
د هوښیارتیا او منافقت تر منځ ډېر توپير دی ، په پخوانیو خلکو کې هوښیاره خبره هغه وه چې ټولو خلکو ته به نوې وه ، یا تر دې مخکې به یې نه وه اورېدلې ، هغه چا چې به دا ډول بې سارې خبرې کولې هغه به هوښيار ګڼل کيده ، یا په بله مانا که د کاڼي کرښه خبره به د کار په ترسره کېدا کې ګټوره تمامه شوه نو دا خبره هوښياره او ویونکی به يې هوښيار وه ، رښتيا چې هوښياران ډېر کم خو قیمت يې ډير زیات دی ، ځکه د نادره شيانو قدر ډېر وي.
خو نن ورځ که د یو کار په ترسره کېدو کې څوک شریره او تېر ايستونکي خبره وکړي نو خلک يې هوښياره خبره ګڼي ، څوک چې ډېر چالاکه وي او په ډېر هنر سره نور خلک تېر ویستلی شي، یا د بل چا په حق په اسانۍ سره خېټه اچولی شي، یا دوه تنه په اسانۍ سره جنګولی شي، هغه هوښيار باله شي.
دا خلک په دې فکر دي: چې ګنې د تېر وخت خلک په دوکه او تېرایستلو نه پوهېدل یا دوکه بازانو په هغه وخت کې ژوند نه کاوه ، نو ځکه يې ښه خبره هوښياره او د ښې خبرې ويونکی هوښيار ګاڼه ، یا دا چې د ننۍ ورځې حالات ډېر چټک او په تېزۍ سره پر مخ درومي نو په دې وخت کې تېر ایستونکي خبره هوښياره خبره او چالاکه سړی هوښيار سړی دی.
نه داسې نه ده هوښيار سړی په هغه وخت کې هوښيار ګڼل کېده او د تېر ایستونکي سړي په خوله چا پياز هم نه خوړل ، چې داسې ده ، نو که پخوانيو خلکو نن ورځ له مونږ سره هم مهاله ژوند کولی ، مونږ به يې په وړاندې دوه توته اهمیت هم نه درلودی ، ځکه چې د هغوۍ په وخت کې د نني وخت هوښياران جاهلان او ډېر وروسته پاتی خلک ګڼل کيدل ، په داسې حالت کې به معلومه شوی وی چې نني خلک ډېر وروسته پاتې او جاهلان دي ، ښکاره خبره ده چې داخلکتېروتي دي ، ځکه دا هوښیارتیا نه بلکې منافقت دی.
څومره لوی توپير دی د نن او د پرون
کاشکې د نن خلک د پرون په لار روان شي.
يادونه : دا لنډ مطلب درې کاله وړاندې ، ۲۰۱۱، ۴ ، ۲۱ ليکل شوی دی.اشرف یاد ، ننګرهار.