکایتوب ) تورن شوی په ګرد افغانستان کې دامریکايي ځواکونو او دCIA دګروپونو له ځای پر ځای کېدو وړاندې له فهیم ، قانوني او ډاکتر عبدالله سره داسې و لکه نوک او ورۍ .
په پنجشیر کې دفهیم او ډاکتر عبدالله په استوګنځایونوکې څومره میلمستیاوې نوش جان شوې دي!
دطالبانو له راپرځېدو پنځه کاله وروسته داخترونو او یا ورځینو ناستو پر مهال دښاغلي فهیم تکیه کلام دامریکا څلور ستوریز جنرال (جنرال صیب مکنیل ) له ویاړه ډک نوم و .
دمجلس کیڼ او ښي اړخ ته به د( مکنیل ) نوم اوروه او دا به یې ویل : جنرال صیب مکنیل ،چې هر وخت وزګار شي زما خوا ته راځي ، جنرال صیب مکنیل مې شخصي ملګری دی ، سپینې ماڼۍ ته پرلپسې سفرونه ، له جورج بوش او امریکايي سناتورانو سره ناسته پاسته ، میلمستیاوې خوړل ته وا دا به ګرد خلکو له یاده ویستي وي ،چې اوس ښاغلی فهیم دا یا هغه سیاسي شخصیتونه دامریکا ګوډاګي ګڼي ؟
یو غل حکومت ،چې په سپینه ورځ یې دیوخصوصي بانک نږدې یو ملیارد ډالر پانګه ولوټله دخلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې څه مشروعیت ولري ؟ کش وګیر اوس وروستي پړاو ته رسیدلې دی .
دامریکا پروژه اوس پردې راڅرخي ،چې فهیم او کرزي ته وخت ورنه کړي ،چې دکرزي د ولسمشرۍ د دورې له بشپړیدو وروسته خپل واک ونه غځوي .خبره د(سیاسي لېږد) پر سره ده . شخړه له یوې خوا دیوکس دواک او له بلې خوا ګرد افغانستان ته دیو پرمختللي سیاسي جوړښت رامنځته کول دي .
ښاغلی فهیم وايي : " امریکايي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ راغلې و دوه نیم ساعته خبرې مو وکړې . په پای کې یې وویل خلک اندېښمن دي ، څرنګه کېدای شي ،چې دا اندېښنه لرې شي ، هغه دلیږد او دې ډول خبرو په اړه راسره وغږیده "
ما ورته وویل :" خلک دنظامي او امنیتي لېږد په اړه اندېښنه نه لري ، بلکې له سیاسي هغه څخه اندېښمن دي " .
ښاغلی فهیم وايي :" دا اندېښنې یو شمېر خلکو ،چې ځانونه تاسې پوري تړي دافغانستان دخلکو ترمنځ راپورته کړې دي . خلیلزاد ( په کابل کې دامریکا پخوانی سفیر ) له استاد عطامحمد نور سره ولیدل ، له کرزي سره یې ولیدل ، له پلاني سره یې ولیدل ... ما ورته وویل ستاسې خپلو خلکو دا اندېښنې راپورته کړې دي " فهيم زیاتوي " دکرزي له ورورڼو نیولې ټول امریکایان دي"
دکرزي ورور محمود کرزی لکه ،چې دفهیم قسیم سوداګریز ملګری نه دی ؟ څه ټکه راپریوته ده ،چې محمود جان نامحرمه شو ؟ دواک پر سر دکشکمش له برکته دخلکو درانیولو وړتیا مخ پر ځوړه ده ، فهیم او کرزیانو دخپلو بې حسابه پانګې څخه پریوتو خلکو ته څه ورکوي ،چې اوس هم داوسني ټیم دواک دغځیدو هیله لري ؟
مارشال فهیم ټینګار کوي ،چې ملي اجماع هغه څه نه ده ،چې زلمی خلیلزاد یې وايي . نوموړی زیاتوي : ښاغلي خلیلزاد ته باید وویل شي ،چې "ته یو امریکايي یې "
ښاغلی فهیم دا خبرې ولې په بون کنفرانس کې نه کولې .؟ کله ،چې خلیلزاد په هماغه لومړیو کې په پروان کارته کې دښاغلي فهیم په کور کې ورته څرګنده کړه :
" زه دامریکا له لورې ګومارل شوې یم ، چې ستر شخصیتونه او ګوندونه کوچني کړم او کوچني شخصیتونه او ډلې سترې کړم ، او کنه زه به دیو سفیر اوجورج بوش دځانګړي استازي په توګه یو ناکام مامور وشمېرل شم "
فهیم ولې هغه مهال خلیلزاد ته ونه ویل : ته یو امریکايي یې ؟ !
اوس ولې فهیم او یو څو تاریختیرې څیرې د(ملي اجماع) اصطلاح په مجرده بڼه کاروي او دقراردادي وګړو لپاره یې دامتیاز ترلاسه کولو په موخه توجیه کوي ؟ ددې ډلې له انده (ملي اجماع ) د ډالرو یوه بوجۍ ده ،چې دهر مخور دستوني او لافو په اندازه به ویشل کیږي .
دفهیم تر ټولو ناوړ ه تېروتنه هغه وه ،چې دکرزي دریاست په لومړنۍ دوره کې په داوطلبه توګه په افغانستان کې دنړیوال سیاست پر وړاندې ودرید دا تېروتنه هیڅ جبېره کېدای نه شي . لومړنۍ ستره سیاسي تېروتنه وروستې ستره هغه وي . فهیم څه ګومان کوي ،چې دڅوراتلونکو میاشتو په ترڅ کې دچیغو او بغارو له لارې بایلل شوې لوبې دګټلو لپاره څرنګه جګړه وکړي چې دزیان کچه یې صفر وي ؟
مارشال عامیانه خیالونه لري ،چې کلونه یې خپل وخت د دسترخوان یا چای څښلو پر مهال له بېکاره وګړو سره په پر خبرو تېر کړې دی پردې سربېره یې خپل وخت دعشقري او اس پرپېژندنه تېر کړې دی .
که چېرې مارشال ددې پر ځای دتاریخي مسوولیت له مخې دهېواد تېرې یوې پیړۍ یا لږ تر لږه دتېرو پنځه دېرشو کلونو تاریخ لوستې وای او دا هر څه یې په خپل مغز کې تللې او ارزولای وای نو نن به یې لږتر لږه دهېواد وضعیت دځان لپاره داسې له ناورین ډک نه انځوراوه .
په اساسي قانون کې ،چې دخلکو داستازو په نه شتون کې څومره جعل کاري شوې ده دا ټوله دفهیم په مرسته شوې ده . ملي اجماع دا نه ده ،چې یو نالوستې دخپلې کورنۍ یوغړي ته دمهم پوست ریاست یا مرستیالي ورکړې او دا غړی بیا دغلا شوو موټرو له پلور وپېر او دناقانونه پیسو له چاپولو پرته بل هنر ونه لري .
ملي اجماع داده ،چې یو کس دامنیت شورا غړیتوب تر لاسه کړي او له سر نیولې تر پښو په میراثي توګه دقومپالنې او ژبپالنې پر زهرو لړلې وي او دامنیت شوراله پیسو بیا داسې رسنۍ جوړه کړي ،چې کرکه او نفرت خپروي .
نړیوالو سیاستوالود ولسمشرۍ ټاکنو په دویمه دوره کې دفهیم او کرزي له بریا وروسته وړاندوینه کړې وه ،چې څرنګه یو سیستم رامنځته کړي ،چې فهیم له واکمن ګروپ سره ،چې اوس یې (ملي اجماع) له کومې خولې راپور کړې ده او هر لورې تپ وتلاش کوي ،چې خپل واک څرنګه وژغوري . دوی به تر پایه په داسې یو جال کې راګیر وي ،چې هیڅ ونه شي کولای دنړیوالې پروژې له جال څخه وتښتي .