
عنوان له دوه جلا اصطلاحو څخه لاسته راغلی چې یوه یې ټکنالوجي او بله یې ملي واکمني ده. ټکنالوجۍ چې د تخنیک علم هم ورته وایي په عمومي ډول سره نوي تخنیکونه او یا ټول هغه معاصر سیسټمونه چې د بشري قوې پر ځای ترې ګټه پورته کیږي او کار اسانه کوي تر بحث لاندې نیسي خو، ملي واکمني د یوه هیواد له هغو مسلم حقونو څخه ګڼل کیږي چې نوموړی هیواد په خپلو اقتصادي، سیاسي، نظامي او یا په مجموع کې په خپلو ټولو ملي او نړیوالو چارو کې پرخپله تصمیم ونیسي او هیڅکه د بل هیواد د فشارونو، ګواښونو او رسنیزو تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي.
په اوسنۍ پیړۍ کې ټکنالوجي په ټولو هیوادونو کې تر ډیره ځایه پرمختګ کړی. دا پرمختګ باید درې اړخونه چې اقتصادي، ټکنالوجیکي او تر څنګ یې د هیواد ملي حاکمیت ته له ګواښونو څخه مخنیوی دی، ولري. د نړۍ لومړی درجه هیوادونه د ټکنالوجۍ په پورته درې واړو اړخونو پوره برلاسه دي لکه د امریکا متحده ایالت، چین، جنوبی کوریا، جاپان او ځیني نور.
په افغانستان کې ټکنالوجي ترویج له ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه را پدیخوا پیل شو او تر اوسه پورې یې ډير پرمختګ کړی کابو ۲۲ ملیونه افغانان ټیلیفون ته لاس رسی لري، ۶ ملیونه افغانان انټرنټ ته لاس رسی لري، ۱۲۰۰۰۰ افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دې سکټور له برکته په دندو ګومارل شوي، د هیواد ملي نوري فایبر رینګ به نږدې راتلونکې کې بشپړ شي، په راتلونکې میاشت کې افغان دولت فضا ته سپوږمکۍ استوي او داسې نور پرمختګونه یادولی شو. دا پرمختګ یوازې او یوازې دوه اړخونه چې ټکنالوجیکي او اقتصادي دي لري، خو دریم او ډیر اړین اړخ ته یې چې د ټکنالوجۍ له لارې د هیواد ملي حاکمیت ته زیان او ملي امنیت ته ګواښونه دي لا تر اوسه دومره ځانګړې پاملرنه نده شوې.
په هیواد کې د مسلکي کدرونو نه شتون، له سایبر بریدونو څخه د مخنیوي د حل لاروچارو کموالی، د هیواد د ټکنالوجۍ په سکټور کې د بهرنیانو شتون، په هیواد کې دننه د معلوماتو د لیږلو پر مسیرونو نه کنټرول، له بهرنیو هیوادونو سره د معلوماتو د شریکولو ناباوري مسیرونه، د انټرنټ په برخه کې پر پاکستان او ایران ډیره تکیه، د سیم باکسونو موجودیت او د شخصي سکټور سرغړونه له هغو عواملو څخه ګڼل کیږي چې د هیواد ملي حاکمیت ته زیان رسوي او ملي امنیت مو ګواښوي.
ددې لپاره چې افغان دولت د ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې نیمګړتیاوې حل او پرمختګ وکړي او همداشان د هیواد ملي امنیت ته کوم ګواښونه شتون ونلري نو اړینه ده چې لومړی باید کدرونه د نړۍ په پرمختللیو پوهنتونو کې وروزي، د سایبر بریدونو د مخنیوي په موخه له نویو تخنیکونو څخه ګټه پورته کړي، په هیواد کې دننه د معلوماتو د لېږلو په مسیرونو پوره کنټرول پیدا کړي، له بهرنیو هیوادونو سره د معلوماتو د شریکولو مسیرونه باوري کړي تر څو د سیمې د هیوادونو استخباراتي شبکې مو انټرنټي او ټیلیفوني اړیکو ته لاس رسی پیدا نکړي، د پاکستان او ایران پر ځای له نورو هیوادونو سره هم مخابراتي او انټرنټي معلومات شریک کړي او د تکنالوجۍ په سکټور کې د بهرنیانو پر ځای بااستعداده افغانان چې په نورو هیوادونو کې په کار بوخت دي په دې سکټور کې ځای په ځای کړي.