بې ځايه جګړه،ناسم دښمن The wrong Enemy

لیکوال: کرلوته ګال
ژباړن: احمد(لاهورخان) منګل
 د۲۰۰۱ز کال د نومبر په میاشت کې د طالبانو د رژیم د راپرزیدا څخه څو ورځې تیرې وې، چې د افغانستان شمالي ولایت مزار شریف ته د د یوه سوړ ماښام په مهال ورسیدم. تردې مهاله د ۹/۱۱ د بریدونو څخه دوې میاشتې او په افغانستان باندې د امریکې د یرغل یوه میاشت وخت وتلی و. د امریکې هوایی ځواک  د اکټوبر له اوومې نیټې را پدیخوا بمباري پیل کړې وه ترڅو القاعده ښکار او د طالبانو رژیم چې د القاعده مشرانو ته یی پناه ورکړې وه، راوپرځوي. د یوه افغان ملګرې په مرسته د ازبکستان له پولې چې په ټینګه څارل کیدله افغانستان ته ورواوښتم. ما دغه افغان تر شپږو کلونو نه ولیدلی خو زما د پلار سره يې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال افغانستان ته په سفر کولو کې مرسته کړې وه او دا ځل يې د هغه د ملګري د لور سره ددغه جګړې د بهیر پوښښ کولو لپاره مرستې ته پریکړه وکړه. ملګرتیا او وفاداري دلته اهمیت لري او دا هم دافغانانو سره زما د مینې  یو لامل و .
ما د ۱۹۹۰ کلونو په مهال هم د مزار شریف څخه څو ځلې لیدنه کړې وه، پوهیدم چې دا د سوداګرۍ یو بوخت ښارګوټی و، د حضرت علي(رض) ویاړلی زیارت، چې د څلور لارې په مینځ کې  پروت دی، ابي رنګه ګمبته(ګمبزه) لري، دیوالونه يې په کاشي خښتو پوښل شوي او د ښار پراختیا ترې پیلیږي.  د وخت په تیریدو سره مې ددغه ښار او اوسیدونکو د بې حده بې وزلۍ په لیدلو ټکان وخوړ. دوی د طالبانو د رژیم لاندې په تیرو څلورو کلونو کې دوه ځلې په ډله ييزهتوګه وژل شوي وو او د یوې رښتیني محاصرې(کلابندۍ) لاندې اوسیدلي ول.د جګړې او د څو لسیزو په پرتله د ناوړه وچکالۍ له امله په زرګونه کورنۍ د کار او د خوړو د پیدا کولو په موخه دغه ښار ته راکوچېدلې وې. د ښار کوڅې د اسونو د ګاډیو او د سړک غاړې د غرفو څخه ډکې وې، مزدورانو به په لاسي کراچیو بار ګاډۍ څکولې. کورنیو به خپل ماشومان په غیږو کې نیولي وو او تر روغتونه به له خټو ډکو کوڅو کې پلي تلل. له خټو ډکې ښوینده کوڅو کې ګڼ شمیر ښځو چې مخونه به یی د جالینو څادریو ترشا پټ وو،  د سرڅخه تر پښو پورې به چین(ګونځو) کې پوښل شوې وې او ښځې به یی بې ساه موجود(بې ساه ژوندی) ښکارولې. ددوی د بدن یوازینۍ برخه چې لیدل کیدله هغه د دوی  لاسونه وو چې پوستکي يې کلک شوي وو او د لارويو د تیریدو په مهال به يې د سوال لپاره غځول. هرڅوک ساړه وهلي او وږي وو، رسټورانټونه او د چای د څښلو ځایونه تړل شوي وو، د روژې(مبارک) میاشت وه. د سړک په غاړه کرا چیو/ غرفو د بهر نه راوړل شوي جوسونه او بې خونده بسکيټ خرڅول، په ټول ښار کې د خوراک لپاره یوه هګۍ هم نه وه( د لیکوالې هدف د تازه پخې شوې هګۍ ده. ژباړن).
د نیو یارک ټایمز د لسګونو خبریالانو له ډلې څخه چې سیمې ته د ۹/۱۱ څخه څو اونۍ وروسته لیږل شوي وو ،.په افغانستان کې يوازې زه وم، چې د امریکې دجګړې په بهیر کې تر یوې لسیزې ډیر ښکیل وم.افغانانو د طالبانو رژیم راوپرځاوه او سووې ته یی هرکلی ووایه، یوازې لږ شمیر یې دوه زړي شول او د نورو لخوا د جګړې ډګر ته وهڅېدل. ما د پخواني ځای څخه، چې په بالکان کې و خپل توکي وتړل او په داسې حال کې چې د نړۍ پام عراق ته وراوښتی و، ددغه کیسې د پوښښ کولو لپاره کابل ته لاړم. زما لپاره د افغانستان اړوند خبر تر هر بل هغه ډیر اړين و. دا هغه ځای و، چې د ۹/۱۱ پيښه ترې پیل شوې وه او په پای کې به همدلته ځواب ورکړل شي، دا هغه ځای و چې زما د خبریالۍ ژوند ترې پیل وکړ او هغه خاوره وه، چې د نړۍ د اسلامیزم دا ستره څپه ترې راپورته شوه او د نړۍ د اوس مهال ډیرې جګړې ترې قوت مومي.
د ۲۰۰۱ کال پورې ما نږدې اته کاله د جګړې له سیمې په راپور ورکولو کې تیر کړي وو،  پنځه کاله مې په روسیه کې تیر کړي وو، چې د چیچنیا جګړه مې له نږدې څارله او درې هغه مې په بالکان کې تیر کړل ددې لپاره چې د سلابوډان میلاسویچ راپرځید نه او د کاسوو د جګړې تاریخ د نیویارک ټایمز لپاره ولیکم. د ۹/۱۱ په وخت کې یو ګوریلا خوځښت چې د مکيدونیا په ایالت کې او د کاسوو سره په سرحدي سیمه کې پروت و، د ناټو لپاره جدي موضوع وه او د خبري پوښښ د دندې سرته رسولو يې زما پر غاړه وو. د سکاپج هوټل- بار(شراب څښلو ځای) کې مې د څو هم مسلکه ژورنالستانو سره يو ځای د تلویزیون له لارې  په غبرګو ودانیو باندې بریدونه ولیدل، د برید تر لیدلو وروسته سمد لاسه پوه شوم، چې اسامه بن لادن ددغه برید تر شا دی. زه پوه شوم چې داکیسه به ترافغانستانه رسیږي اود افغانانو په حال مې په زړه کې ویره را پيدا شوه. په افغانستان باندې د شوروي یرغل د لومړیو ورځو تر اوسه نږدې شل کاله ددغه هیواد سره زما ژوند تړلی و، د روسي ژبې د زده کړیالې په توګه مې په دغه ميخانه کې د پخواني سره لښکر یو څو نیشه/مست سرتیري، چې په افغانستان کې يې دندې ترسره کړې وې، ولیدل. د شوروي جګړه په رسمي ډول نه وه تصدیق شوې خو  دغه ګوریلايي سرتیري، چې د جګړې په ډکر کې نیول شوي وو، ویروونکې کیسې ویل کیدلې. د کیسې بله برخه مې د پلار له خولې اوریدلې وه، هغه د یوه برتانوي تلویزیون خبریال و چې د افغان مجاهدینو د کډوالۍ(مهاجرت) هغه انځورونه چې د هیواد څخه خپلې کډې د خرونو په واسطه لیږدولې، کلیوالو به چې د روسي جیټ او چورلکو پر وړاندې وسلې را اخستې وې او روسي زندانیان چې په نشه يې توکو روږدیدلو او د هغوی د لوړپوړو مامورینو په مینځ کې د ویرې د خپریدو کیسې به يې کولې، لیدل. دا د شوروي اتحاد لپاره لومړنی ویتنام و او ماته په زړه پورې وه، د ۱۹۹۰ کلونو په بهیر کې ما افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل، د هندوکش زیږه غرونه او د زمرودو درې مې ولیدلې، د مهاجرو په کمپونو کې مې له افغانانو سره ولیدل، سره له دې چې خوار اوبېوزله وو، ډير مودب او ټينګ وو. د پاکستان د پيښور په ښارګوتي کې مې نړۍوال جهادیا ن(مجاهدین) هم ولیدل. دوی ته وهابیان ویل کیدل، دغه ډله هغه سخت-دریځه ډله وه، چې رېښې یې سعودي عربستان ته غزیدلې. دوی سخت جنګیالي وو، عربو او د شمالي- افریقې اړوند جنګیالیو به موږ له خپله ځایه لیري کولو او مصري او کویټي ډاکټرانو به د لویدیځ والو پر وړاندې د دښمن په ډول سلوک ښوده.  موږ په هغه وخت کې دا حقیقت چې همدغه ډله د بن لادن د القاعده  پيل و، نه و درک کړی.
دوی د خپلو پوځې هیلو په درلودلو سره افغانانو ته یو ډار/ګواښ و او  د افغانستان څخه د روسي پوځ د وتلو وروسته د یوه ځانګړې مقصد په لټه کې شول.
په کال ۱۹۹۵ کې په چیچنیا کې عرب- وهابیان راڅرګند شول او د چیچنیانو هغه رښتینی هدف( لیکوالې هدف د چیچنیا د خپلواکۍ جګړه ده. ژباړن) يې په اسلامي سخت دریځه مبارزه باندې واړول. ددې لپاره چې د اور لمبې په شمالي مسلمان میشتو  کاکسس( د قفقاز د سیمې اوسیدونکې،ژباړن) کې لا پراخې کړي، عربو په کال ۱۹۹۹ په دغه وړه سيمه کې چیچنیان د یوبل پر وړاندې د دویمې جګړې لپاره ولمسول چې پایله يې د لا نور ناورین او ویجاړتیا  سبب شوه. دوی په افغانستان او پاکستان کې تردې هم لا ډ یره ورانتیا رامینځته کړه( ورانتیا خو يې یوازې په افغانستان کې رامینځته کړه، پاکستان خو ددغه جهاد د وارث په توګه د اټوم بم څښتن شو، ژباړن). ددوی خوب دا و چې په مرکزي او جنوبي اسیا کې یو اسلامي خلافت رامینځ ته کړي ځکه چې  په دغه سیمه کې  تر ۵۰۰ میلیونو پورې مسلمانان میشت دي. پاکستان چې لومړنی اسلامي هیواد دی او اټومي ځواک لري، ددغه مبارزې مرکز وي. زموږ د ډلې ځینو دغه سخت دریزه خوځښت د راغوړیدلو حالت لیدلو او په اړه يې لیکنې کیدلې خو هیڅ کوم لویدیځ حکومت ددوی په اړه اندیښمن نه و. اوس په کال ۲۰۰۱ کې چې د امریکې متحده ایالات دغه جګړې ته په خپله لستوڼي رانغاړي، په اصل کې د اسلامي سخت دریځو لومې ته وردانګي. د القاعده غوښتنه همدا وه، چې افغانستان بیا  هم د نړۍ د ستر ځواک سره د اسلامي جنګیالود جګړې په ډګر واړوي او افغانان یو ځل بیا ددوی بدبخته سرتیري شي. دا به د امریکا په تاریخ کې د هغې تر ټولو څرګنده او اوږده جګړه وي. د جګړې په ډګر کې دیارلس کاله وروسته هم کوم چټک حل تر سترګو نه شو او د جګړې ملاتړ هم په خپل هیواد کې(امریکا، ژباړن) کې د زوال سره مخامخ شو. امریکایانو د افغان جګړې سره لیوالتیا په کمیدو شوه او او زما خپله پریکړه دا وه، چې ټولو هغو په اړه چې په افغان جګړه کې راښکیل وو پر ما حق و چې د جګړې په ډګر کې د پیښو په اړه بیان ثبت کړم. دا جګړه یو غمیزه وه، چې په زرګونو ناڅرګنده  مرګونه يې درلودل او ډیره اوږده شوه. افغانان هیڅ وخت هم د ترهګرۍ ساتونکي نه وو خو بیا هم د ۹/۱۱ پیښې د سزا ضربه دوی ته ورکړل شوه. پاکستان چې په فرضي ډول( په ښکاره، ژباړن) د امریکې دوست بلل کیده خو په حقیقت کې بې وفا ثابت شو. په افغانستان کې پاکستان په ټولنه باندې د ولکې او د خپلو ناروا دلایلو لپاره زور زیاتي او تشدد په مخ بیایي. پاکستاني جنرالانو او ملایانو خپلو خلکو ته او په ګاونډ کې افغانانو او همدارنګه د ناټو متحدینو او ملګرو ته ډیر ضرر او زیان اړولی دی. افغانستان نه بلکه پاکستان رښتینی دښمن دی. د امریکې او د ناټو ځواب هر وخت د بندو  پردو(دروازو) تر شا و، د پوځ د نومونې په اساس چې ؛ یاغیان؛ به يې ورته ویل، دوی له پامه غورځوو ترڅو په عراق کې جګړه ترسره کړي. دا یوه وژونکي تیروتنه وه، چې په لوی لاس یاغیان پریښودل شي تر څو دومره ځواکمن شي چې بیا ماتي ورکول تر پوښتنې لاندې راولي او د ډیرې مرګ ژوبلې سبب وګرځي.پرته د لږ شمیر، په ټولیز ډول نورو ټولو دیپلوماتانو او سیاست پوهانو د پاکستان پر وړاندې غبرګون یې په ډیره سړه خوله ورکالو او دلیل به يې دا و چې په پاکستان باندې داسې شک نه کیږي او دا موضوع به له پامه غورځیدله. ما د طالبانو د بیا راپورته کیدلو بهیر له نږدې څارلو او په پایله کې دا ډیر دردونکی وو ځګه ددوی بیا راپورته کیدلو څخه مخنیوای شونی و. په دې کتاب کې د زیاتو پيښو په خپله شاهده وم او ددغه بهیر د ګڼ شمیر ګډونوالو سره مې لیدلي کتلي دي او ددوی له خولې مې مالومات راټول کړي دي. ددغه کیسې د بیا ویلو له امله د دغه تاریخ د جګړې لومړنۍ مقالې درته وړاندې کوم. دا د جګړې د راپورتاژ یوه برخه ده خو دا په رښتیا سره هغه څه دي چې زه او نورو افغانان يې شاهد یو. زه په کابل کې اوسیدلم او ډیر وخت به ټول افغانستان،  اسلام اباد او د پاکستان زیاتو برخو ته هم تلم.زه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو په مهال د نهو میاشتو لپاره کورته راغلم تر څو دا کتاب ولیکم. د دولسو کلونو په بهیر کې مې د ځان مرګو بریدونو او ډزو کې  ډیر نږدې ملګري او پیژنګلوي له لاسه ورکړل، او ډیر نور مې په داسې وخت کې چې په وحشیانه ډول يې د بند غړي پرې کیدل، ولیدل. زه په دې جګړه کې د عیني شاهد په توګه ځان نه حسابوم بلکه زه د قربانیانو په پلو یم، د انسانانو کړاو او ربړونه خورا زیات وو او زموږ دنده ددغه ډول غمیزې او مصیبت پر وړاندې د علت او د سبب پیداکول او څیړل دي.
کابل افغانستان، د مې میاشت کال ۲۰۱۳.
 
نور بیا................