د نوی ولسمشر نه د ولس تمه

د راتلونکي ولسمشر نه د ولس تمه  
زموږ هیواد د شته بدبختیو ، ستونزو او ناکامیو سره سره د نړی د هغه شتمنو هیوادونو څخه دی چې د نړی بل هیڅ هیواد په دې ډول سره په دومره لویه کچه معنوي شتمني نه لري .
د افغانانو ملي غرور،آزادي او آزاد اوسیدل، رسم او رواجونه ، کلتوري او فرهنګي میراثونه، ملي ارزښتونه ، د قومونو او قبیلو تر منځ راشه درشه او نژدې اړیکي ،دیني ارزښتونه پالل او هغه ته درناوی، په ښه او بده کې ناسته ولاړه ، میړانه او سرښندنه، لاسنیوی او کومک ، پور و داد ، دمشکلاتو په حل کې د مذهبي او قومي مشرانو وزن او ونډه ، قول او لفظ ، ملي جرګې، ملي پریکړې، ننواتې او مرکېزموږ د هیواد هغه ویاړلي معنوي ارزښتونه دي چې افغانستان یې له نورې نړی څخه جلا کړی دی او دې هیواد ته یې لوړه مرتبه او مقام  ور بخښلی دی خو که چیرته دغه ملي ارزښتونه  په سم او مناسب ډول سره وپالل شي .
دا هغه ارزښتونه دي چې د تاریخ په ټولو سیاسي فصلونو کې هیچا د هغې لپاره د یوې منظمې منطقي او عقلي تګلارې په حیث فکر نه دی کړی ډیرو افغانانو مشرانو په ډیرو مهمو ملي دودونو او ملي ارزښتونو یا سترګې پټې کړي او یا د پردیو په هڅه ورنه تیر شوي دی ، په داسې حال کې چې ددې ملت په ژوند کې د ملي ارزښتونو او ملي دودونو نه تیریدل او له هغه سره معامله کول تر ټولو لویه تیروتنه شمیرل کیږي، ملي ارزښتونه ددې ولسي نظام د ملا د تیر حیثیت لري، ددې هیواد په تاریخ کې ډیر ځله د مدنیت او عصریتوب خبره را منځته شوې ده خو هر کله چې هر مدنیت زموږ ددې ملي ارزښتونو سره په ټکر کې راغلی نو نه تنها چې بیا هغه مدنیت په کامل ډول سره له منځه تللی  کله کله خو یې د مدنیت سرلاري هم د خپلو هیلو قرباني شوي دي زموږ لپاره د ۱۹ پیړی د پردي مدنیت رواجول او دهغې نسکوریدل هم روښانه ثبوت دی بیا ورپسې کمونیزم ، سوسیالیزم او افراطیت هم په ګونډو شوی دی او همدارنګه د ننی پردی دیموکراسی پایله هم له ورایه معلومیږي ، ددې خاورې د مشرانو تر ټولو لویه ستونزه داده  چې د پردیو نسخې په افغانستان کې د ستونزو د حل په موخه کاروي خو ددې پر ځای چې دغه نسخې زموږ د هیواد د دردونو او زخمونو دوا شي هغه د هیواد د زخمونو لپاره مالګه وي .
په دې هیواد کې هر چا خپل امتحان ورکړی دی هر چا خپله تګلاره جوړه کړې او عملي کړې ده خو هیچا ترینه په ښه توګه د قناعت وړ ګټه نه ده تر لاسه کړې ، تر څو چې ملي ارزښتونه د یوې واحدې تګلارې په صفت سره و نه ټاکل شي او ټول بدلونونه او پرمختګونه له هغې تګلارې سره و نه تړل شي ددې هیواد ولس ته هر ډول پرمختګونه پردي ښکاري ، راتلونکی ولسمشرهم که چیرته د بدلون ، اصلاحاتو او سازندګی خبره کوي نو دا باید خامخا په نظر کې ونیسي چې هر اصلاحات او بدلونونه چې ددې ولس له ملي معنوي ارزښتونو سره په ټکر کې وي هغه ددې ولس لپاره د منلو وړ نه دي.
ددې لپاره چې دا ولس د یو منطًقي او ستراتیژیک پلان په اساس په خپلو پښو ودریږي نو لازمه ده په عملي بڼه یو سلسله تدابیر او اقدامات ددې ټولنې د جوړښت له پاره په جدي تو ګه په نظر کې ونیول شي او د افغانانو تصمیم ، د افغانانو نظر ، دافغانانو پوهې ، دافغانانو عزت ، افغانانو ته دقدر په سترګه او د افغان نظراو منطق ته په درنه سترګه وکتل شي تر څو موږ هغه څه چې زموږ خلک ېې هضم کولای شي ورته وړاندې کړو ، داسې و نه شي لکه د نن په څیر چې پردۍ او د زورواکی نظریه ( دیموکراسي) زموږ په خلکو په زور تحمیل شي چې بیا افسوس او پشیمانۍ ته ځای نه پاتې کیږي موږ باید له بهرنیانو زموږ د ولس د نزاکتو په ساتلو او مراعاتولو سره راشه در شه وکړو له همدې خاطره راتلونکی ریس جمهور باید هغه لومړیتوبونه د خلکو د ارامۍ او سوکالۍ په خاطر عملي کړي چې خلک ورته ضرورت لري .
دیموکراسي باید (د افغانانو حکومت د افغانانو په واسطه ) تعریف شي نه (د بهرنیانو حکومت د افغانانو لپاره) ، دا ولس نور د پرمختګ او آبادی لپاره د بهرنیانو مشورو او هوکړې ته ضرورت نه لري افغانان هر څه لري ، کافي زیرمې ، بشري ځواک ، تخنیکي پوهه او کافي سرمایه ، خو هغه چې دا ولس ور ته ضرورت لرو فقط ملي اراده او پاک نیت او لوریینې  ته ضرورت لري ملي اراده او پاک نیت هغه څه نه دي چې موږ یې د بهرنیانو په مشوره او هوکړه تر لاسه کړو دا هغه ملي او دیني ارزښت دی چې الله ج یو چا ته لورینه کړی وي چې له بده مرغه ددې لورینې ویش زموږ په ټولنه کې کم دی داهم  باید په یاد ولرو چې هیڅ یو بهرنی هیواد نه غواړي چې موږ یو هوسا او آباد افغانستان ولرو او ۱۳ کاله کیږي چې زموږ دښمنانو په دې حکومت او ملت باندې څه ونه کړل ؟ اوس نو باید نزاکت ته ونه ګورو موږ باید خپلو ارزښتونو ته په اهمیت باندې قایل شو او موږ باید ددې ارزښتونو او ګټو د پاللو او تر لاسه کولو لپاره باید دهیچا څخه پوښتنه ونه کړواو د هیڅ چا څخه مشوره ونه غواړو او نه یې چا ته صلاحیت ور کړو چې موږ څه وکړو او څه ونه کړو څومره نور باید منتظر واوسو ، دښمنانو زموږ د خلکو تر منځ  لویه کچه تفرقه را منځ ته کړه زموږ ملي یوالی ېې بدرنګ کړ ، هیواد ېې د دښمنانو په زونونو وویشلو ، تریاک او نور مخدره مواد ېې عملا ترویج او بیا ېې د څو مافیایی افغاني کړیو سره په شریکه په خپلو طیارو کې بهر ته ولیږل ، دقیمتی ډبرو معادن ېې خپلو لاس پوڅو مزدورانو ته په قرارداد ورکړل ، ښارګوټي  ېې په غټ خیټو ریسانو او وزیرانو جوړ کړل، دولتي او شخصي مځکې او کورونه ېې غصب کړل ، کور په کور ورور وژنه او خپل منځي دښمني یې رامنخته کړه ، د ښځو په وړاندې یې شدیده خاینانه د زور زیاتي  نه ډکه غیر اسلامي د محوه خشونت علیه زنان په نامه مبارزه پیل کړه ، بیکارۍ ېې ورکه نه کړه ، کرنې ته ېې توجه ونه کړه موږ نن هر څه له بهر نه واردوو ، بنیادي کارونه او دبرق بندونه ېې جوړ نه کړل او پر ځای ېې وارداتي بریښنا په خلکو تحمیل کړه او د ژوند په ټولو برخو کې یې د ځان محتاج وګرځولو او بلاخره د ازاد بازار دروازه ېې خلاصه او د څو مافیایي سوداګرو سره ېې د خیانته ډک قراردادونه وکړل ، په داسې حال کې چې موږ باید افغانستان په خپلو افغاني اصولو او لومړیتوبونو جوړ کړی وای دا هغه څه وو چې ټول افغانان پرې پوهیده خو پاک نیت او ملي ارادې وجود نه درلود .
راتلونکی ولسمشر باید په دې هم پوه شي چې افغان ملت پر سمتونو، قومونو او ژبو د وېش قابلیت نه لري دلته هیڅوک تر چا مقدم او لوړ نه دي قبیلوي فوقیت طلبی د ۱۷ پېړی کیسه ده، اوس ولس له اتباعو متشکل دی، چې مشخص حقونه او مکلفیتونه لري اوس ولس رعیت نه دی له هغو مشرانو نه مې چې لا هم د قبیلوي لوړتابه غوښتنې تعاملات پالي هیله داده چې په خپلو سیمو کې د هوسایی او آبادی ته جدي توجه وکړي او د قبیلوي او ولایتي بحثونو پر ځای د افغان ولس د سوکالی لپاره کار وکړي .
سیدحبیب