دولسمشرۍ ددویم پړاو ټاکنو په اړه دانګلستان  دسفیر لیکنه :


زما نه پوښتنه وشوه چې ددوو کلونو په ترڅ کې چې ما په کابل کې تېر کړي د ټولو نه غوره شېبه کومه ده. ما بې له کومه څنډه وویل چې ۵ د اپرېل چې په افغانستان کې د ټاکنو ورځ وه.
د ټاکنو د ورځې د رارسېدو نه وړاندې یو شمېر سیاسي څېړونکي پدې آند وو چې ښایي ترهګر به په راتلونکو ټاکنوکې ګډوډي جوړه کړي، رایې ورکوونکي او په خاصه توګه بیا ښځینه رایې ورکوونکې به خپلې رایې و نه کاروي او دا چې درغلي به پرې نږدي چې رایې ورکوونکي په هېواد کې د خپلې خوښې ولسمشر وټاکي.
افغانانو ثابته کړه چې دغه ټولې وړاندوینې بی بنسټه وې. په ملیونو افغانانو رایې وکارولې چې ګڼ شمېر یې په باران کې په لویو قطارونو کې ولاړ وو تر څو په خپل وار خپله رایه وکاروي. هغوي غوښتل چې د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه د خپل حق نه ګټه واخلي.
دا د ټولې نړۍ له پاره یو غوره پیغام و او همدا شان د ترهګرو له پاره یو درس و چې دا هېواد نه غواړي خپل پخواني حالت ته ور وګرځي او یا داسې یو دولت ومني چې د زور په نتیجه کې منځ ته راغلی وي.
امنیتي قواوو هم د ټاکنو د مرکزونو په خوندي او بې طرفه ساتلو کې خپله دنده په غوره توګه تر سره کړه. 
د دویم پړاو د ټاکنو کمپاین نن پیلیږي. پدې پړاو کې ښايي امنیتي او لاجستیکي ننګونې لا هم زیاتې وي او د خطر کچه نوره هم لوړه وي خو دا لا هم اړینه ده چې ګڼ شمېر افغانان خپل رایه وکاروي تر څو ددوي غږ واورېدل شي.
څرنګه چې ما په تکرار سره ویلي چې برتانیه به د هیچ کوم نوماند سره مالي او یا هم سیاسي مرسته و نکړي.  مونږ د افغانستان اوږدمهاله راتلونکي ته ژمن یو او دا چې ددې هېواد راتلونکی ولسمشر به څوک وي، یواځې د افغانانو پرېکړه ده، اګر چې برتانیه او نور هېوادونه به د ټاکنو د چارواکو او امنیتي قواوو سره مرستې وکړي تر څو د ټاکنو دویم پړاو په خوندي، راڼه او مناسب ډول تر سره شي.
افغانانو په زیرکتیا سره وکولای شو چې دویم پړاو ته دوه وړتیا لرونکي او تجربه کاره نوماندان خوښ کړي. دواړه نارینه نوماندان پوهېږي چې هېواد یې د کومو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی او څه باید وشي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون  وکولای شو چې د ټاکنو ړومبی پړاو په زړه پورې ډول پر مخ بوځي.  خو څرنګه چې ډاکټر نورستاني وویل چې د ټاکنو ړومبی پړاو په بشپړه ټوګه بې د غلطۍ نه و. پاتې دې نه وي چې په نړۍ کې هیڅ یو ټاکنې هم په بشپړه توګه بې د غلطۍ نه وي آن په هغه هېوادو کې چې سلیزو وړاندې یې ډیموکراسي خپله کړې ده. په یو شمېر سیمو کې د رایې ورقې تمامې شوې، د ټاکنو یو شمېر مرکزونه د امنیتي ستونزو له کبله وتړل شو او یو شمېر نوماندانو غوښتل چې د ټاکنو له مخه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره تاکیدي خبرې اترې وکړي.
اوس دې ته اړتیا ده چې د ټاکنو د ړومبي پړاو ستونزې بیا تکرار نه شي او دا چې د ټاکنو دویم پړاو د امکان تر حده په ښه توګه تر سره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په قاطع ډول سره خپلې کړنې تر سره کوي. په هغو سیمو کې چې درغلي په سترګو شوې، مامورین له دندو ګوښه شوي. ددویم پړاو د پاره به په زرګونو نور د ټاکنو مرکزونه پرانستل شي او یو ملیون نورې د رایې پاڼې به موجودې وي تر څو د کمښت مخه ونیول شي. د ټاکنو د کميسیون چارواکو د نوماندانو سره کتلي تر څو د دویم پړاو د لا په سمه توګه د تر سره کېدو اړوند د هغوی نظریات واوري.
پخپله نوماندان هم کولای شي پدې لړ کې مهم رول ولوبوي. دا اړینه ده چې هغوی باید د ټاکنو د کمیسیون سره په منظم ډول خبرې اترې وکړي او په ځانګړي ډول مشورې ورکړي. هغوی به د ټاکنو مرکزونو ته د خپلو استازو په لېږلو سره مهم کار تر سره کړي تر څو د غیردولتي ادارو لخوانه د لېږل شویو استازو سره یو لاس د ټاکنو د پروسې نه لیدنه وکړي. او د ټولو نه مهمه دا چې هغوی به وکولای شي چې د خپل کمپاین له لارېد ټاکنو په سمه توګه د تر سره کېدو په موخه لار هواره کړي. ژه هیله لرم چې ددوی په کمپاین کې به قومي او شخصي موضوعات نه بلکه ددوی د پالیسۍ اړوند موضوعات شامل وي.
په ټولو ټاکنو کې ګټونکي او بایلونکي وي. تراوسه هیڅوک نه پوهېږي چې په نوموړو دوو نوماندانو کې څو ګټونکی دی خو دواړه نوماندانو ته د پام وړ مسولیت ور په غاړه دی.
راتلونکی ولسمشر به د هېواد لپاره لارښود وي. د هېواد یووالی به تر ډېره کچه د هغه په لاس کې وي او هغه به اړتیا ولري چې ډېرو حساسو سوالونو ته ځواب ووایي.  آیا هغه به د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي ؟ آبا هغه به په دولت کې د افغانستان د ټولو سیمو اوسیدونکو ته ځای ورکړي، د بایلونکې ډلې په ګډون ؟ آبا هغه به په  بلواګرۍ کې راښکیلو کسانو ته لاس رسی ومومي او قناعت به ورکړي چې خپلې سلا ګانې کېږدي او دولت کې به ځای ورکړي ؟
بایلونکی نوماند هم کیدای شي مهمه مرسته وکړي. آیا هغه به د ګټونکي نوماند حامي پاتې شي او یا به خپل ضد پر مخ بوځي ؟ آیا هغه به د ټاکنو پایلې په ښه زړه سره ومني او د یو داسې وګړي په حیث به ژوند وکړي چې د ډیموکراسۍ په راوستلو کې یې مهمه ونډه درلودلې وي ؟ آیا هغه به د خپلې ډلې نه غوښتنه وکړي چې د ګټونکي نوماند سره کار وکړي تر څود قدرت پر وخت او منظم لېږد یقیني کړای شي ؟
د ټاکنو په لړ کې، زه د ښاغلي حامد کرزي نه متاثره یم چې څرنګه هغه د ټاکنو د پروسې نه لیدنه او مرستې کوي او زه د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني د وړتیا او سیاست پوهنې نه هم متاثره یم. دواړو نوماندانو ویلي چې دوی غواړي د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او دا که چېرې دوی ګټونکي شي نو د نورو ټیمونو سره به یو ځای کار وکړي. دوی ویلي چې ټاکنې باید د قانون سره سمې تر سره شي او دا چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د پرېکړو درناوی به وشي. پدې بنسټ ولاړې ټاکنې به په راتلونکي کې د افغانستان د نړیوالې ټولنې سره د ملګرتیا له پاره ډېر غوره بنسټیز ګام وی.
که چېرته دواړه نوماندان د ملي یووالي او ټیکاو له پاره کار وکړي نو د جون ۱۴ به د ۵ اپرېل نه هم ډېره نېکمرغه ورځ وي، چې زه یې په ډېره هیله مندۍ سره انتظار کوم.